The news is by your side.

زوی او سپی ( لنډه کیسه) لیکوال/ محمد خالص ادیب

0

سپی یو دم پورته شو، د ملا شخي یې ویسته، ماته پښه یې له نظره تېره کړه، حرکت ته یې ځان چمتو کړ، و یې ویل:

  • “زه درنه لاړم”

 تر غاړه مې لاس ور تاو کړ، په غېر کې مې ورو څملاوه، زیاته مې کړه:

  • “ودرېږه! چېرته ځې؟”

په تورو شونډو یې ژبه تېره کړه، غوږونه یې څک کړل، شاوخوا یې وکتل:

  • “ورکه سهار دی، په غرونو رڼا خوره شوه، ولاکې مې د خوراک لپاره هم څه موندلي وي”

پورته مې وکتل، په آسمان کې ستوري ورو ـ ورو په ورکېدو و، رانږدې مې کړ، بیا مې په غېږ کې ونیو، چمبې یې زما په اوږو کېښودې، په لاسونو مې یې ورو خوله ولګوه، پورته مې ترپ کړل، وډار شوم، د ښي لاس څټ مې په کالیو وموښه، ځان مې په خبرو غلط کړ:

  • “نو ستا یې له رڼا سره څه؟”

ده وویل:

  • “نه پوهېږم څه کیسه ده؟ دا څو کلونه کېږي یو سړی ډزونه راباندې کوي، اوس وېرېدلی یم، تېر ځل مې له ځانه سره بې احتیاطي وکړه، په پښه ولګېدم”

ورنه و مې پوښتل:

  • خو؛ خوړلی به دې وي؟

و یې خندل، لکۍ یې په ځمکه ووهله:

  • “نه بابا، ته په موږ توره کړې، زه چې انسان ووینم، څلور خپلې کړم څلور پردی ژر یې له سترګو ځان پنا کوم”

کړل مې:

  • “ښه نو ولې مو ولي؟”

یوه شېبه غلی و، سوړ اسویلی یې ویست، د شا په پښه یې د غوږ څټ وګراوه، راته یې وکتل، لاس مې یې په سر ورتېر کړ، په زړه یې د ناهیلۍ سیوري خواره شول، د زم ـ زم لیکه یې په اننګو جوړه شوه، غلی شو، ځان مې پوښتنې ته راجوړ کړ، ده باڼه په یو بل کې سره واوبدل، په یوه پسې بله په بله پسې بله اوښکه یې په اننګو وغړېده، یو دم یې وویل:

  • “کلونه پخوا دلته زموږ د لیونتوب آوازه خوره شوه، له هغې وروسته مو چې په کلي کې وویني په ډبرو مو ولي، داسې فکر کوي لکه موږ ټول چې د دوی مال ـ اولاد خوړلي وي؛ خو چا چې خوړلي دي هغه یې کلونه مخکې ویشتي دي”

د لمر وړانګې په چمن وغوړېدې، په لوړو ونو کې مرغیو زمزمې کولې، د نري باد له لګېدو سره د ونو پاڼو خوږه موسیقي رامنځته کاوه، ټیټې طیارې راغلې، په غوږونو مې ګوتې کېښودې، څو شېبې وروسته مې په احمدخان سترګې ولګېدې، سپی یو دم پورته شو، رانه بدون له خدای پامانۍ غټ ـ غټ ګامونه واچول، غږ مې پرې وکړ:

  • “ودرېږه! چېرته دې لکۍ ګنډه کړه؟”

په رفتار کې یې تیز ـ تیز راته وویل:

  • “لکه چې وژنې مو پې”

احمدخان ته مې وکتل، یو دم ګونډه شو، له اوږې یې ټوپک لرې کړ، په نښان یې سترګه پټه کړه، ور روان شوم، د غلي کېدو اشاره یې راته وکړه، زه مخامخ د طبیعت په نویو زیږېدلو نباباتو کې ور روان وم، تر پښو لاندې مې کېدل، داسې احساس مې کاوه لکه ژوند یې چې ترې اخلم؛ خو بیا هم پرې ختم، نه پوهېږم؟ ولې دومره بې احساسه وم، چپ نشوم، مخامخ ور وران وم، پورته شو، ترش کېناست، راته یې کړل:

  • رانه بچ دې کړ

سپي ته مې ور ورکتل، له ونو یې ځان پنا کړی و، کړل مې:

  • “څله یې ولې؟”

ځواب یې راکړ:

  • “دغه سپویو زما زوی خوړلی”

و مې ویل:

  • “همدغه سپي؟؟؟”

هېڅ یې ونه ویل، له غاړې یې پاټو لرې کړ، په ځمکه یې واچاوه، یوه شېبه دواړه غلي و، له جیب څخه یې د نصوار ډبی راویست، په غورغوي کې یې تاو کړل، تر ژبه لاندې یې کړل وروسته یې وویل:

  • “ناک دې رانه خطا کړ، نښه مې پرې نیولې وه”

په ولي مې لاس ورکېښود، ده راته وکتل، ما له غوږ څخه کش کړ، زور یې وکړ، په  تنده یې راته وویل:

  • “لوده خوږ دې کړم”

ځواب مې ورکړ:

  • “تر اوسه د دې بل درد حس کړی؟”

غلی شو، خبره یې په بله واړوله، ماشوم مو له څنګ سره تېر شو، احمدخان له نظره تېر کړ، په ګوته یې اشاره ورته وکړه:

  • “دا دې وپېژنده؟”

کړل مې:

  • “نه”

و یې ویل:

  • ” زوی مې دی، مور یې مړه شوه، دی خدای وساتو، په جنګ کې ولګېد، لاس یې قطعه شو، پښه یې خدای ښه کړه لږ ـ لږ ورباندې نګوښي، ځوان دی،ایندې ته یې ورخطا یو”

هېڅ مې ونه ویل ځوان ته مې زړه بد شو او په ذهن کې مې د سپي مکالمه اوښته را اوښته:

  • “نه پوهېږم څه کیسه ده؟ دا څو کلونه کېږي یو سړی راځي، ډزونه راباندې کوي، اوس وېرېدلی یم، تېر ځم مې له ځانه سره بې احتیاطي وکړه، په پښه ولګېدم تر اوسه نه یې ښه شوی”

(پای)

(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.