The news is by your side.

له موسکا نه ترخندا (لنډه کیسه)

خان محمد سیند

0

تازه د کابل د دشت برچي په زیږنتون کې پر سر او سینه په ډزو لګېدلې او مړه شوې وه.

مړی یې خپلوخپلوانو د کور په سالون کې اچولی و.

ښځې ترې ګرچاپېره ناستې وې، چا ټټر څیراوه، چا ویښتان شکول او چا غبرګې څپېړې مخ ته نیولې وې.

د کورسالون او انګړ، د ښځواو نارینه و  ژړاګانو، کوکو او سورو په سراخیستی و.

خواښې یې په چیغو چیغو ویل:

ډاکټرانو ورته د زیږون ورځ ښودلې وه، سهار وختي مې په خوښۍ  روغتون ته بوتله او بسترمې کړه.

…  داسې نه ښکاریده لکه مړه چې وي، داسې ښکارېده ته به وايي، یو رنګین خوب وړې ده  او له چا سره په مینه مینه د خوښۍ او ارمانونو خبرې کوي.

په سپین پراخ تندي یې په وینو سور پېکی یوې خواته اړیدلی و.

په وښکي کې یې د نرۍ موسکا نښې لیدل کیدې.

خواښې یې په ژړا ژړا د ځوانې جانې نګور، سرې سپینې څیرې ته کاته او په ستاینو ستاینو کې یې د هغې پرونۍ  دا خبرې بیانولې چې په خندا خندا یې ویلې وې :

« مورجانې ! خدای دوه زامن راکړي ، خدای دې دا ځل یوه ښکلې لور راکړي، زامن مې دې خدای بې خوره نه کړي ، خویندې د وروڼو د زړه زور وي ….. »

هو! دې د زیږون نه له  خلاصون وروسته په یوه ډیره لنډه شېبه کې پرله پسې درې غږونه اوریدلي وو:

یو د ماشوم لومړۍ ژړا

بل د روغتون د نرسې غږ چې جینۍ ده جینۍ

او ورپسې یو تریخ او هیبتاک درز چې د دې نرۍ موسکا یې تر خندیدو پرې نه ښوده.

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.