The news is by your side.

د هغې مَین

لیکوال: ماکسیم گورکي -  ژباړه: ارشاد علي

0
زما یوه خپل یو وار ماته دا کیسه وکړه:
 په مسکو کې د زده کړې پر مهال د یوې داسې ښځې تر څنګ په اوسیدو پیښ شوم چې شهرت يې د پوښتنې وړ وو،  پولینډۍ وه او تیریسا يې بلله. لوړه ونه، خرمایي رنګه ویښته، ګڼ باڼه، غټ خشن مخ لکه په تیشه دې چې حک کړی وي، د تورو سترګو تته حیواني رڼا، غټ او بم اواز، د ټکسیوان په شان په لاره تګ يې او د لوړ بدني ځواک په لرلو يې زه په حیرت کې اچولی وم. زه په لوړ منزل کې اوسیدلم، ددي کوټه زما کوټې ته مخامخ وه. کله به چې پوه شوم چې دي په کور ده، نو مې هېڅکله خپله کوټه خلاصه نه پریښودله. خو د هر څه باوجود به دا کار لږ کله پیښیدو. کله وار به چې په زینو او یا انګړ کې تصادفاً سره مخامخ شوو، نو دي به ماته وموسل، دا موسل به ماته شیطاني او بدبینه ښکاریدل.
کله وار به مې له بې نوره سترګو، ګډوډ ویښتانو او بې خونده خندا سره نشه لیدله. په داسې موقعه به يې راته ویل “څنګه يې شاګرده؟” د دي بې کارې خندا به مې کرکه ورته زیاتوله. زه خوښیدم چې دداسې ناڅاپي لیدنو د مخنیوي لپاره خپل ځای بدل کړم خو زما کوچنۍ جونګړه ښایسته وه، له کړکۍ څخه يې پراخه منظره تر سترګو کیده او لاندې کوڅه کې هم ارامي وه؛ ځکه مې زغمل ښه وګڼل.
یو سهار په خپل کوچ واز پروت وم، ټولګي ته د نه حاضریدو لپاره د پلمې د لټولو په هڅه کې وم چې دروازه خلاصه شوه او د تیریسا بې میله غږ زما په کوټه کې انګازې جوړې کړې.
ويې ویل: د ښه صحت په هیله ښاغلی شاګرده”
ومې ویل: څه غواړې؟ ” په مخ کې مې يې خجالت او التماس ولیدل، دا ډول مخ نیول يې ډیر غیر عادي ول.
ويې ویل: زه غواړم یو کار راته وکړې! ایا راته وبه يې کړې؟ “
همالته خاموشه وغځیدم او له ځان سره مې فکر کولو.
ويې ویل: مهربانه هلکه! جرأت وکړه! غواړم کور ته لیک ولیږم، یوازې همدومره”
اواز يې التماس ډوله، ارامه او خجالته وو.
ځان سره مې وویل” خدای دې واخله” بیا پورته شوم خپل میز ته کښیناستم، یوه ورقه مې راواخیسته او ومې ویل: راشه کینه او وايه! ” راغله، په ډیر احتیاط سره پر څوکۍ کښیناسته او ماته يې په ګناهګار نظر راوکتل.
ومې ویل: ښه نو چاته لیک لیکې؟ “
ويې ویل: بولس لو کاشپټ ته، د سویپزیانا ښار په وارسا سړک باندې”
ومې ویل: ښه، نو پیل يې کړه!
