The news is by your side.

د چانواري كېدو وړانديز (لنډه کیسه)

حیات ژوند

0

نن مې اوه ویشتم مړی دی چې کوم يې. زه دوی ته ازادي وربښم، له تنگسو يې راباسم، له تنګلاسۍ يې ژغورم، په داسې کس يې اړوم، چې یوازې دی وي او ان كېداى شي دی هم نه وي. یو بې روح خو رښتینی بې ساه ترې جوړوم.

پوهېږئ! زه خپل اصول لرم، په ورځ کې یو ژوند باید واخیستل شي، ها هم د دواړو اړخونو په خوښه. ما هېڅکله څوک په جبر نه دي وژلي. اوونۍ دوه مخکې چې پولیس په ما پسې د غره سر ته راغلل؛ نو زما دار، پړی، تېره چاړه او هر څه يې رانه یووړل او زه يې لاستړلی بندخونې ته واچلوم.

خو زه پر خپل زنداني کېدن يوه ذره هم خپه نه شوم. خو په دې خبره خپه شوم، چې پر هماغه ماښام مې له یوه ځوان سره د چانواري كولو وعده کړې وه او زه ورته وعده خلافی شوی وم. خپه شوم، چې لا هم په لېسټ کې دیارلس کسانو د چانواري كېدو تیاری نیولی و. دوی به اوس څه څه فکر کوي، چې ما دوی هېر کړي دي؟ خو زه مې په خدای، په جبار خدای لوړه کوم، هغوی ما نه دي هېر کړي. ما باید ټولو ته له زندانه لیکونه استولي وای؛ خو په زندان کې د لیکلو اجازه رانه کړل شوه؛ ځکه دوی پوهېدلي و، چې ما هر وګړی د ناهیلي کوونکو لیکونو له لارې چانواري یا ځانوژنې ته چمتو کړی دی.

په هماغه ساعت يې د زندان کوټه راپسې کولپ کړه، بهر پیرې والا پولیس ولاړ و. په بې پروا انداز يې ګامونه اخیستل. بې پروايۍ يې زما په زړه کې یوه یوه هیله زغورنه کړه او وروسته مې یوه یوه پخپله وځپله. پولیس ته مې ورغږ کړ، چې ته د ټوپک په میلې خلک وېروې، وېره او بشارت یوازې د خالق کار دی او بیا مې ترې وپوښتل، چې پر خدای بشپړ ایمان لرې؟

پولیس له قهره وغړمبېد او ويې ویل: «له دې پوښتنې نه دې مطلب څه دی؟ خدای خدای دی. موږ يې پیدا کړي یو، دا ټوله هستي د هغه ده!» او د ټوپک شپېلۍ يې راته ونیوله. ما په زړه کې هېڅ وېره احساس نه کړه او لا یو ګام ورمخته هم شوم. ما خپله چانواري همدلته موندلې وه. په دغه عمر کې ان ما ته یو کس هم نه و پیدا شوی، چې ومې وژني. ما ګومان کاوه، چې زما خپله هیله په پوره کېدو ده؛ خو دا هیله مې هم د نورو هغو په شان وه.

ــ نو په دې هستۍ کې يې یوازې همدا ټوپک ستا په برخه کړی؟

پولیس زما په خبرې تندی تریو کړ او ويې ویل: «د ګټې لپاره مې په غاړه کړی او یو مسوولیت هم.»

ــ څه مسوولیت؟

ــ د خپلو اولادونو او وطن ساتنه.

ما ورغبرګه کړه، چې د انسان روزي د خدای په غاړه ده او دا ځمكه هم د هغه ده.

خو زه مې پر خپلې خبرې پښېمان شوم، ما اصلاً نه غوښتل چې له وطنپالنې يې واړوم. موضوع مې واړوله او بیا مې ورته وویل، په دغه حالت کې چې ته اوسې، ژوند په ژوند کولو نه ارزي.

پولیس د بندخونې له پنجرې د ټوپک میله راوږده کړه او په خېټه کې يې د ټوپک په میلې ووهلم، دومه ګامه شا ته وغورځېدم:

ــ ما درته وویل، چې ژوند په ژوند کولو نه ارزي. ته د یوه بل کس غلام يې، کټ مټ لکه همدا اوس چې زه ستا غلام یم. موږ هر یو د یوه او بل مرییان یو او بیا موږ ټول د یوه مالک په اشاره څرخېږو.

ما پولیس ته لاس اوږد نیولی و او په لوړ غږ غږېدم. ورو ورو مې غږ ټيټ شو، غم او نهیلي مې لا زوروره شوه او په نیولي غږ مې وویل: «موږ هر یو په دې نړۍ کې د اوسېدو پور ورکوو. دلته نه عدالت شته او نه هم مساوات.»

