The news is by your side.

غوړې اوبه

سمیع الله ستوری

0

ماشوم غولکې ته لاس کړ، د ونې وچ ښاخ ته یې ونیوه. مرغۍ د میږو په منځ کې ولوېده. ماشوم تیز ورغی، میږې و ډارې شوې. شپون ته غوسه ورغله، ډانګ یې را واخیست، د ماشوم پرې پام شو، منډې یې کړې. د توت په ونه کې ناستو ماشومانو پورې وخندل. شپون را وګرځېد، د ویالې په ژۍ کېناست. جمال پرې غږ کړ:

ـ اناریه، رمه څه وخت بیایې؟

شپون کیڼ لاس ته وکتل، ویې ویل:

ـ همدا ستا میږو ته ماتل وم!

جمال د خرې مخ ته لور ونیو. زیاته یې کړه:

ـ هغه پورې دښتې ته مال مه وله!ـ ولې

ـ ځکه هلته سپرغې دي، هسې نه ور ولویږي!
شپون د ښتې خوا ته وکتل. ویې ویل:
ـ هلته ډېر ښه شنه دي.

جمال خوله خبرو ته جوړه وه، چې سپین ږیری سړی را ورسېدو او پرې غږ یې کړ:
ـ وه جماله د ماښام راهیسې د کاریز اوبه داسې غوړې دي، ته به وایې چې غوړي د پرې ګډ کړي.
ـ ولا که پوهیږم چې څنګې داسې دي!

دوی په خپل منځ کې خبرې کوې، شپون ولاړ شو، رمه یې رهي کړه. د پراخې دښتې خوا یې ونیوه. لرې یې شین ځای تر نظر شو. کله چې ور ورسېد، رمه یې پکې خوشي کړه. دی لاړ د پاڼ سیورې ته اوږد وغځېد، ښه شېبه فکرونه په مخ کړی و. ناڅاپي غږ ورخطا کړ. ژر را کیناست، هې خوا دې خوا یې وکتل. څه یې تر سترګو نه شول، بېرته پرېوت؛ خو دا ځل ډېر ځیر و. د بل ځل له الله نارې سره میږو له وېرې په شپون رامنډې کړې. اناری ولاړ شو، بیا یې شاو خوا وکتل، خو هېڅ یې ونه لیدل. مخامخ هغه ځای ته روان شو چې میږې ترې را وتښتېدې. لا رسېدلی نه و چې بیا نارې شوې: مړ شوم…

ټولې خواوې یې وڅارې، څه ته یې پام نه شو. ګین اړخ ته یې په څاه سترګې ولګېده، په بیړه یې خوا ته ورغی. له غاړې سره یې ودرېد. دواړه لاس یې د څاه پر خوله کېښودل او ښکته یې تر ډېر ور وکتل. په څاه کې د زګیروي غږ خته، یو ځوان کس د اوبو په منځ کې پروت و، چې یوازې سر یې ترې پاتې و. څاه ډېر نه و ژور، ځکه یې خپل څادر درې برخې کړ، ګنډې یې کړ او څاه ته یې وځړاوه. تر ډېره ماتل و، خو نفر څادر ونه نیو. شپون بې صبره شو. خت یې ویست. څاه ته یې پښې ورښکته کړې، کرارـ کرار په زینو کې کوز شو. کله چې اوبو ته ورسېد، له ځوان کس ماهي یو او بل خوا وخوځېدل. په ملا کې یې وتاړه، شپون بېرته را وخوت. د څادر له ټوټې سره یې زور وکړ، په ډېر زحمت یې را وخېژه وه. خو کله چې یاری ورته ځیر شو، شا ته یې حرکت وکړ. بیا یې خوا ته راغی. ورته ویې کتل. د ځوان کس کیڼ لاس په نیمایي کې پرې شوی و. د پزې سر یې نه و. رنګ یې شین اوښتی و. چپ تشي ته یې سترګې ور کږې کړې. چیغه یې وکړه، ماهی یې ترې را کش کړ. له تشي یې وینه راونه شوه. تر ښنګریو یې پښې پوچې وې. شپون په داسې حال کې چې ویرې اخیستی و، پرې غږ یې کړ:

ـ دا ولې په داسې حال یې؟

اناري ته ځیر شو، د ځواب کوښښ یې وکړ، خو له خبرو وتی و.

پر ځمکه یې څه ولیکل، د شپون سترګې له اوښکو ډکې شوې. له ځان سره یې ویل: کاشکي پر خط پوهېدلی!
شېبه لا نه وه تېره چې ځوان کس ړنګ شو او سترګې یې خلاصې پاتې شوې. شپون پر ځمکه لیکل شوو کرښو ته وکتل، خو هېڅ نه پرې پوهېده. څو ځله کوښښ وکړ چې حروف یې یاد کړي؛ خو په هغه کې هم پاتې راغی. منډې یې کړه، ډکه لمن ډبرې یې را وړې. تر خط یې چاپېره کړې، څو ړنګ نه شي. د لمر وروستۍ وړانکې د غرو په څوکه نښتې وې. اناري په رمه پسې سترګې واړه وې، ویې لیده چې نږدې کلي ته رسېدلې وه. له ځان سره یې ویل: کلی به خبر کړم او داسې څوک به هم پیدا کړم چې دا خط ولولي.

په بیړه روان شو، نږدې کلي ته رسېدلی و، شا ته یې وکتل د څاه تر څنګ ډله سپي ښکارېدل….
پای
سمیع الله “ستوری”

(Visited 160 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.