The news is by your side.

د ښکاري پر تن مېږيان

حیات ژوند

0

ښكاري دا مهال له مېږيانو نه په كړاو و، مېږيان لكه د شپانه اروا چې د ښكاري په رگونو كې ننوتې وي او مېږيان لكه د هماغې اروا دنده د هغه د ټول وجود په غړو عملي كوي. مېږيان دا مهال لکه د هغه په ټټر او د ټټر په وېښتو كې لارې كوي، كله يې سر ته خېږي او كله يې هم پر ډډو او شا ځغلي، خو د ښكاري حالت يې تريخ كړى دى. كله خو حيران شي چې كاش د ښكار او ښكار لوبو باندې نه واى روږدی او نه يې كولی، دا اوس په څه غضب اوښتی، خو كله بيا د دې لپاره چې خپل رواني انډول جوړ كړي، له ځان سره ووايي چې ولې او د څه لپاره د ترهې او ډار قرباني شي؟ ولې داسې احساس وكړي؟ اخر يو نيم شل كاله یې ښكار كړى، د ډېرو مرغانو، سويو، زاڼو او نورو هوسيو او حلالو څارويو ساه یې اخيستې ده، هغوی يې يا حلال کړي يا يې ورمېږ ورتاو کړی او پاخه کړي يې دي. ډېر کله يې په خپلو مېلمنو خوړلي دي، نو خير دى كه دا يو د خوراك نه وو، نو ډار ولې؟

ښكاري په همدې وسوسه كې نن د جومات ملا ته بلنه وركړه، چې هم يې پام ورسره واوړي او هم په ملا ثواب وگټي.

په اندېښنو کې د ډوب ښکاري چې پام شو، د ماسختن جماعت ړنګ شوی و او یوازې ملا په محراب کې ناست او تسبیح يې يې اړولې. د ملا له پاڅېدو سره سم ښکاري ورنژدې شو، د تعظیم په نیت يې لاسونه په سینه کېښوول، یوه شېبه تم شو، پښه يې وړاندې کړه او یو له بل سره يې په غېږه روغبړ وکړ. ښکاري ملا ته د شپې د ډوډۍ ست وکړ، ملا بې له ځنډه سر د «ښه!» په اشاره وښوراوه.

ځو شېبې وروسته ملا د کور په وره کې غاړه تازه کړه، تیار دسترخوان ته کېناست. په غورۍ کې وریجې اچول شوې وې، پر سر يې خال خال ممیز لیدل کېدل. ښکاري د وریجو غورۍ وروړاندې کړه، یو دم يې لاس له غورۍ لرې کړ، پر غورۍ پنډ مېږيان ورښکاره شول، فکر يې وکړ، چې دا هر مېږی د ده پر ژبه ورروانېږي، له ستونې ورتېرېږي او دا ځل يې ان دننه هم په ارام نه پرېږدي؛ خو د ملا په پرنجي سره ښکاري هيښ شانته شو، بېرته یې لاس غورۍ ته وروړاندې کړ.

د دسترخوان په منځ کې غاب د زاڼې په دوو ورنونو، وزرو او یوې غوښنې سینې ډک و. ښکاري د زاڼې سور شوی ورون په دوو ګوتو له غابه پورته کړ او په نعلبکي کې يې ملا ته کېښووه. د ملا سترګې رڼې شوې، په ږیره يې لاس تېر کړ او د لومړۍ مړۍ په کولو يې «بسم الله» وویل.

ښکاري په ذهن کې ملا ته د زاڼې د غوښې په تیاري ځان لوی او معتبر احساس کړ، بیا يې وویل: «په څه خوارۍ مې دوه ورځې مخکې ښکار کړه، خو غوښه يې لا هم تازه او خوندوره ده.»

ملا له ورون څخه بله مړۍ وکړله او وروسته يې بیا غوړپ اوبه وڅښلې، ښکاري ګیلاس کې اوبه ډنډ ولیدلې، ګوري چې چپه کېږي، رنګ يې سور اوړي، د ګیلاس تر څنګ د انسان د جسم په شکل پر دسترخوان تویېږي، د ملا خولې ته ګوري، چې سره اوښتې او پرله پسې وینې تېروي. ښکاري یودم ټوپ کړ، ملا پرې ورغږ کړل، چې خیرت خو به وي؟ ښکاري په خود کېږي او د دې لپاره چې خپل حالت له ملا پټ کړي، ورته وايي، چې یو څه نورې وريجې راوړي.

