The news is by your side.

لومړی حس – لنډه کیسه

لیکوال: محمدخالص ادیب

0

اوښکه یې پر اننګو وغړېده، پزه یې کش کړه، د ټکري پیڅکه یې پرې تېره کړه، په څنګ کې یې تصویر ته ګوتې وراوږدې کړې، شونډې یې خبرو ته راجوړې کړې:

  • همدا یو زوی مې درلود

خبرې یې پرې شوې، دوړې شوې، سترګو ته مې لاس ونیو، شېبه وروسته په عمر پخې مېرمنې د لکړڼې له سره ګوتې تاو کړې، پر چپ اړخ یې زور وکړ، پورته شوه، ورو ورو یې قدمونه واخیستل، نري باد د ځمکې له نازک وجوده مړې خاورې ټولولې. پاڼو د یو بل وجود لمس کاوه، د چینارونو په څوکو کې د ونو له شوره راټوکېدلې موسیقۍ ته مرغانو سندرې زمزمه کوې، شپې ورو ورو په طبیعی د ارام څادر کشاوه، ځای ځای  د څنګښو اوازونه اورېدل کېدل.

****
– ډاکټر صاب دا ځل داسې دوا راکړه چې حتماً مې اولاد پیدا شي

هغه وخندل، شېبه وروسته یې له سپین کاغذ د قلم نوکه پورته کړه، په موسکنه لهجه یې زیاته کړه:

  • ورکه اولاد څه کوې!؟

ښځې په شرمندوکې لهجه ځواب ورکړ:

  • اولاد ښه وي، تربور ته بې ورور او ورور ته بې زویه مه شې

د دروازې ټک ټک شو، خاوند یې دروازې ته وکتل، ډاکټر د خلاصېدو ورته وویل، شېبه وروسته دوې نورې ښځې کتنځي ته راننوتې، په انتظارخونه کې پر څوکۍ کېناستې، ډاکټر بیا سترګې په سپین کاغذ کې وګنډلې، قلم یې کښاوه، مرغۍ وچیغېده، په موښکه یې یوې او بلې خواته چینجی راځړېده، شاوخوا یې له نظره تېره کړه، وزر یې ورپول، په دېوال کې د سوري په ژۍ یې منګلې خښې کړې، بیا وچیغېده، شېبه وروسته یې وړوکي چیچې د سوري خولې ته راووتل، د دې په موښکه یې موښکې کېښودې، وروسته بېرته مرغۍ وزر ورپول، سوري ته دې مخامخ دېوال پر ژۍ کېناست، خپل کور یې له نظره تېر کړ، ډاډه شوه، وروسته ولاړه. ډاکټر مېرمنې ته دوا ورکړه، په عمر پوخ سړی له کتنځي ووت، بېرته یې د دروازې له دستګیر منګل تاو کړه، راننوت، ډاکټر د درملو د خوړلو لارښونه ورته وکړه، ولاړل.

****
یو دم موټر بریک ونیو، نرسانو مېرمن په کټ کې واچاوه، عاجل اتاق ته یې داخل کړه، خاوند یې په انتظارخونه کې په سلو چورتونو کې غرق پرق و، سرطبیبې یې خاوند ته وویل:

  • د مېرمن په نس کې اولاذ سر چپه شوی، عملیات کېږي، اوس ستاسو رضا ته راغلي یو، څنګه وکړو؟ عملیات ترسره کړو کنه!؟ تاسو مو خوښه راکړه

خاوند یې د څو شېبو انتظار ورته وویل، جیب ته یې لاس کړ، شېبه وروسته یې په موبایل کې خبرې پیل کړې، کله به په خبرو کې جدي شو، کله به یې خبرې ورو شوې، د لاسونو له حرکاتو څخه داسې مالومېده لکه ډېر چې ورخطا وي، موبایل یې بند کړ، د ږیرې وېښته یې تر غاښونو لاندې کړل، ورو یې سرطبیبې ته یې وویل:

  • عملیات یې کړئ

د روغتون دفتر ته یې بوتلو، ګوتې یې پرې کېښوده، سرطبیبه عاجل اتاق ته نننوته، خاوند یې بېرته انتظارخونې ته راوواتو، کښتنۍ شونډې یې په غاښونو چیچې.