ويې ویل: زما ګرانه بولزه، زما محبوبه زما وفاداره میینه! خدای دې راته د سرو زرو په زرو زړونو کې وساته! ولې دې له ډیر وخت راهیسې خپلې کوچنۍ غمجنې کوترې( تیریسا) ته لیک ندی لیکلی؟”
کوچنی غمجنه کوتره؟! نږدې وه چې له خندا رابړچ وهم. له پنځو فوټو لوړه، د تیږې په شان لاسونه، وزن يې ډیر او داسې تکه توره لکه دې تورې کوچنۍ کوترې چې ټول عمر د بخارۍ په دودکښ کې تیر کړی وي او هېڅکله يې مخ نه وي وینځلی. په سختۍ مې ځان راقابو کړ او ومې ویل: دا بولیسټ څوک دی؟ “
ويې ویل: شاګرده! بولز! ” د نوم په غلط ویلو سره يې حالت تغییر وکړ “زما ځوان بولز دی”
ومې ویل: ځوان؟
ويې ویل: ولې دومره حیران شوې؟ ولې زه، یوه جلۍ کوم ځوان ملګری نه شم لرلی؟ هن؟ “‍
ومې ویل: اوهو، ولې نه! هر څه امکان لري. له څومره وخته دې دا ژڼۍ ملګری دی؟ “
ويې ویل: شپږ کاله! ‍
ومې ویل: او هو! ښه راځه چې لیک دې ولیکو.”‍
زه په اخلاص سره درته وایم چې کچیرې د بولز مکاتب تیریسا نه وای او له دي لګ څه بل شانتې وای، نو ما به په خوښۍ سره د بولز سره خپل ځای بدل کړی وای.
په احترام يې وویل: له ښو خدماتو دې له زړه له کومې مننه کوم؛ شاید زه دې کوم خدمت وکړای شم؟”
ومې ویل: نه! زه هم په خاکسارۍ مننه درڅخه کوم.”
ويې ویل: شاید کمیس یا پتلون دې لګ ګنډلو ته ضرورت ولري؟!
احساس مې کړه چې د زنانو په زیر پوش کې دې فیل ته ورته ښځې له شرمه تک سور کړم، په غوڅ ډول سره مې ورته وویل چې هېڅ ډول مرستې ته يې اړتیا نه لرم. دې سره ولاړه.
یوه دوې اونۍ تیرې شوې. ماښام وو، په کړکۍ کې ناست وم، شپیلک مې واهه او په ځینو داسو اغېزناکو لارو مې فکر کاؤه چې ددې وړ مې وګرځوي تر څو له ځانه منډه کړم. ستړۍ وم، هوا خرابه وه، نه مې غوښتل چې باندې ووځم. د زړه تنګۍ څخه د خلاصون لپاره مې د ځاني تجزیې او انعکاس کورس پیل کړی وو. دا هم په کافي اندازه ستړی کار و، خو ما هم د بل کار د ترسره کولو په هکله فکر نه کاؤه. دروازه خلاصه شوه! خدایه خیر! څوک دننه راغی.
“شاګرد ګله! هیله لرم کوم خاص کار به نه لرې؟”
اوف اوف! تیریسا وه.
ومې ویل: نه! څه دي؟
ويې ویل: ما دا ویل غوښتل چې ماته یو بل لیک هم ولیکې!
ومې ویل: همم، ډیر ښه! بولز ته؟
ويې ویل: نه! دا وار دده له اړخه.
ومې ویل: څه؟
ويې ویل: زه څومره احمقه یم! شاګرده ما وبخښه. دا زما د یوه ملګري لپاره دی، اصل کې ملګری نه بلکې خپل؛ یو نارینه خپل. زما په شان نرم زړه لري. بس همدومره. ایا ته به دې تیریسا ته لیک ولیکې؟
مخ ته مې يې وکتل، طوفاني شوی وو. لاسونه يې لړزیدل. په لومړیو کې لګ ګنګس شوم خو وروسته مې پام شو چې څه خبره ده.
ومې ویل: ګوره میرمنې! دلته نه کوم بولز او نه کومه تیریسا شته، ته لګیا يې ماته دروغ بادوې. دا پټ پټونۍ دې نور بس کړه، زه نه پوهیږم چې ستا خپل له څه ډول خټې نه جوړ دی، پوه شوې؟
ناڅاپه وحشت وهلي او نارامه غوندې شوه، د ځای له بدلولو پرته يې پښې سره بدلولې رابدلولې، په خندوونکي توګه يې تړپ تړوپ پیل کړ، ته وا څه ویل غواړي خو نه يې شي ویلی. زه انتظار وم چې اخیر څه به کیږي. ما په ښکاره توګه  ملامتیا حس کړه دا چې د سمې لارې څه زما د اړولو تور مې پرې ولګولو، خو دا بلکل بدل څه وو.
