The news is by your side.

له بې وړانګو دښتې او تورتم درې

حیات ژوند

0

زه اویا کلن بوډا یم، همدا اوس مې مخکې دوه کسان ولاړ دي، په بېلابېلو څېرو اوړي. اوږد غځېدلی یم او مړستون مې د یوې پراخې دښتې په شان راته ايسي. وروسته مې ځان ته پام شي، هډ مې کوچنی شوی. د غو دوو کسانو په وړاندې د یوه مېږتون په شان ښکارېږم او انګېرم چې تر ښخېدو وروسته مې د بدن کوچني کېدو ته هېڅ پام نه و اوښتی. 

انګېرم چې د مور رحم ته مې بېرته ستون شوی یم او خپلې وړوکې کوچنۍ نړۍ ته مې چې پخوا مې ورپسې سترګې ړندېدې، ورسېدلی یم. زه له ځان سره ګوڼېږم او وایم ولې لا هم سکون نه لرم. نه اوس مې پام شو، د مور رحم مې نه دی، دا هم له باندنۍ نړۍ سره په اړیکي کې یو وطن دی. رایاد شول، هر څه به چې له نړۍ سره په اړیکي کې و، ځورولم به یې. اوس مې ان په مړستون کې هم کرار نشته. خو یو هیبت مې تر اوسه څاري. فکر کوم، چې همدا دوه موجودات زما په ذهن کې په خپلې باندنۍ نړۍ کې هم رزغونېدل او څرنګه چې وېرې څارلم، همداسې د دوی تر څار لاندې هم وم.

ما دوه نړۍ تجربه کړې، اوس مې په ذهن کې درېيمه نړۍ تجربه کوم، خپلو فکرونو اخیستی یم، دومره ډوب شم، چې دا کسان مې هېر شي او له دوی تشه ‎خیالي نړۍ راته ترسیم کړم؛ خو دوی تل زما د فکر نیلي شلوي او نه مې پرېږدي، چې فکر وکړم. 

په خپلو کې په یوې بلې ژبې غږېږي، ژبه يې راته اشنا غوندې ده، خو زما په دننه کې یو ناپېژانده ځواک په څپو شوی او ورو ورو زما او د دوی ژبه مشترکه شوې ده. دوه لوړ او هډور موجودات له ما پرله پسې خبرې باسي، خو زما په خوله یوه خبره ده او ورته وایم، چې یوازې ستاسې له مالک سره خبرو ته خوله پرانیزم او پر خپلو ټولو ګناهونو اعتراف کوم. خو دوی مې وېروي، ما اړ باسي چې ورته وغږېږم. لوی تمبه يې په لاس کې ده. څېره يې وخت په وخت اوړي، خوله يې دومره هیبتناکه او لویه شوه چې شا ته وکښېدم او ووېرېدم، چې ژوندی به مې له ستوني تېر کړي. ما وانګېرله چې هومبابا* راته مخامخ ولاړ دی او په خپلې خارق العاده ارادې د ځنګل ساتنه کوي، خو چې پام مې شو، زه په یوه دښته کې وم. شین بوټی نه تر سترګو کېده.

تمبه يې رامخې ته کړه، له شا يې دوړه پورته کېده او په لویو لویو ګامونو د سترګو په رپ کې زما مخې ته ودرېد:

ــ په کومې ګناه رااستول شوی يې؟

سترګې مې په تمبه کې ښخې وې، له ژبې مې د ځنګدن پر وخت راڅڅول شوي وروستي څاڅکي وچ شوي وو او په تلولۍ ژبه مې ورته کړه:

ــ  نه پوهېږم.

له تمبئ څخه يې دوه ځلې ګوتې راتاو شوې، ټینګه يې کړ. دواړو لاسونو يې پورته کړل او په هیبتناک غږ يې وویل: «هر څه راته پاک ووایه، یوه یوه ګناه دې راته وښييه، چې لوری لدن دې ژر معلوم شي.»

زه نور هم شا ته وکښېدم، سترګې مې پاس په هغه کې ښخې وې، دوه لويې تورې يې په ملا کې وځلېدلې، له ځان سره بوخت شوم: «تورې خو پخوا ورسره نه وې.» بیا مې ورته په وېرجن غږ وویل:

ــ زه شړل شوی بنیادم یم، زما نیکه يې شړلی و، بیا زه په باندنۍ نړۍ کې هستوګن شوم او ګناه زما په فطرت کې ګډه شوه. زه مې له فطرت څخه جلا اوسېدای نه شوای، کمزوري مې وه. ستاسې د ګناه په مانا هم نه پوهېږم، ستاسې په قاموس کې څه څه د ګناه په نامه حسابېږي؟

هومبابا شکلي ته زما استدال خوند ورنه کړ او راته ويې ویل، چې دلته یوازې د اعتراف ځای دی، نه د استدلال او پوښتنو.