زه تر همدې خبرو وروسته څو ګامه شا ته شوم او غلی د بندخونې په کونج کې کېناستم. زنګنونه مې راپسې راټول کړل. پولیس په ناهیلي کوونکي غږ وویل: «باید ويې منو. منښت د هر رنځ دوا ده. که دې ومنله چې دنیا ناعادله ده؛ نو له رنځونو څخه به خلاص شې.» ما ورته وویل، چې زه یوازینۍ لار فنا کېدن ګڼم او اوس راوتلی یم، چې خلکو ته لار هواره کړم.

زما په دغې خبرې پولیس پنجرې ته رانژدې شو. وپوهېدم، چې زما خبرې پرې اغېز کړی. ټوپک يې پر زنګانه کېښود او راته ويې ویل، چې هره لاره يې پر مخ تړل شوې ده.

پولیس ته مې له پنجرې لاس بهر دهلیز ته وباسه، پر ټټر مې لاس ورکېښود او تر نیمې شپې یو بل سره وغږېدو. زه همالته پر خاور په بندخونه کې ویده شوی وم، سر مې دېوال ته ړنګ شوی و.

نه پوهېږم، څومره وخت دېوال ته وېده وم؛ خو ناڅاپه مې ټوپ کړ. پر پښتیو او خېټې مې لاس راتېر کړ، روغ وم. ما ګومان کاوه، وېروونکی خوب مې لیدلی. جامو ته مې وکتل، پر جامو مې د وینو څاڅکي ولیدل، ورو ورو يې زما په جامو کې لاره کوله. پولیس په دهلېز کې سور ټټر پروت و.

زه د زندان تر میلو دې خوا ولاړ وم، جسد يې له ځمکې پورته کړ، ټوپک ترې لاندې شوی و، د ټوپک له میلې څاڅکي څاڅکي وینې څڅېدې. ډله پولیس راغلل، زه يې لاسنیولی له بندخونې بهر کړم.

ــ ته د نهیلۍ بوټی يې. چې هر چېرې ځې، خلک اړ باسې چې ځانوژنه وکړي.

قومندان دا خبره وکړه او زه يې له خولې بهر ایستلو ته اړ کړم. په وره کې مې مخ ورواړاوه: «کټ مټ لکه تاسې يې چې وژنئ، په ناعادلو قوانینو. زه ورسره مرسته کوم، چې له عذاب څخه يې وژغورم، د ژوند په نامه له یو سور تنور او ان له واکمنو بشري قوانینو څخه.» او په زور مې دروازه راپسې وتړله.

پولیسو بېرته له لاسه ونیولم، بندخونې ته يې ټېل وهلم. درنګ شېبه وروسته يې په سرپټي موټر کې يې کېنولم، موټر تر نیمې ورځې مزله وروسته په خامه سړک وربرابر شو او زه یکړ په متحرکه بندخونه کې یوه اړخ او بل اړخ ته ړنګېدم.

له موټره يې ښکته کړم، د قوماندان خبره رایاده شوه، چې زه باید له بنیادمانو څخه لرې او یکړ وساتل شم؛ خو دی نه و خبر چې دا مې هم یوه هیله ده.

اوویشتم کس به لږه شېبه وروسته له قاچاقي لارو ما ته ځان راورسوي. دغو شپږویشتو کسانو چې چانواري کړې، یوازې او یوازې هڅېدنې ته يې اړتیا لرله، هېڅ هیله نه وه ورپاتې.

ژوند په هیله غځېږي؛ خو موږ ټولو شپږویشتو او دیارلسو نورو ته هیلې یو سراب او پوچې او بې ثمره هڅې ښکارېدې او ښکارېږي. دیارلسم کس چې له یوه لوی پاڼ څخه ښکته ولوېده؛ نو په وروستي ځل مې ورته وویل، چې که د ویلو لپاره څه لري، راته ودې وايي. پاړ نیولې شونډې يې وخوځېدې، مخ يې راواړاوه: «په ژوند کې هر څه ته ورړاندې شوی یم، لکه زما په شان له بدمرغۍ سره مخامخ شوی دی. سپېره څېره مې د بدمرغۍ نښه وه. ټوله ورځ کار یوازې د دې لپاره چې ژوندی پاتې شم. ما ان یوه ورځ هم د ژوند خوند نه دی څکلی. ان یوه ورځ مې هم د زړه له تله نه دي خندلي. زه اصلاً خپل څو ورځني پايښت ته د هر شاه او ګدا مريي وم.»

په سترګو کې يې نهیلۍ څپې وهلې، لاسونه يې لړزېدل، ساه يې بنده بنده کېده. په څېره يې خړ ګرد پروت و. د مرییتوب په جال کې بندي ته مې چې وکتل، ومې انګېرله، چې تر موږ مخکې ابوالهول د هغه روح ورو ورو له ځمکې د باچا حضور ته وړي او لا د مخه لاس په کار شوی دی.

