The news is by your side.

زاړه، خو ماشوم لاسونه/ ژباړه: تمنا غورځنګ

0

له پخلنځي د پخلي بوی راته، په ناهیلي غږ یې وویل: سړیه راشه ددې بوتل سر خو راته خلاص کړه.

– لاسونه یې ونڅول، ږیره یې وګروله، دا خو زه هم نه شم خلاصولی.

 مسک شوم، اوږې مې پورته وخوځولې، له لومړي زور سره مې د بوتل سر خلاص کړ، امم واخلئ، تاسو ددې کوچنی بوتل د سر خلاصولو هم نه یاست.

پلار مې ترخه خندا وکړه، په اوږه یې راته لاس کېښود، اوس زموږ او ماشومانو تر منځ هېڅ توپیر نشته، عمرونه مو خوړلي دي، د زړه زور مو نه دی پاتې، پوهېږې زویه، کله چې ته ماشوم وې ما به درته د بوتل سر دومره سست کړ، تر هغه چې پوهېدم اوس مې کوچنی زوی په خپلو نازکو او کوچنیو لاسونو د بوتل سر خلاصولی شي، پوهېږې!؟ دا کار مې ددې لپاره کاوه چې زوی مې ناهیلی نه شي او پر ځان یې باور زیات شي.

– ستونی مې راډک شو، له سترګو مې بې اختیاره اوښکې تویې شوې، ځان مې د پخلنځي په الماریو کې د څه شي په کتو بوخت کړ.

(Visited 24 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.