ويې ویل: شاګرده! ناڅاپه يې لاسونه ښورول پیل کړل، د دروازې خواته تاو شوه او ووته. ذهن کې مې نارامي احساس کړله. غوږ مې ونیو، دروازه يې ښه ټینګه وویشتله. عاجزه او ساده جلۍ ډیره په غوسه وه. ما بیا فکر پرې وکړ، پریکړه مې وکړه چې ورشم او رادعوت يې کړم چې هر څه غواړي ودې وايي.
اپارتمانت ته يې داخل شوم، شاوخوا مې وکتل. یوه میز ته ناسته وه او سر يې په لاسونو کې نیولی وو. ومې ویل: واوره! ” هر کله چې زه د خپلې کیسې دې ځای ته رسیږم نو، ځان ډارن، وارخطا او احمق احساسوم، په هر صورت.
ورته ومې ویل: واوره! له څوکۍ راپورته شوه او زما خواته له ځلیدونکو سترګو سره راغله، لاسونه يې زما پر اوږو راواچول او په خپل ځانګړي ډډ غږ يې پسپسۍ کول شروع کړل: اوس وګوره! له سره نه کوم بولز شته او نه کومه تیریسا، خو تاته يې څه؟ ایا دا تاته سخته ده چې قلم دې پر کاغذ راکش کړې؟ هن؟ او ته لګ ویښته لرونکيه ځوانه! دلته نه کوم بولز شته نه کومه تیریسا شته، یوازې زه یم. ټوله کیسه داده، هیله لرم چې په کار بدې راشي. دداسې ځواب په اوریدو حیران شومه او ومې ویل: ما وبخښه! دا لیک لیکل بیا د څه لپاره دي چې کوم بولز هم نشته؟
ويې ویل: نه، همداسې ده!
ومې ویل: او کومه تیریسا هم نشته؟
ويې ویل: تیریسا هم نشته، زه تیریسا یم.
هېڅ سر مې نشو پرې خلاص، سترګې مې پکې خښې کړې او هڅه مې وکړه چې معلومه يې کړم چې څوک خپل احساسات ښکاره کوي، خو دي د میز خواته ولاړه او د یو څه په لټه کې شوه، بیرته راغله او په یوه ازارونکي اواز يې وویل: ‍تاته سخته وه چې بولز ته لیک ولیکې، هن؟ دا دې لیک وايې خله، ماته به بل څوک لیک ولیکي.
ومې لیدل چې لیک زما په لاس بولز ته لیکل شوی، پهههوا
ومې ویل: واوره تیریسا! دا ټول څه معنا؟ تاته باید ولې نور خلک لیک ولیکي پداسې حال کې چې ما درته لیکلی او لا تر اوسه دې ندی لیګلی؟
ويې ویل: چیرې يې ولیګم؟
ومې ویل: ‍ولې دغه بولز ته!
ويې ویل: بولز مولز نشته!
بیخي مې سر نه شو پرې خلاص. دا چې په مخ يې لاړې توف کړم او لاړ شم، له دې پرته بل څه نه وو پاتې. بیا يې پسې وغځوله: دا څه دي؟ په نارامه يې وویل: تاته وایم چې داسې څوک نشته.” مټې يې داسې پراخې کړلې لکه خپله دي چې هم پدې  نه وي پوه شوي چې داسې کس باید ولې نه وي، بیا يې وویل: خو زه غواړم چې دی واوسي، ایا زه د نورو په څیر انساني مخلوق نه یم؟ هو، پوهیږم پوهیږم. زه چې وینم ده ته زما په لیکونو سره هېچا ته زیان نه رسیږي. ما وبخښه… چا ته؟ همدغه بولز ته کنه. خو دی شتون نه لري!
