The news is by your side.

سنگسار ته يې روان کړ

م.الف .کاف

0

په ښارکې بې شمیره دومره وګړي راټول دی ته به وایی ټوله دنیا ښار ته راغلې ده. نن یو پهلوان سنګساریږي، هغه پهلوان چې هیچا ته ېې عمر نه دی څرکند چې څوکلن دی.. پهلوان په قد لوړ  او د پلن ټټر خاوند، نافذې سترگې او جذابه څېره لري. هغه په هر څه قابو او لاسبري لري. دا هغه پهلوان دی چې تراوسه هیڅ زورور پهلوان نه دی راڅملولي، بلکې پهلوانان ېې د ګیډې لاندې کړي، اوهیچاېې بل څل غیږې ته زړه نه دی ښه کړی. د هغه کارونه د يو وتلي او نتلي کس دي . په فکر اوعقل کي ځای نه لري، دچا خبره معجزه کوي.. خو ډېر لږ کسان د هغه له ماضي نه خبر دي. البته داسې هم نه ده د ښار د هر نسل په منځ کې ژوندي وگړو او له هر نسل سره محشور شوی و او دی. په يوه مانا هغه تر دې حده معمول او عادي سړی دی چې هر يو خپله څېره د هغه په څېره کې گوري، هر يو فکر کوي چې گويا زه پهلوان يم او پهلوان هم داسې انگېري چې زه يعنې لکه د دې ښار هر يو کس، هر يو سړی، هر يو ماشوم يم. دا تصورات په ټول ښار خپاره دي. په ښار کې دا تصورات غځېدلي دي. لکه د ښار فضا او اتموسفير.

همدې تصوراتو د ښار اتموسفير او فضا جوړه کړې ده. په ښار کې د پهلوان په اړه دا تصور هم ټينگ موجود دی چې وايي: هغه مرگ نه لري، هغه د زرگونو کلونو يو کس دی، يو نفس دی. يو روح دی او يو موجود دی. پېړۍ پېړۍ يې د خپل عمر او د ژوندانه ترخې او خوږې شېبې شا ته اچولې او پرې ايښې يې دي.

خلک چې د هغه د ښو او نيکو کارونو ستاينه کوي، وايي چې هغه په خپل ژوند او عمر کي څو څو وارې له مرگوني وبا سره مخامخ شوی و، هر وار نږدې و چې مړ شي، خو د پهلوان مور خپل بچي ته داسې دارو يا نوشدارو ورکړي و، چې نور هېڅ مرض او هلاکت پرې اثر نه شو کولی. بلکې همدې کار هغه ابدي کړ ی و.

دا مهال د ښار واړه او زاړه، ميرمنې او نارينه، ماشومان او ځوانان، دښار کوڅو ته راوتلي دي، په واټونو کې د تېرېدو لاره نشته. ټول هک حيران ولاړ دي. ټول رنگ زبېښلي دي. هر يو داسې احساسوي چې اوس به يې سنگسار ته بيايي، دا ځکه چې پهلوان سنگساروي. ټولو چې دا نااشنا او د حيرت خبر اورېدلی دي، نه يوازې په اندامونو يې لړزه ده، بلکې هر يو ځان قرباني احساسوي. هر يو تصور کوي چې اوس به پري د ډبرو او گټو باران کېږي. قهرمان په خپل ځان کې خپل غرور نه کموي. بي پروا دی. د ښار د خلکو په شونډو يوازې همدا خبر تاوېږي او څرخېږي چې «پهلوان سنگساروي».

کله ناکله په شېبو شېبو کې په دې خبره بې باوري هم پيدا شي، هغوی چې د پهلوان له اوږدې او ترخې ماضي خبر دي، بيا هم د هغه په سنگسار شک کوي؛ خو بيا دا هم وايي: «خبره د فرمان ده، خبره د حاکم ده. خبره د ځواک ده. نو ځکه د ښار وگړي هم له دوه خبرو سره مخامخ دي.»

يو د پاخه عمر سړي ارام او بې اندېښنې ولاړ دی. هغه لکه چې د پهلوان له ټولې ماضي خبر وي، لکه د پهلوان د زرگونو کلونو لوبغاړي وي. لکه د يادونو او پېښو خزانه، بې پروا ولاړ دی. په څېره کې يې وارخطايي نه برېښي. خو يو زلمي ترې پوښتي لکه له تاريخ نه چې پوښتي:

ــ کاکا! رښتيا پهلوان سنگساروي؟

هغه ژبه په شونډو کاږي، ستونی پاکوي، وايي:

ــ زلميه اندېښنه مه کوه، تا څوک نه سنگساروي.

هغه بيا وايي، زه د ځان پوښتنه نه کوم، زه د پهلوان پوښتنه کوم.

ــ ته او پهلوان، پهلوان او تاسې، نه! داسې نه ده چې څوک يې سنگسار کړي. داسې زور لا نه دی پيدا شوی چې پهلوان سنگسار شي.

ــ دا دی د ټولو خلکو، د ټولو ښاريانو د ژبې په سرده چې وايي پهلوان به يا اعدامېږي يا به سنگسارېږي.

ــ تر کومه چې زه خبر يم او تر کومه چې زما حافظه ده چې د پېړيو يادښتونه يي خوندي کړي هغه گورم، نو روايت داسې دی چې ژوندي دي چې وايي:

پهلوان په ماشومتوب کې داسې نوشدارو خوړلي دي چې په تن او بدن يې مرمي کار نه کوي، تورې پڅېږي، کږېږي. زړښت نه لري، پهلوان لوېدل اوپرزېدل نه لري، نو ځکه وايم چې پهلوان به وتړي، مټې به يې شا ته واړوي، خو هغه به بيا ازاد شي، ځنځيرونه به وشلوي او د سنگسارونکو په مخ به يوه ترخه خندا وکړي، هغوی ته به له شرمه ډکه بله پايله نه وي. 