ښکاري له یو غاب وریجو سره په لړزانو پښو خونې ته دننه کېږي، ګوري چې اوبه په ګیلاس کې تک سپین پړک وهي.

بیا ډاډه شو او ويې ویل: «ما دا خبره کوله، چې زاڼه مې په زحمت ښکار کړه، له کوره یو ساعته لرې، د غره تر څنګ ها لوی ډنډ ته پسې تللی وم. تر دې مې پر یوې بلې هم خواري وکړه، خو په وزره ټپي رانه والوتله. که پرنجی نه وای راغلی، ګومان دې نه شي، چې روغه به رانه پاتې وای.»

ملا د زاڼې وریتې شوې سینې ته لاس وراوږد کړ، په منځ یې دوه ځایه کړه، نیمه يې ځان ته بېله کړه او بیا يې وویل: «په ښکار کې خو ټول درته تسلیم یو، یو نیم شل کاله دې وشول.»

ښکاري د زاڼې له ورون څخه وروستۍ غوښه د مخې په غاښونو وشلوله او زیاته یې کړه: «ملا صاحب! د ښکار په اړه دین څه وايي، حرام خو نه دی؟»

ملا چې تر دې دمه د زاڼې د سینې غوښه نیمايي خوړلې وه، وویل: «مرغان پيدا شوي د انسانانو لپاره دي، نو ښکار به یې ولې منع وي؟ اخر دا زاڼې او حیوانات دي د چا لپاره؟! د كلام الله په مايده سورة كې يې زيات ذكر شوى دى.»

ــ «هسې خو ټول زموږ لپاره دي.»

ــ «اوسنيو ځینو نظامونه ښکار منع کړی دی، خو موږ يې مخالفت کوو، دوی ټول د انسانانو لپاره هست شوي دي.»

بیا ښکاري بې ارادې وویل، چې د انسانانو ښکار څنګه؟

خو ډېر ژر پر خپلې خبرې پښېمانه شوی و، خو چاره یې نه وه. رنګ يې تښتېدلی و، په زړه کې يې ویل، چې لکه په لوی لاس يې ځان ته غم جوړ کړی، بیا يې ژر خبره واړوله او ملا ته يې وویل، چې ست به نه کوي، داسې خوراک دې کوي، لکه په خپل کور چې ناست وي.

ښکاري څه ځنډ وروسته دسترخوان ټول کړ، غورۍ او غابونه يې په پطنوس کې له خونې یووړل او ورسره جوختې پيالې وکړنګېدې، ملا او ښکاري تر ډېره یو په بل پسې د چایو پيالې ډکولې.

د ملا تر تګ وروسته د هغه د یوې ورځې تقریر وریاد شو، چې په «یوم البدتر» کې ژوند کوو، پرون يې پر ځمکه ټېکه وه، خو نن خپل سیوری ورته بېلابېلو بڼو اوښت.

«««««««»»»»»»

ښکاري پرون په دې نیت ټوپک پر غاړه کړی و، چې «کوه کلان» غره کې به سوی ښکاروي. درې میاشتې مخکې د سوی ښکار شوې غوښې خوند يې لا هم په خوله کې اوبه راوستلې وې. له څه مزل وروسته ‎نژدې له کلي په وتلو و، چې په مخه يې د لويې ویالې پر غاړه سارايي کوتره تر سترګو شوه، ټوپک ته يې لاسونه وتخنېدل، خو زړه يې ونه کړ، چې د ټوپک ګولۍ پرې خاورې کړي. ډبره يې په ګوتو کې تاو کړه، ټوپک يې دېوال ته ودراوه، د ډبرې په وار سره په فاتحانه انداز ژوبلې کوترې ته ورنژدې شو او په ذهن کې ورتېره شوه، چې اوس يې ان د لاس نښه نېغ پر خپل هدف لګي. بیا یې وویل: «تاسې له ما، له ما ښکاري نه شئ خلاصېدی.» بیا يې جېب ته لاس کړ، له جېبه يې لاس بېرته تش راووت. وریاد شول، چې چاکو يې له کوره د راوتلو پر وخت، ها وخت چې ټوپک يې غاړې ته اچاوه، په چوتره کې پاتې شوی دی. بیا یې د ترهېدلې او ژوبلې کوترې له سره ګوتې تاو کړې، ثانیه وروسته کوترې اوږدې غځونې وکړې، پښې يې ووهلې او د ښکاري خورجین ته وغورځول شوه، د کوترې سر په ویالې کې غوپې وهلې.

