The news is by your side.

غيرت/ نصیر احمد احمدي

0

ماخستن و، کوټه له وړو ماشومانو ډکه وه، چا ټوخل، د چا ذګيروي ختل. په توره شپه کې د څنګ له کوټې د مور او پلار غږ راته. ښځې په خواره خوله وویل:
ـ وه سړیه، په کور کې یوه روپۍ نشته، دوې لوڼې مو ناروغه دي، وړه نه لرو، د هلک په پلاستيکي څپلکو کې د بلې يينې ځای نشته، سهار هم لوڅې پښې په اوبو پسې ووت. د ګاونډې له کوره مو تېره ورځ یوه چکۍ صابون پور کړ، نن يې دوه ځله کوچينی پسې راولېږه… آمنې بیا ژړل، ویل يې چې پلار مې مکتب ته نه پرېږدي، خير دی، په نورو نجونو خو دې سبق ونه وایه، دا یوه خو…
سړي چېغه کړه!
ـ چټياټ مه وایه! خوب ته مې پرېږده، موږ غيرت لرو.
یوې کوچينۍ خپله وړه خور وخوځوله، په خوند يې وویل:
-غيرت څه ته وايي؟
وړې نجلۍ وویل:
-نه پوهېږم.
ماشومانو ته له دېرې خوشالي تر ډېره خوب نه ورته، سهار ټول ماشومان په غيرت پسې ګرځېدل. چا خالي دسترخوان خلاص کړ، چا د وړو تش کندو ته ور منډه کړه، چا د پلار د را ځړېدلې سدرۍ تش جېبونه ولټول…چا د بورې خالي کندانۍ وڅنډله، ستړې شول، خو غيرت يې پیدا نه کړ. سپېرې شونډې، چاودې مخونه، تشې ګېډې بېرته پرېوتل.
لس بجې شوې، خو سړی لا ویده و، خرهاری يې خوت. کله کله به يې پوف کړل، ساه به يې د چنګ چنګي برېتونو پر څوکو ولګېدله.
اه غيرته، غرق دې کړو.

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.