The news is by your side.

د ټالیب له بنده وتښتیدل خو ځایي خلکو بیرته ورته ونیول

اجمل ستانکزی

0

دوه درې کسانو چې ټالیب بندیان کړي وو او د پیسو په بدل کې یې راخوشې کړل راته د خپل بند قیصې کړي. په دوی کې یې دوه کسانو راته وویل چې دوی یو ځل د ټالیب له بنده وتښتیدل خو ځایي خلکو بیرته ورته ونیول او ټالیب ته یې په لاس ورکړل. دریواړو همدا خبره تکراراً کوله چې د دوی په بند کې ځايي خلکو له وحشي ټالیب سره پورته مرسته کوله. د ټالیب بندیخانه به ډیری وخت جومات وو خو که جومات کې به ځای نه وو او یا به یې له یو ځای نه بل ځای ته انتقالول نو بیا به یې د ځايي خلکو په کورو کې په یوه کوټه کې بندي کول. د دوی په خوله طالبان له ځايي خلکو سره داسې نژدې وو چې ته به وایې کورنۍ یې وي. تاسې هم له ټالیبي بندیانو که یې پيژنئ پوښتنه وکړئ چې ځايي خلکو له وحشي ټالیب سره د دوی په بندي کولو کې مرسته کوله که نه؟
د امنیتي ځواکونو د چاپې په وخت کې د ځايي خلکو ښځې ټالیب، ددوی سلاح او د دوی مبایلونه پټوي، ماشومان او ځوانان یې ورته جاسوسي کوي او سپین ږیري یې د ټالیب تر نیول کیدو وروسته دولت او مطبوعاتو ته د دوی د بیګناهي قسمونه خوري.
مشکل دا دی چې کله هم د ځايي خلکو له وحشي ټالیب سره د مرستې خبره شي نو یو شمیر شروع وکړي چې نه ځايي خلک له مجبوریته ورسره مرسته کوي. خو دا خبره تر ډیره حقیقت نلري. له خپلو کلیو مو شروع وکړئ چې څومره کلیوال او خپلوان مو له وحشي ټالیب سره ولاړ دي؟ په ښارو یا غرب کې خو د ټالیب ډار نشته. چې له ښارو نه تر غرب پورې مو خلک د وحشي ټالیب ملاتړ کوي نو له کلیو یې نه کوي؟
هو په ډیری کلیو کې به په وړو کې د مالګې هومره خلک د خپل دولت او وحشي ټالیب تر مینځ بې طرفه وي خو پاتې یې له وحشي ټالیب سره کلک ولاړ دي. کله هم چې امنیتي ځواکونه په کلیو کې عملیات کوي نو ډیری وخت همدغه خلک ټالیبان د خپلو ښځو په مینځ کې پټوي. امنیتي ځواکونو څو څو ځل ټالیبان د ځايي غیرتي! خلکو د ښځو له مینځه راپورته کړي. هغو غیرتیانو چې امنیتي ځواکونو ته اجازه نه ورکوله چې ښځې یې تلاشي کړي به پنجابیان او عرب د خپلو ښځو مینځ کې پټ کړي وو ځکه د ډیری کلیوالو په نظر دغه خلک مجاهدین دي او د خدای د رضا لپاره جهاد کوي. څو څو ځل ښځینه امنیتي سرتیرو د ځايي خلکو د ښځو له کمیس لاندې نه د وحشي ټالیب مبایلونه راویستلي.
دغه ځايي خلک د خطر په وخت کې له ټالیب سره لکه د سیوري غوندې ګرځي تر څو له بمبار او چاپو یې وژغوري. خو چې په بمبار کې ووژل شي بیا نو ان د یو شمیر په اصطلاح مدرنه پښتنو ټالیب سر راپورته کړي او مرګ په دولت چیغې شروع کړي. بیا درته له وحشي ټالیب نه یو بې ضرره او معصوم انسان جوړ کړي.
په هر صورت ما ته د امنیتي ځواکونو ژوند تر ټالیب او تر دغسې ټالیب پلوو ډیر مهم دی. بیا هم امنیتي ځواکونه دې له دغسې کلیوالو سره هم احتیاط کوي خو چې د دوی ژوند ته ورنه خطر وي بیا دې اول خپل ژوند ژغوري.

(Visited 57 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.