تر نژدې دوو ساعتونو مزله وروسته «د کوه کلان» د ونو ترمنځ په سویانو پسې لالهانه ګرځېده، یو دوه ځلې يې سویان ولیدل، خو د ده په لیدو به سوی د سترګو په رپ کې د ده له نظره ځان پناه کړ. ښکاري تر یوې وچې ونې لاندې خپل ثمر ولید. په وړو وړو ګامونو يې ځان سوی ته څه ورنژدې کړ، د ونې تر شا يې ځان پټ کړ، یوازې د ټوپک میل يې د ونې له ډډۍ سوی ته برابر کړ، کیڼه سترګه يې پټه کړه، په ښۍ سترګه يې سوی د ټوپک د میل په منځ کې په نښه کړه، ماشې ته یې ګوته وروسته، سوی په ترهېدلي انداز یوې خوا او بل خوا وکتل او د مېږو له غږ سره سوی له خپل ځایه ټوپ کړ، ټوپک د ښکاري په لاس کې پاتې شو.

د سوی په تېښتې سره د ښکاري له سترګو وینې څڅېدلې، په غوسه له ځایه پاڅېد، د مېږو په غږ پسې يې منډه کړه، څو ګامه وړاندې لویه رمه ها ځای ته چې ده سوی په نښه کړی و، راروانه وه. په منډه په رمه کې ورګډ شو، څو مېږې يې د ټوپک په کونداغ ووهلې، مېږې وترهېدې، شپونکي نارې کړې: «څه ټکه رالوېدلې ده؟»

ــ «ټکه تا واچوله، زما ښکار ستا له لاسه وتښتېد.»

ــ «زه څه خبر چې ته ښکار ته د غله په شان پټ یې.»

ــ «ماته غل وايي؟»

 ــ «نو زه څه خبر چې ته ښكار كوي او كه زما گډو ته دې چل جوړ كړی دى؟»

ــ «ته دلته څه بد کوې، ځغله، کنه رمه به دې په ټوپک همدلته، په همدې ځای کې درته دلۍ کړم.»

شپونکي په ترهېدلې څېره له ښکاري ځان څنګ ته کړ، رمه يې سره ټوله کړه او «ډرې!!!» ناره يې وکړه.

ښکاري په غوسه یوې خوا او بل خوا سوی کاته، خو سوی يې تر سترګو نه شو، په ذهن کې ورتېره شوه، چې د شپونکي له لاسه يې دوه ساعته مزل او دا ټوله خوراي په اوبو لاهو شوې. د ټوپک کونداغ يې پر ځمکه وواهه، د کونداغ غږ يې په غوږو ښه ونه لګېد، «ولاحول!» يې کړ، خپل تندي ته يې په زوره څپېړه ورکړه.

څه شېبه وروسته یې رمې ته مخ واړاوه، په فاتحانه انداز، نه کړوپ، نه د غله په شان، نه هم پټ تر یوې ونې یا کنډو شا ته، ځای پر ځای ولاړ و، د ټوپک نښه يې برابره کړه خو د ټوپک میله يې بېرته کږه کړه. له ځان سره وغړمېد، خو وروسته يې بېرته د ټوپک ميله پورته کړه، غاښونه يې وچیچل او د زاڼې، سوی او شپونکي روح ورته یو شان ښکاره شوه. د کیڼې سترګې په پټولو سره د غره په سینه کې د ډز انګازې خپرې شوې. مېږو رمباړې شروع کړې، یو څو مېږې د شپونکي پر جسد وختلې، د شپونکي جسد له رمې شا ته پاتې شو. له خیرنو جامو يې تړمې وینې د ملا په کاسه کې ډنډ وې، پړمخې پروت، یو لاس يې تر سینې لاندې، بل هغه يې پر ځمکه اوږد موازې بې روحه غځېدلی و.