****
د شپې یوولسم نیمي بجې وې، سرطبیبې د بس بي بي خاوند ته اشاره وکړه، د هغو سترګې رډې رډې راوختې، په څوکۍ کې ژر راپورته شو، ګړندي قدمونه یې د عاجل اتاق دروازې خواته ور واخیستل، هغه ورو په موسکنه لهجه ورته وویل:

  • عملیات خلاص شو، خدای زوی درکړ

د ده څېره وغوړېده، په شونډو یې خندا ونڅېده:

  • ښه څه شي ته ضرورت دی؟

هغو حرکت ترې وکړ، ده موبایل ته لاس کړ، په سکرین یې ګوته کش کړه، تلفون یې غوږ ته ونیو، لږ وروسته یې زیاته کړه:

  •    د بس بي بي عملیات وشو، خدای زوی راکړ

له څېرې  داسې مالومېده چې ډېر خوشحاله دی، په موبایل کې یې له مقابل کس سره په لاس خبرې کوې، له اوږده ځنډ وروسته یې موبایل جیب ته کړه.

په روغتون کې د اوومې ورځې ماښام پیلېده چې د بس بي بي خاوند د نرسې له لاسه یې سپینه پاڼه واخیسته، درملتون ته ودرېد، بټوې ته یې لاس کړ، له درملو ډکه خلته یې راواخیسته، د ډاکټرې له کتلو وروسته یې موټر ته یوړله، بس بي بي یې موټر ته ورپورته کړه، کور ته روان شول.

****
ولید پینځه کلن شو، تر نورو غاښونو یې د مخې دوه غاښونه ډېر غټ و، کله به یې چې بس بي بي خولې ته ګوته ور وړه، ده به غاښونه پرې ټینګ کړل، دې به په موسکنه امریه لهجه وویل:

  • مهههههه!!!

هغه به وخندل، څو وخت وروسته یې قدم وهل پیل کړل، د شپږم کال په لومړۍ میاشت یې د کتابونو بکس شاته ورواچاوه، ښوونځي ته یې روان کړ، ډېره ورته خوشحاله وه، کله به چې له ښوونځي راته، په کور کې به یې په درسونو کې زیاته مرسته ورسره کوه.

د مازدیګر لمر پر طبیعت ورو ورو منګلې کشاوې، نری باد لګېدو، د ونو پانو یوه بله لمس کاوه، مرغانو د لوړو چینانو په څوکو کې د باد په واسط د ونو له پاڼو راټوکېدلې موسیقۍ سره د خوښۍ زمزمې کوې، یو دم درب شو، د حشمت الله د غوږ پردې یې وتخنولې، دا د وسلې لومړی ډز و چې اواز یې حشمت الله حس کاوه.

****
حشمت د شپاړلس کلنۍ په فصل ورګډ و، تازه یې بره شونډه توره شوې وه، نري ویښته یې ترغوږونو اړول، له ښوونځي کور ته راغی، مور یې غږ ورباندې وکړ:

  • نور به په موټرسایکل نه ګرځې

حشمت په تنده ورته وویل:

  • زه پر دغه موټرسایکل یوازې ښوونځي ته ځم

هغې کلي ترې واخیسته، ده په تنده ورته وویل:

  • هېڅکله داسې کار ونه کړې

هغه حرکت وکړ، دا دې جومات نړېدلې خوا وینې، طیارې راغلې، بمبار یې وکړ، په دغه بمبار کې دی هم شهید شو، دغه تصویر دده د وروستیو کلونو دی، ته ورته وګوره، دا ځوان د مرګ دی؟ وروسته له هغې چې شهید شو، د زړه ستنې مې ورپسې کږې دي، ډېر ډېر مې یادېږې!!!

****
په عمر پخې مېرمنې ورو حرکت وکړ، عینکې یې په سترګو کړې، د مخامخ غونډۍ پر ډډه قبر ته یې دعا وکړه، پوښتنه مې ترې وکړه:

  • نور اولادونه نه لرې

په اننګو یې اوښکې وغړېدې، په غریو نیولي ستوني یې زیاته کړه:

  • نه!

ما هم سکوت اختیار کړ، دې هم خبرې نه کولې، څو شېبې همداسې دواړه غلي و، له مخې سره مو مرغۍ الوته، څو نورو مرغانو هم وزرونه رپول، تر څنګ مو موټرونه تېر شول، دوړې یې وکړې، سترګو ته مې چادر ونیو، دا وټوخېده، ورو پورته شوه، په کړوپه ملا یې لاسونه ونیول، د کور خواته روانه شوه.

(پای)

(Visited 79 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.