ما زنګنونه راټول کړل او د دومره شا ته شوم، چې ډډې مې دېوال ته برابرې شوې. دویم کس د هومبابا په اوږه لاس ورکښېود، په نرمه لهجه يې وویل، چې په «هر چا کې باید د نېکۍ په لټه شو». او څېره يې یوه نور چاپېره کړه او زما سترګې يې وبرېښولې.

ما ځان تېښتې ته برابر کړ، خو پام مې شو، وروستۍ پوله هم یوه دېوال چاپېره کړې او ښايي دلته هم د باندنۍ نړۍ په شان په تېښتې سره د مجرم سزا زیاته شي. زه لږ نور هم دېوال ته شوم او په لاشعور کې مې ځان ته د مجرم خطاب کاوه او ورسره د بشر د لومړنۍ ګناه احساس مې پر اوږو پرېوت.

ــ ته دلته ابدي زنداني يي، خو د ځینو ازادیو د درلودلو لپاره تا باید یو څه کړي وي. ټول یو یو راته ووایه، که ستا په اعتراف کې د دوه رنګي پیدا شوه، جزا دې تر پخوا زیاتېږي، مالک له هر څه خبر دی.

هغه دا خبرې وکړې او تمبه يې په ځمکه په زوره ووهله.

زه له وېرې نور هم دېوال ته شوم او ورته ومې ویل، چې اصلاً زما نیکه ګنهکار و، ما هېڅ ګناه نه ده کړې، ما د داستان له مخې خپل اعمال سرته رسولي دي. هغه ته مو لویه مرتبه ورکړه؛ خو ما مجازات کوئ؟

او بیا مې پښې مې شلې شوې، زنګونونو مې درد پيل کړ او وپوهېدم، چې درد په یوه حالت کې هم له ما نه ځي. د جسم درد، د روح درد او په یوه لویه کنده کې اوسېدنه. دا هر څه راته د زغم له دایرې وتلي وو. ما سل ځلې پر ځان لعنت ووایه او سل ځلې مې پښېماني څرګنده کړه، چې د ځمکې تل هم لکه د ځمکي د سر په شان له بدمرغۍ ډک دی. ما مړستون په دغه شان نه و تعریف کړی، اوس مې له خولې بې اختیاره چیغې وځي او وایم، درېيم ځای انتخابوم؛ خو دوی راته وايي، چې دا ستا د خپلو کارونو پایله ده. ما چې هر څومره پر ذهن زور راوست، داسې څه ذهن ته رانغلل چې له امله يې پړ او داسې ځای ته اړ شم.

لپه مې مخ ته ونیوله، سترګې مې پټې کړې او زنګونونه مې وغځول. څومره کمزوری شوی وم، ما ان فکر نه کاوه، چې زه به تر پخواني حالته نور هم کمزوری شم؛ خو اوس مې د وجود د لا خوارۍ نوې تجربه هم کړې وه.

ــ نو زما ګناه څه ده؟ ورشه مالک ته دې ووایه، چې لومړنۍ ګناه به دې نه پيدا کوله، لومړنی بشر به دې په بدمرغۍ نه اړاوه. 

او بیا مې سترګې ډکې شوې او ورو مې وویل: «اوس به زه په دغه حالت نه وای. له خپل ټاټوبي به يې نه شړلی او بدمرغي به زما په نصیب نه کېده.»

ما خپل خوار وجود ته وکتل او په مقدسو کتابونو کې د مالک لويي رایاده شوه. په غوسه له ځمکې پورته شوم. د دوو رااستول شویو موجوداتو تر لېنګيو هم نه رسېدم، د مړستون ډبره رانه لوړه ښکارېده. ذهن ته راغله، چې په لومړي ځل چې مړستون ته يې ښکته کړم، ډبره زما له تندي دوه درې لوېشتې لوړه وه. خو زه په رښتیا کوچنی شوی وم، عمر هماغه پاتې و، جسم خوړل شوی و او هډوکي تراشل شوي وو. شونډې مې وخوځېدې، پاړ د دواړو شونډو ترمنځ تار جوړ کړ:

ــ ما دومره لویه ګناه نه ده کړې، چې دومره بدمرغي دې رانصیب شي. زه څه ګرم یم؟ زه يې د سرغړاوي له امله لېږلی یم، سرغړاوی چې زموږ د تن په ژورو کې دی.