د ښکاري په سترګو کې د وېرې نښې ښکاره شوې، ناڅاپه يې ځان جسد ته ورنژدې کړ، پر غاړه يې ګوتې ورکښېوولې، رګونه نه ځوځېدل. شاوخوا يې وکتل، هېڅوک نه و، خړه دوړه تر یوه کوچني موړ هاخوا اسمان ته پورته کېده. ښکاري ډاډه شو، چې د ترهېدلو مېږو د پښو دوړه ده.

د ټوپک میله يې شونډو ته وروړه او په دې سره يې ګومان کاوه، چې د مړي وېره به له خپل وجوده وباسي، په منډه يې له جسده ځان پناه کاوه، دا ځل يې ټوپک پر وږه نه؛ بلکې په ښي لاس تر څنګ پټ نیولی و، په کلي کې په ډاډه زړه روان و؛ خو پوهېده چې سخت وېرېدلی دی او دا ډاډ یوازې په دې نیت دی، چې کلیوال پرې شک ونه کړي.

د شپې ناارامه په خپل ځای کې اوړېده رااوړېده، خوب نه ورته، ټوپک ته ورپاڅېد، شپونکی د کوټې په کونج کې د ګوته په ماشه ولاړ و. ښکاري په ترهېدلیو ګامونو بېرته شا ته شو. سر يې وڅانډه، هېڅوک نه و. ټوپک يې واخیست، تر څنګ يې په بړستنې کې له ځان سره کېښوود، ښی لاس يې د ټوپک په کونداغ ولګېد، وریاد شول، چې کوتره او خورجین يې د غره په لمنه کې د شپونکۍ تر جسد څو ګامه شا ته د یوې ونې ډډې ته، هلته چې ده سوی په نښه کاوه، پاتې دي. وېره يې نوره هم زیاته شوه. په زړه کې يې وتراشل، چې که نظام يې ونیسي، څه به ورته وايي؟ بیا يې خپلې پوښتنې ځواب وتراشه او ويې ویل، چې شپونکي د ده پر حق تېری کړی و، سوی يې ترهولی و؛ خو دا دومره قانع کوونکي ځواب ورښکاره نه شو.

د سهار لمانځه ته نژدې یې سترګه سره ورغله، شپونکي زګېروي کول، مړ جسد ژوندی کېده، خپله رمه يې په مخه کوله؛ خو سر يې، لکه چې ورمېږ يې تاو شوی وي، ده ته په کرکې کتل، شپونکی ورو ورو له خپلې رمې سره مخ پر وړاندې روان و، خو تاو شوی ورمېږ، سر، سترګې او تندی يې ورو ورو غټېده، غاښونه يې چیچل، له وجوده يې د وینو یو سیند ښکته د غره د لمن پر لور بهېده. په همدې سره د ښکاري له خولې لویه کریغه وختله، د ټوپک پر کونداغ يې لاس لکه سریښ شوی چې وي، اېښی و. په خونه کې څوک نه و، له مېرمنې او کوچنیانو يې نن شپه په جلا خونه کې ویده شوی و.

د سهار د لمانځه په نیت يې د کور ور په ځان پسې پورې کړ، تر لمانځه وروسته ملا تقریر شروع کړ او ويې ویل، ها خلک چې د یوه مسلمان په حق تېری کوي، باید تری تم شي، ځکه له خپل حقه دفاع پکار ده. د خدای یو نوم همم «حق» دی.

ښکاري په ذهن کې شپونکی یو بد کس مجسم کړ، ويې ویل، چې لږ تر لږه شپونکی بد بنیادم و، ځکه چې ښکار يې ترې ترهولی و.

ښکاري په سوچ کې ډوب، د تقریر په نیمايي کې له جوماته ووت، په خړه لړه کې د کور پر لور رهي شو، لمر د غره له څوکې په ښکاره کېدو و، د مرغیو چڼ چڼ له کورونو او د ویالۍ تر څنګ له ونو راته. ښکاري تر سهارنۍ وروسته په زړه نازړه ټوپک ته لاس کړ، غوښتل يې خپله وېره وځپي، خو په خوب کې د شپونکي څېره يې د ذهن واګې په خپله ولکه کې نیولې وې. ټوپک يې غاړې ته کړ، له کوره بې هدفه ووت، د وره په مخ کې يې خپل خورجین او ښکار شوې کوتره وریاده شوه، له ځان سره یې وویل، چې باید تر شا خپل پل ړنګ کړي او نظام ته کوم اسناد پرې نه ږدي.

