The news is by your side.

شپږ ډوډۍ

اسدالله بلهار جلالزی

0

د مني سړې سیلۍ چلیده اود ونو ژیړې پاڼي يي له لښتو او ښاخونو څخه راجلا کولې. سلګۍ د دوو پښو په سر ناسته او شنه څادرۍ لاندې يي خپله وړوکي لورکۍ ورسره پټه کړي وه. هغه يي په ټټر پورې ټینګه ونیوه، په دا وړو غامبورو يي ښکل کړه. بیا يي شاو خواته وکتل، په واټ کې اوس نو د خلکو او موټرو ګڼه ګوڼه کمه شوي وه . دې تر شونډو لاندې ورو له ځانه سره يي وویل: نور نو مازیګر دی. ښه به وي چې درۍ  یا څلور ډوډۍ را سره واخلم. او کورته ولاړه شم، هسي نه چې لورکۍ مې ناجوړه شي. له دې سره يي لور په ځمکه کینوله، سپیره او زړه څادرۍ يي په سر سمه کړه. په موټ کې پيسي يي وګڼلي. یو، دوه ، درۍ څلور، پینځه دا يي پینځوس، بیا يي له جیبه هم د ټولې ورځي ټولې کړي پیسې را ویاستي، په میدان يي ورته واچولې، بیا يي له ځانه سره وویل: یو، دوه ، درۍ، څلور، دا يي څلویښت. وروسته يي د پنځو او دوو افغانیو سیکې هم وشمیرلې، هغه هم دریرش افغانۍ شوې. په شونډو يي د خوښۍ موسکا و ځغلیده. نن يي پوره یو سل او شل روپۍ ټولې کړې وې.  بیا یی په شونډو کې وویل: شپږ شلي  له دې سره لور يي له ځمکې ور پورته کړه. یو ځل بیا يي ښکل کړه. د نجلۍ ښکلي توري سترګې د مازیګري لمر تتو وړانګو ته وځلیدې. لمر د لویدیځ غرونو په څوکو غوړیدلو وریځو کې ژیړې او سرې بخوني لیکې  جوړې کړي وي. هالته له وړاندې یو ځوان د دوئ په لوري را روان و، ځوان چې ویښتان يي یوې اوبلې خواته اړولي و. د سلګۍ خواته په را رسیدو سره  په خپل لاس کې نیولی نوټ د هغې د څادرۍ په څنډه کیښود او په خپله مخه ولاړ. سلګۍ په ځیر ورته وکتل. تر ننه پورې يي د داسې پیسو نوټ نه و لیدلی. اک حیرانه شوه. په ځوان پسي يي وکتل هغه وړاندې تللی و. له خپله ځایه مخامخ نانوايي ته ورغله. هماغه پیسې يي نانوای ته ونیوي او شپږډودۍ يي ترې وغوښتې. نانوای ورته وویل: خورې! افغانۍ …افغانۍ در سره نشته؟

ـ ولي دا نه چلیږي.؟

ـ چلیږي خو… نور يي څه ونه ویل او په پلاستیکې کڅوړه کې يې ورته ډوډۍ واچولي. سلګې هڅه وکړه روانه شي. خو له شا يي یو غږ واوریده. خورې! ودریږه پاته پیسې دې واخله …پوره څوارلس سوه دي ويي ګڼه!

سلګۍ نه پوهیده. په ټیټ غږ يي ورته وویل: ـ وروره زما لوټ دومره روپۍ ولي شو.

ـ خورې دا خو د ډالرو شل ګون و.

ـ ډالر يي لا څه بلا دی.

له خوښۍ يي په سترګو کې اوښکې را روانې شوې. د قصابۍ دکان ته يي منډه کړه. نیمه کیلو غوښه اوبیا يي له بل دکانه لږ چای، بوره، مالګه، ترخه،  یوه څه غوړي، یو درجن اورلګیت او یو پاکټ شیرنې هم ورسره واخیستل. په بیړه بیړه د کور په لور روانه شوه.

په کوټه کې تیاره وه. میړه يي په خیرنه بستره کې اوږد غځیدلی و. او په کور کې پاته دوه لوڼې يي هم چې د څلورو او دریو کالونو په عمر وي. د کوټې دغولې په منځ کې ویدې وي. سلګۍ په ډیر احتیاط څراغ بل کړ. د څراغ رڼا د سړي سترګې وبریښولي. بیا يي وویل: راغلئ؟

ـ هو، سړیه څنګه يي؟

ـ ښه یم… خو ولا که به مې خونده هم وي. په دغه وخت کې يي په سترګو کې اوښکې را ډنډ شوې. په نیولي اواز يي وویل کاشکې مې پښو… سلګۍ يي خبرې ورپرې کړي او زیاته کړه.

ـ الله مهربانه  دی ښه کیږي. ولي وارخطا يي!

ـ نه یم وارخطا، خو ډوډۍ ته دې پیسې پیدا کړي؟

ـ هو سړیه…  خدای تعالی نن یو سړی را باندې مهربانه شو. یو لوټ( نوټ) يي راکړ. چې هم پرې پوره شپږ ډوډۍ وشوه، هم مې لږ غوښه راوړه او یوڅه سودا مې هم واخیسته. دا نوڅنګه لوُټ و؟… نانوای خو ویل د ډالرو وو.

ـ ښه ښه نو نن به غوښه خورو!… او په مړه خیټه به ویده کیږو.

پای ـ د غزني ښار ملا مشک عالم واټ

(Visited 77 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.