د دیارلسم کس پښې ورېږېدلې، سترګې يې نمجنې شوې. ښکېل مريي ته وروړاندې شوم. دواړه لاسونه مې پر سینه ورکېښوول، ورته ومې ویل، چې تر پاڼ لاندې وګوري، دوه زره او شل متره تر ځمکې په لوړه څوکه ولاړ دی. په لړزان غږ يې شونډې پرانیستې: «خو ما غوښتل، چې ژوند وکړم، خوښي محسوس کړم، هیله من واوسم… .»

ما يې تر دې زیاتې خبرې وانه شوای ورېدې، ځان رایادېده. لاسونه مې پر سینه ورو ورو ورجوخت کړل، زور مې ورکړ، لږ نور هم ورمخکې؛ خو بېرته ترې یو ګام راشا ته شوم. دیارلسم کس تر غره لاندې لوېدلی او د سترګو په رپ کې ځمکې ځان ته کاږلی و.

ما احساس وکړ، چې ځمکه هم د انسان د غوښې او وینې تږې ده. تر پاڼ لاندې مې وکتل، دیارلسم مړی تری تم شوی و.

اوس نو ما ځان ته یو لقب هم ورکړی و: «خونكار»! ما یو کس وژلی و؛ خو وروسته دې لپاره چې ځان تسکین کړم، ومې ویل چې د هغه نیت هم مرګ و، ما مرسته ورسره کړې او بل هېڅ کار مې نه دی کړی.

خو نن د اوویشتم کس د راتلو وخت دی؛ خو لا هم زما پر ذهن د دریارلسم کس د مرګ لړه خپره ده. له ځان سره ګوڼېږم: «ما ان د هغه سړي د نوم پوښتنه ونه کړه، اوس يې یوازې په یوه عدد پېژنم: دیارلسمه شمېره.» او په زور او لوړ غږ مې چې په غره کې يې انګازې بېرته زما د غوږونو پردې ښوورولې، ویل: «پر ما هم دغه عصر او زمان اغېز کړی، زه خلک په شمېرو پېژنم، ما ان د هغو شپږویشتو کسانو نوم نه و زده او ان د هغه پولیس نوم چې کرۍ شپه مو خواله وکړل، ونه پوښت.»

خو تر شا مې ترپی واورېد، تورتم خپور شوی و، په سپینو جامو کې خوارځواکی بنیادم ما ته رالنډېده. ما ګومان وکړ، چې هغه هم ځان مرګ ته چمتو کړی او سپینې جامې يې د کفن په نیت اغوستې دي.

ــ ما ته مرګ اسان کړه.

د هغه د دې خبرې په اورېدو مې غوني زیږه شول. ما ورته وویل، یوازې او یوازې د روح پر سکون باید تمرکز وکړې او فکر وکړې، چې تر دې وروسته یوې ازادې او پراخې سیمې ته روان یې. هلته چې انسان د انسان مريي نه دی، هلته چې یوازې یو پاچا دی، یوازې یو مالک!

په همدې سره د بې خوبۍ او ناهیلۍ له وجې زما غږ ورو ورو نیول کېده. غوښتل مې یو شېبه سترګې پټې کړم؛ خو په ورته وخت کې مې د راويښېدو هیله نه کوله او ان غوښتل مې چې بیا سترګې ونه غړوم. له اووه ویشتم کس نه مې وپوښتل: «د ژوند لوی غم دې…؟» زما خبره يې راپرې کړه او ګومان کېده لکه مخکې له مخکې يې زما پوښتنې ته ځان تیار کړی و.

ـــ یوازیتوب او پردیوالی!

ما په سینه لاس ورکښېود، د زړه درزا يې ورو وه، سترګې يې له خوبه ډکې ښکارېدې او پوه شوم، چې په یوازیتوب او شور دواړو کې سړی سترګې نه شي پټولی.

ما وغوښتل ویده شي، خو زما بې خوبي هم تر هغه درنه او زوروره وه. اووه ویشتم کس رامخته شو، زما په سینه يې لاسونه کېښوول او ويې ویل: «تا ته هم خوب درغلی! ویده شه!»

زه يې پر خبره پوه شوم، د لېسټ دولس پاتې کسان مې سترګو ته نېغ ودرېدل. اووه ویشتم کس درې ګامه شا ته لاړ، د لوی کمر پر څنډه ودرېد او زه يې مخکې وبللم.

ــ زما پر سینه لاس کېږده!

ما اټکل نه شوای کوای، چې رنځېدلې څېره، پر مخ جوتې کرښې به يې پر ما دومره بده اغېزه کوي. ما يې پر سینه لاس ورکېښوود، زور مې ورکړ، ورو ورو شا ته ړنګ شو. زه هم ورپسې ړنګ شوم.

اووه ویشتم کس ورو ورو د کمره څنډې ته شوی و. ما يې پر سینه ورغوي ايښي وو او په څو ثانیو کې مو له ځمکې غېږه تاوه کړې او وروستۍ ساه مو بایللې وه.

۲۰۲۰/۲/۱۴ – کابل

(Visited 44 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.