The news is by your side.

سترګک (لنډه کېسه)

عبدالرقیب سایل

0

ویل یې، کابل کې د نجونو په ټولګي ور ننوتم. په لومړۍ وار مې دوی ته لکچر ورکاوه خو زه وار له وار ورخطا وم. اندېښنه راسره وه. ما له وړاندې اټکل کاوه چې تېروځم به.

څو ساړه اسویلي مې وښکل او خپل حواس مې را وېښ کړل. د زړه درزا مې لا پسې ډېرېده. حلق مې زیاتي په وچېدو و. توکل مې په خدای وکړ او پيل شوم. ځان او موضوع مې معرفي کړه چې ټولګي کې له یوې خوا او بلې خوا بنګا شوه.

د اولیني کتار نجونو ته مې کتل. سر مې نه پورته کېده. له شا نه یوې وویل:

 – استاد کمي بلند ګپ بزنید؟

لاړې مې تېرې کړې. ژر – ژر مې ساه وښکله او ډاډ مې ترلاسه کاوه. دوی راته ښې ځیر وې. ځینو درکولم چې وضعه مې نوره هم خرابېږي ځکه به یې سترګې ټيټې کړې وې خو ډېرې نورې بیا موسېدې.

ما ناق تختې ته مخ کړ. د تختې پاکولو په پلمه مې ځان کنټرولاوه. له ساعت تقریبا ۱۵ دقیقې تېرېدې. زه جمله – جمله او ساه نیولی لګیا وم. کله به مې خپله رېږدېدا هم واورېده او پښې به مې په ځمکې پورې کلکې کړې.

 شېبه وروسته مې بحث راټول کړ. غوښتل مې نور ووځم خو ښې لاسته له درېم کتاره یوې را غږ کړل:

–  استاده! لکسې نوی یې؟

ما په هو سره سر وښوراوه خو دې څو پوښتنې نورې هم وکړې. کله به مې چې دروازې خواته نظر شو نو سم له واره به له یوې خوا را غږ شو چې د کوم ځای یې، درس دې چېرته ویلی او مخکې دې چېرته کار کاوه؟

د ټولګي له اخره هم یو قلم پورته – پورته کېده. ما یې ګوته لېده خو ځان مې تېرباسه.  کنه خبره خرابېده. پر خپل لاس تړلي ساعت ته مې وکتل، وخت پوره و.

نور مې خدای په اماني کوله چې د ټولګي په اخر کې مې یو وار بیا په هماغې نجلۍ سترګې ولګېدې. هغه اول وخندېده، بیا یې نرمه او ورو سترګه کيکاږله. ما مې سترګې سره ورغړولې. پام مې په بله کړ. هډونه مې ځیږه شول. وېښتې مې نیغ را ودرېدل او ووتم.

سم له واره ادارې ته مې منډه کړه، څو ګېلاسه یخې اوبه مې په سر واړولې او لږ آرام شوم.

(Visited 88 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.