The news is by your side.

مکاره ښځه / م امین امین

0

د لرګیو په وچو ښاخونو پسې،په بیړه بیړه د یوې هسکې ونې سر ته پورته شوم، له ستړیا مې د یوۀ مظبوط ښاخ ډَډ ته تکیه وکړه.

تر ونې لاندې یوه ښځه هم په لرګیو پسې ګرځېدله.

یو دنګ سورمخی ځوان راغی، له ښځې سره یې پسپسک وکړل. غرڅني لاروي ځوان، د ځوړ مزل پريښود او ښځې د خسو ټولونه. دواړو یوه شېبه د غرۀ تر دراز خلوته استفاده وکړه، د یوۀ بل پۀ وړاندې یې ناوړه حرکات پېل کړل او یوې داسې مرحلې ته ورسېدل؛ چې له فاعل او مفعولې ایمانونه پورته شول. زۀ هم یې پۀ کتلو وشرمېدم. پنځه دقیقې وروسته ځوان په خپله مخه ولاړ او مکاره ښځه په لرګو پسې شوه.

د ونې لۀ سره مې درې- وچ ،غوښن ښاخونه، له تبره تېر، راوغورځول، او د ټوک ټوک کولو له پاره یې بېرته راښکته شوم.
مکارې ښځې ته مې وویل:

څه دې وکړل، بې شرمې؟!

ـ توبه توبه، ما خو هیڅ هم نه دي کړي.

ـ ما خو له پاسه ستا ټولې کړنې ولېدې، ولې؟

ـ وای مخلوقه! پر ما تهمت پورې کوي، لۀ ما خس اخلي!

شرمېدلو چېغو یې نور لرګي ماتوونکي هم راخبر کړل، د غرۀ ناظرینو دوربینونه راواچول. شاوخوا نارې سورې شوې، دا کوم ظالم یې چې له تور سرو لرګي اخلي، نه شرمیږې!

زه په سپیناوي پیښمانه شوم، ورغبرګه مې کړه، ګپ لګوم خورې، هن له مانه دا څو سټکي زیات دي، دروایې خله، ښځه چپ شوه او ما د تهمت له ویرې نیم وری لرګي کورته بار یوړل.

(Visited 29 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.