The news is by your side.

غپا/ لنډه کیسه

عصمت الله صالح

0
بڼوال د باغ وره ته ورسېد، د شنې کورتۍ پر بغلي جېب یې ګوتې ننویستې، زنګ‌وهلې کیلي یې پر قلف کې تاو کړه، د غوړیو له ټېمانو جوړ ور خلاص شو. سپي راټوپ کړل، خو د بڼوال په لیدو یې بېرته هسکه لکۍ وښوروله، دوه – درې ځلې د سړي په پښو کې ورغړېد. بڼوال د سپي پر شا له لاس تېرولو وروسته د مڼو په باغ کې ګړندي ګامونه واخیستل…
بڼوال هرې ونې ته په ځیر ځیر کتل، ناڅاپه یې په یوه لویه ونه سترګې خښې شوې، د ونې دوه کوچني ښاخونه ځړېدل، شنې مڼې پکې ګونځې ښکارېدې. سړی د ونې په لیدو غوسه شو، پکول یې له سره لرې کړ، شاته یې وکتل، تورې شونډې یې پرانیستې:
ـــ د څښتن دوه زامن دې مړه شه، ته مې د خوب لپاره ساتلی یې، که مې د دې لپاره تربیه کړی یې، چې باغ له غله وساتې!؟ ته دې ونې ته ګوره، ستا په دې مرداره لکۍ یې بوزم!!!… له دې سره یې کش لغته د سپي خېټې ته برابره کړه.
سپي کړونج وهل، لکۍ یې وځړېده او په یوه ساه یې تر خپلې کوچنۍ کوټې ځان ورساوه.
د بڼوال غوسه زیاته شوه، د سپي کوټې ته یې وکتل، له ځان سره وبنګېد:
ـــ دا دې درېیم ځل دی، چې غل درنه غلا کوي، ته صبر نن به دې خوښ شوم!
سړي د خپلې شنې کورتۍ څنډه واړوله، څلور ستنو ته ورته سینجاق یې راوویستل، په لاس کې یې له نیولې کڅوړې د ډوډۍ یوه ټوټه ور پرې کړه، سینجاق یې پکې پټ کړل، د سپي خواته ورغی:
ــــ توو!.. تووو!!…
سپی زړه نازړه له کوټې راووت، ځړېدلې لکۍ یې وښوروله. بڼوال سپي ته د ډوۍ ټوټه ور ‌واچوله او څو متره لرې د ناک تر ونه لاندې په کټ کې اوږد وغځېد.
سپي د ډوډۍ ټوټه تېره کړه، څو شېبې وروسته یې د خپلې کوټې ترمخ خرپلې شروع کړې، لکۍ یې وځړېده، له وازې خولې یې وینې روانې وې…
د باغ دروازه نیم‌کښه شوه، دوه ځوانان ورننوتل، غلي- غلي یې شاوخوا وکتل، د سپي په لیدو یې څېرې وغوړېدې، مخکني کس شا ته وکتل:
ــــ اې یاره، سپی چا ویشتلی، همدا یې ښه موقع ده، ته دې له جېبه خلطې راوباسه…
سپي نیم‌لوڅې سترګې خلاصې کړې، د ځوانانو په لیدو یې لکۍ پورته کړه، وخوځېد، خو د غپا لپاره یې خوله نه ټولېده، سر یې پر ځمکه وڅښېد، نیم‌لوڅې سترګې یې بېرته پټې شوې.
(Visited 31 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.