الا الا! څه خبره ده که نه وي؟ دی وجود نلري خو شاید پیدا شي. زه ده ته لیک لیکم او دا داسې ده لکه دی چې وجود ولري. بیا ما -تیریسا- ته د ځواب په شکل لیک لیکم او همداسې دوام ورکوم.””
اخیر پوه شوم،  ناپوهي، بدبختي او شرم مې احساس کړ. زما څخه یو څه کم درې یارډه لیرې یو داسې مخلوق اوسیدو چې په نړۍ کې د ښه او مهربانه چلند لپاره يې هېڅوک نه درلود، خپل وجود يې  یو ملګری کشف کړی وو. ويې ویل: اوس وګوره! ما ته دې د بولز لپاره یو لیک ولیکلو، ما بل چاته ورکړ تر څو راته ويې لولي. کله يې چې راته لوستلو نو ما غوږ ورته نیولی و او خوښه وم چې بولز هلته دی. بیا مې له تا څخه وغوښتل چې د بولز له لورې تیریسا ته یو لیک راته ولیکې؛ کله چې دا لیک دوی ولیکي او ماته يې ووايي نو زه دا احساسوم چې بولز هلته دی او شته. پدې ډول ژوند راته اسانه شي. “
کله مې چې دا واوریدل نو ځان سره مې وویل چې بلا دې پدې غټ سر ووهه. له هغې راوروسته به مې په دوامداره توګه په اونۍ کې دوه ځله له بولز څخه تیریسا او تیریسا څخه بولز ته لیک لیکلو. ما به د بولز لیک ښه لیکه، ځکه دي به ورته غوږ نیولو او په خپل ډډ غږ به يې داسې ژړل ته وا څوک غړمبیږي. دا چې ما به د خیالي بولز د ریښتوني لیک له قراره دي وژړوله، په بدل کې به يې زما په جورابو، جامو او پتلونونو کې سوري راته ګنډل. ددې تاریخ له پیل څخه درې میاشتې وروسته يې دي په یوه بله پلمه جېل ته واچوله او بې له شکه به ووایم چې تر اوسه به مړه وي.
زما خپلوان د سیګرټ ایره وتوګله،  اسمان ته يې په متفکر انداز وکتل او داسې يې خلاصه کړه:
څومره چې انسان د تراخو شیانو مزه حس کړي وي، همدومره ډیر د ژوند خوږو ته وږی وي. موږ د خپلو خواصو په جامه کې کلک رانغاښتلي یو، د نورو په هکله د خپلې خود کفایی له غباره، د خپلې عمومي بې عیبۍ له درکه هڅول شوي یو او پدې نه پوهیږو. دا ټول څیز بیا ډیر په احمقانه او ظالمانه ډول بدلیږي.
موږ وایو ټیټ پوړي( د ټیټې طبقې خلک)، دا ټیټ پوړي دي څوک؟ غواړم پوه شم. دوی خو په لومړي قدم کې ټول خلک دي چې زموږ په شان یو شان هډوکي، غوښه، وینه او ماغزه لري. موږ دا هره ورځ له کلونو راهیسې وایو او په حقیقت کې موږ یوازې غوږ نیسو… شېطان پوهیږي چې دا ټول څیز څومره ویرونکی دی او یا موږ د انسان پالنې( هیومانیزم) پورته پورته کولو بې لارې کړي یو؟
په حقیقت کې موږ هم لویدلي خلک یو او تر څومره چې زه وینم، موږ د خود کفايۍ او د لوی والي د عقیدې ژور کوهي ته لویدلي یو. پدې هکله همدومره بس ده. دا مسله د غونډیو په څیر پخوانۍ ده او نور پې خبرې کول شرم دی. هو، ډیره زړه او دا ټول هغه څه دي.
(Visited 20 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.