The news is by your side.

شک

اجمل جنت

0
په موبایل کې مې سترګې برندې کړې وې، انځور ته ښه ځير وم، کله به مې د سکرین پر مخ رانږدې کړ، کله لرې، موسکا مې شونډې نرۍ ورپولې، ومې ویل:
زښت ډېر درباندې مئین یم!
د چای له پیالې څخه تپ په هوا کې کوږ اوږ پورته کېده، چاکلیټ سپینول یې پرېښودل، رنګ یې تک سور شو، دا غږ د ټوپک ډز و، ولږېد پرې، یو څو شېبې یې سکوت وکړ؛ خو زړه یې صبر نه شو، سترګې یې ډکې شوې، په ډېر شدت سره وویل:
څه وايې؟
زۀ به مړه شم؟
دا څوک ده، چې پې (پرې) مئین یې؟
خدای دې دا…
اوښکې یې تر زنې راورسېدې، پر مخ یې لیکې جوړې کړې، پوزه یې کششششششش کړه، سلګیو جدي ونیوله، موبایل مې پر زنګون کېښود، دواړه لاسونو مې د هغې پر اوږو کېښول، اوږو ته مې لږ زور ورکړ، راټوله شوه، بېرته یې زما لاسونو ته شړک ورکړ.
– لرې شه!
در نه نفرت لرم، ته څنګه…
په خندا شوم، ومې ویل:
یو ځل خو ځان په خبره پوه که بیا وایه!
زما دا مینه لۀ چا سره ده، پوهېږې؟
– له چا سره ده؟ هماغه … ده کنه!
– نه!
دا هغه مینه نه ده، کومه چې ته فکر کوې!
 زه دا مینه له سټېج (دريځ، ویناوالۍ) سره لرم، دا وګوره…
خجالت شوه، پوزه یې ترینګلې کش کړه، ډنډ سترګې یې راپورته کړې، سر یې وخوځولو، په ژړا کې یې و موسکل، کلک یې سینې ته جوښت کړم، زور یې راکړ، پرې یې ښودم، چاکلیټ یې سپین کړ، د چایو پیاله یې را نږدې کړه، نور یې څه ونه ویل، یوازې همدومره:
چای دې وڅښه، چې یخ شو!
(Visited 23 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.