The news is by your side.

د مور مینه او د زوی بې انصافي/ ژباړه: تمنا غورځنګ

0

زوی خپلې مور ته وويل ! ولې په دې ډارونکې څيره زموږ ښوونځي ته راغلې.

– خواړه د په کور کې هير شوي و ، ما نه غوښتل چې د زړه ټوټه مې وږې پاتې شي نو ځکه ښوونځي ته راغلم .

–  مورې که ته ښوونځي ته نه وای راغلې زه به هم دومره شرمیدلی او زهیر شوي نه وای.

  هغه به تل د خپلې مور په یوه سترګه شرمېدو. زوی یې څو کاله وروسته په بل ښار ته د لوړو زده کړو لپاره ولاړ، هلته يې دنده پيدا کړه ، واده يې وکړ او د ماشومانو څښتن شو . يوه ورځ یې مور ترې وغوښتل چې له نږدې نه خپل لمسيان او د زوی مېرمن وویني، خو د زوی سره يې دا ويره وه چې ميرمن او ماشومان يې هغه زړې ښځې په ليدو چې يوه سترګه لري ونه ويريږې .

 څو کاله وروسته یې زوی ته احوال راغی چې مور يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې  او ابدي نړۍ سره يو ځای شوې ده . کله چې هلک خپل پلارنۍ کور ته راځي مور يې وخته خاورو ته سپارل شوې وه او هغه ته له موره له يوه ليک پرته نور هيڅ نه وو پاتې ، مور يې په هغې کې ليکلي و :

ګرانه زويه! ته لا د شپږو کالونو وې چې په يوه پيښه کې د خپله سترګه له لاسه ورکړه ، هغه مهال زه شپږويشت کلنه وم زما د ښايست او ځواني وخت و . د يوې مور په توګه مې دا نه شوای زغملای چې خپل زوی يوې سترګې سره ووينم نو د همدې لپاره مې خپله يوه سترګه د خپل زړه ټوتې ته ورکړه ، تر څو چې په راتلونکې ژوند کې له ستونزو سره مخامخ نشي.

ګرانه د خپلې مور په سترګه باندې د تل پام کوه . د زوی سترګې يې له اوښکو ډکې شوې اما ډيره نا وخته شوی وه .

(Visited 31 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.