په ګړندیو ګامونو، په داسې ګامونو چې نه پوهېده چې ورو ځي که چټک، د خپلې وروستۍ نښې پر لور رهي و، له ونو په بېړه تېرېده، په یوه ساه يې د غره لمن کچ کوله، درنګ شېبه وروسته يې سړه ساه واخیستله. خورجین پر خپل ځای پروت و، پرې د پاسه مېږيان تاویېدل، په خورجین کې دننه د کوترې پر جسد هم مېږیان ورټول وو، له مېږیانو سره يې خورجین له ځمکې پورته کړ، خو په ذهن کې ورتېره شوه، چې باید د شپونکي جسد هم وویني. وروسته یې خوب وریاد شو، بې ځنډه يې غر تر شا پرېښود.

پر لاره نری مسکی شو، په خوشحالۍ يې وویل: «د یو نیم شلو کلونو ښکار… د یوه خیرن شپونکي وژل باید ما ونه وېروي…»

ښکاري یو ځل بیا په فاتحانه اندازه د کلي پر لور ګامونه اخیستل، د خورحین خوله يې خلاصه کړه، په روانو اوبو کې يې مړه بې سره کوتره له خورجینه ویالې ته وغورځوله، کوتره له ميږيانو سره یو ځای د اوبو پر سر د اوبو له حرکت سره روانه وه، ګڼ مېږيان په اوبو کې خپاره واره شول او بیا د سترګو په رپ کې د ښکاري له سترګو پناه شول.

ښکاري د ټوپک پټه سمه کړه، ټوپک يې تر شا زنګېده او په ګام اخیستلو سره د ده په ملا د ټوپک سینه او پر ورنونو به يې د ټوپک کونداغ لګېده. ښکاري خپل قتل د خیر و شر له جګړې سره وتاړه او ويې ویل: «که ده ما ته زیان نه وای رارسولی، زه لېونی وم چې واژه به مې؟»

خو وروسته خپله وېره ورپه زړه شوه او ځان ته يې سل ځلې بد رد وویل. بیا يې خورجین وڅانډه چې وروستي مېږيان هم ترې وغورځېږي. تر شا يې د ټوپک کونداغ ته لاس وروړ: «یو نیم شل کاله ښکار باید په ما کې دا جرات پيدا کړي، چې قتل، وژنه که د هر چا وي، زما په روح کې باید ټکی بدلون رانه ولي.»

د کونداغ پر تنه يې ورغوی کش کړ، ملا یې وګرېده، شا ته يې لاس يووړ، څو مېږېان په ګوتو ورغلل، په ګوتو يې چخڼۍ کړل. خپلې سینې ته يې پام شو، پر سینه يې مېږیان ورټول شوي وو، څو ځایه يې وچیچه، ښکاري ټوپک له غاړې پر ځمکه ورغورځاوه، کمیس يې وباسه، پر سینه يې مېږيان ورټول وو، مېږيان زیاتېدل، ده خپلې سینې ته څپېړې ونیولې، د یوه مېږي په وژلو به د مېږي له خېټې سپنې هګۍ هګۍ د ښکاري د سینې په وېښتانو کې وغورځېدې، له هګیو به نوي مېږیان راووتل، نوی نسل به وزېږېده، نوی نسل به بیا ووژل شو، بل به وزېږېده او ښکاري به هر نسل په ملا، سینې او خېټې چیچه.

«««««««»»»»»»

خو نن چې د شپانه وسوسې يو وار بيا په سر واخيستم، له ما يې لوری لدن ورك كړ. د شپي مې هم د هغه له بدې او ناوړې څېرې نه خوب نه ونه شو كړاى. زما پر وجود يې مېږيان حواله کړي دي، ځوروي مې. ان د ملا په مخ كې مې د شپانه د بې باكانه وژني ياد د ذهن له ژورو رابهر شو. شپون اوس نشته، خو مېږيان اوس د هغه د استازیو په توگه هره شېبه ما ته كړاو را كوي، ان زما په غوښو اخته دي.

کابل 

۲۰۲۰ – مې – ۲۲

(Visited 33 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.