هومبابا شکلی شا ته شو، بل ملګری يې رامخې ته شو، سپین نور چاپېره کړی و، له سترګو يې تار تار او ځلنده وېښتان ښي اړخ ته واړول، په غټو سترګو مې يې مینه راغله. لاس يې راوږد کړ او زما له وجوده يې ورغوی تاو شو. زما په وجود کې سېکه پيدا شوه. هغه بېرته شا ته شو او یو ځل بیا پخواني بدشکلي موجود ته وار ورغی.

زما ذهن ته راولوېده، چې د دویم موجود دنده یوازې زما د وجود ژوندي ساتل دي او ها هم یوازې یوازې د عذاب د نویوالي په نیت. پر ځان مې لعنت ووایه، ما وې جمال یو ځل بیا د بشر زړه په دام کې نیسي؛ نو په زړه کې راټوکېدلی خوږوالی مې وځاپه.

یو ځل بیا مې زړه وېرې چاپېر کړ او راته يې کړه، چې ستا ازموینه پای ته رسېدلې، دلته نه د پوښتنې او نه هم د تفسیر اجازه شته، یوازې منل دي او منل هم ستا له اړخه. زه ورو پر خپل ځای ودرېدم او ورته ومې ویل، چې پخوا هم پر موږ د تفسیر بندیز لګېدلی و او ستاسې مفسیرینو هم راته همدغه ځای چې پکې اوس اوس لوېدلی یم، سل ډوله راپېژندلی. همدا ډول يې هغه یو دی، چې زما په ذهن کې يې زرغون کړی و. 

خو زما خبرې پرې ښې ونه لګېدلې او ګومان کېده چې موږ د یوه او بل ازلي دښمنان یو.

ــ ستا سراسر ژوند په ناسمه روان و، اوس چې په کوم ځای کې يې، ستا د کارونو پایله ده، نه درته د شکایت اجازه شته او نه هم د درېيم ځای غوراوي.

ــ خو ما چې څه زده کړي و، هماغه مې کول.

بیا مې لاسونه ټيټ کړل او په دې نیت مې خپلې خبرې ودرولې، چې دلته هم پر دلیل ویلو بندیز لګېدلی. سم له واره مې پښې سستې شوې او کلک پر نمجنه ځمکه ولګېدم، د بېرته پاڅېدو کوښښ مې وکړ، خو بې سېکه وم. په ژړغوني غږ مې وویل: «نو مالک ته دې ووایه، چې ما نه غوښتل راشین مې کړې، ولې دې راوټوکولم؟ اوس زما دغه کمزوري وجود ته وګوره او ستا دا لویو تمبو ته!»

خو ما خوله وتړله او بله یوه خبره مې هم ونه کړه. لویه تمبه له ځمکې پورته شوه او په زوره پر ځمکه ولګېدله، ځمکه زما د وجود په اندازه څو برابره وشلېدله. ما په هر ځل وېرې مرګ تجربه کړی و، اوس په هر ځل لیدلو يې بیا تجربه کوم.

زه په ډېرې خوارۍ هومبابا شکلي ته یو ځل بیا ورپورته شوم او غوښتل مې ورته ووایم، چې په دغې لويې تمبې مې دې ووهي او د تل لپاره مې دې پوپناه کړي. لاسونه مې پر ځمکه ولګول، په پښو مې زور راوست او په سختۍ او لړزېدلیو پښو ودرېدم. ما ګام مخکې ورواخیست، د بدن هډوکي مې سست شول، یو له بل په جلا کېدو شوم او ټوټه ټوټه پر ځمکه ړنګ شوم. د لاس هډوکي پر ځمکه ویړ پراته وو، د بدن غوښه مې خاورو د سترګو په رپ کې له خپل ځان سره همرنګې کړې وې. پښتۍ یوه یوه ښکارېدله او د چپې په یوې پښتۍ پسې مې زړه ودرېده. ما ته مې خپل همروح بنیادم رایاد شو؛ خو وروسته مې بېرته د خپلو افکارو لړۍ په بله کړه او ومې ویل، چې ما تر اوسه کله همروحی موندلی چې ترې دې وروسته يې تمه وکړم! 

لاسونه مې وخوځول، خو سېکه نه وه پکې. هغه رانژدې شو، تمبه يې په لاس کې وه، خو بېرته شا ته شو. دویم نوراني موجود راغی، د ګوتو سرونه يې زما پر وجود کش کړل او زه یو ځل بیا ورغېدم.

۲۰۲۰/ مارچ/۱۳ – کابل

هومبابا د ګلګمېش په حماسه کې د سدر ځنګله ساتونکی و. د هومبابا هېبتناکه څېره وه. 

(Visited 46 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.