دا مهال چې د ښار وگړي او يو نسل هک حيران ولاړ دی او هر يو ځان سنگسار بولي او هر يو اوتر اوتر تر سترگو کېږي، وارخطا دي. يوازې يوې خبرې ته چې وايي: پهلوان سنگساروي له زياتو کسانو او ښاريانو سره دا پوښتنه هم را ولاړه ده. نو د پهلوان گناه څه ده؟ پهلوان څه کړي دي؟ چې هغه سنگساروي. ايا هغه کوم جرم کړی دی؟ هغه څوک وژلي دي؟ هغه د چا حريم ته له اجازې پرته داخل شوی دی؟ او داسې نورې ډېرې پوښتنې اوس د هر ښاري په ذهن کې دا پوښتني لکه پلورنځي ته د منتظرينو ليکه درېږي.

ــ هغه هيڅ ناروا نه ده کړې. هغه د چا حريم ته له اجازې پرته نه دی داخل شوی. په چا يې ظلم نه دی کړی خو د هغه يوه ستره او نه بخښوونکې گناه داسې تفسيرېږي چې هغه چا ته سر نه دی ټيټ کړی. د چا بې ځايه امرو نهي يې نه ده منلې. د چا فرمان پرې اثر نه دی کړی؛ بلکې هر نااشنا مېلمه چې له اجازې پرته د هغه انگړ ته راننووتي، په خپلو پښو نه دی وتلي. هغه يې په گونډو کړي دي. نو ځکه دا اوس د هغه گناه گڼلي شي. د هغه په ټنډه کې کښلي ده، چې هر زور گير او نااشنا مېلمه چې د خير غوښتو په بهانه هم د کور دروازې ته ورنږدې کېږي او د دروازې له درزه دننه  انگړ ته گوري، نو بيا يې سترگي ترې باسي. خو کله چې د پهلوان په اندامونو لړزه راځي، همدا لړزه پر هغه د ناروا او ظلم سبب کېږي او هغه د دوی په خبره سنگسار ته برابرېږي. هغه راپرزوي. هغه بې پته کوي. هغه په خپلو وينو کې لمبوي. هغه بيا هم جگ قامت درېږي، ساه او نفس يې په شاوخوا غرونو او سيندونو کې په حرکت را ځي، ټينگار کوي اوبيا را پورته کېږي.

ــ نو ولي ښاريان دومره هک پک او حيران دي؟

هغوی ځکه حيران دي چې هر يو ځان د سنگسار له ډبرو لاندې ويني. وارخطا دي، څه يې الوزي. څه له غرونو ځان را غورځوي، څه د ښار په فضا گرځي دا ځکه چې د پهلوان روح يوازې په يو تن کې نه بلکې د ټولو ښاريانو په تنونو کې ننووتی دي. فرعون  د تېري کوونکي اژدها په څېره کې را دبره کېږي، دوی وږي کوي. ماشومان يې چنگوي. بيا د هغه د سپکاوي لپاره ورته له اسمانه ډوډۍ او کانسروه را گوذاروي؛ خو پهلوان يې پروا نه کوي.

په کراتو کراتو تړل شوې مټې يې شا ته اړول شوي، د کافر په نامه يې د وژلو تکل شوی، خو له وحشي يرغلگر مېلمه سره په تش لاس دوه سوه کاله پوره جگړه کوي. نااشنا مېلمه بله لار نيسي، د خدای روی ورته وسيله کوي او بيا.

په کراتو مراتو يې د اولادونو له سرونو کله منارونه جوړېږي. نسلي وژني پرې عملي کېږي؛ خو پهلوان سترگه هم پري نه سيزي او نه يي ورته پروا کوي.

داسې زياتي له چل او فريب نه ډکې او دوکې يې تجربه کړي دي. خو پهلوان ټينگ او استوار پاتې دی. هوډمن پاتې دی.

زلمې بيا پوښتي:

ــ خو دا دی اوس خو يې ورته مټي تړلې دي او د هغه ساه او بدن سره جلا کوي.

ــ پوهيږم خو زمان (زروان مقدس) خدايي وس لري. خدای پوهېږي. چې په هغه کوډي او جادو اثر نه کوي. هغه د ښار لوي لوبغالي ته ننباسي، ټول عالم او دونيا يې گوري. موږ ښاريان يې سيل کوو،دښار وگړي هم خيران او وارخطا هر يو ځان دسنگسار ځای ته دسنگساريدو له پاره خپل ځانونه احساسوي. شور او پکړ پيل دی . ښاريان د خپل ځان سيل کوي ،وايي: موږ هر يو سنگسارېږو. د ډبرو وارونه پر موږ کېږي.

ــ خو په ياد لره. پهلوان به جگې سترگې را ولاړ شي. دا ځکه چې هغه پولادي تن دی. هغه ته مور داسې شربت ورکړي چې مرگ به ونه لري. تورې به پري کار ونه کړي. هغه به ټوټه نه کړي. شمشيرونه به کاږه شي. يو څه وخت به د هغه روح په غارونو، دښتو او سيندونو کې ننووځي، خو بيرته به د يو واحد تن، د پهلوان په تن کې په حرکت راشي.

اگسټ ۳۰، ۲۰۲۱

Leave A Reply

Your email address will not be published.