The news is by your side.

نه بښوونکی جنایت

لیکونکی : محمد نسیم زهیر

0

خیال په هوا کړم ، والوتم ، تللم تللم ، اخیره کی له سترګو پنا شومه ، د غرونو مینځ کی ، یو خاورینه غونډی وه ،پدی غونډی کیناستم ، هری خوا ته می وکتل یوازی او یوازی توردودوهلی   غرونه وه ، لاندی می چی وکتل د غونډی رنګ سور وه ،حیران شوم ، د غونډی څخه می پوښتنه وکړه ،چی ولی ستا رنګ تک سور دی او دغرونو رنک دودوهلی تور دی ، په نورو هیواد وکی خو غونډی ګانی ښکلی شینی وی غرونه ښايسته تور وی ولی  دود نه وی وهلی ، غونډی بیچاره ګی سوړ اف وکړ ، وویل صبر وکړه ، چی غر ته هم ورغږ کړم ، ځکه زموږد دواړو دستان یو دی ، دواړه د دغی خاوری بچیان یو ، غر ته یی ورغږ کړ ،غر وویل ووایه اورمه یی  ، غونډی غرته زما سوال تکرار کړ ، او وویل ځواب ورکړه ، غر غونډی ته وویل نه تا مور ته یعنی دی خاوری ته نژدی تا ځواب ورکړه ، غونډی اوږد هوسیلی وکړ ، په ژړغونکی اواز یی کیسه داسی شروع کړه ، یو وخت موږ هم داسی نه وه نه زما رنګ سور وه او نه غر دود وهلی تور وه ، زما مخ تک شین وه ، زما مخکی به هر پسرلی کی ښکلی او ښایسته ګلان را شنه کیدل ، دغه ټوله فضا به د ګلانو خوشبوی نیوله ، ښایسته شنو وښو او رنګه رنګو بټو به زما مخ ته یو خدای ښکلا ورکوله ، غر هم ښکلی تور وه ، ولی مختلفو ونو به غر ته داسی ښکلا ورکوله چی کله به سیلانیان دحالت راغللل ، نو پدی سیمه به مینان شول بیا ورته بیرته تګ اسانه نه ښکاریده ، د دی سیمی په ښکلا به مینان شول ، دحالته زموږ خپل خلک اوسیدل ، خپلی خبری به کولی ، خپل رواجونه یی لرل ، د میلمانو به یی  قدر او عزت کاوه ، دغو خلکو خپل فکرونه لرل ، زما عمر زرګونه کالو ته رسیږی.

دغو خأکو پدغو زرګونو کالو کی په ناحقه د چا وینه نه ده تویه کړی ، دغو خلکو په خپل مینځو کی جنګونه او شخړی نه کولی ، یو بل ته کافر نه دی ویلی ، د یو بل کور یی نه ورانو ، فساد او رشوت پکی نه وه ، پردی پاله نه وه ، خپل ورور به یی نه واژه ، خو ویوه ورځ ، دسیمی ته نابلده او نااشنا خلک راغلل ، د دی خاوری هر بچی ته به یی غوږ کی په پټه څه ویل اولمسول به یی، د دغی خاوری هر بچی د دغو اغیارو په خبرو غولیدل ، د دغی سیمی خلکو سره عجیب او غریب فکرونه پیدا شول ، ډيری نا ویلی خبری به مو د دوی څخه اوریدلی ، داسی یوه ورځ راغلله ، چی یو بل ورته دښمنان ښکاریدل ، هغه ورورنه چی زرګونه کالونه یی یو ځای ژوند کړی وه ، یو مسجد کی به سبق ویلو، يو ملا پسی به لموڼځ کاوه، اوس یو بل ته د کافر خطاب کوی ، دغو خلکو خپله ژبه خپل رواجونه حیرکړل ، پردی عقیدی دلته راوړی ، د یو بل وینی تویی کړی، یو بل به په توپونو ټانکونو راکټونو او مرمی ويشتل یو بل ته بمبو کیښودل د پاسه طیارو بمباری کولو، د میلونونو انسانانو وینی تویی شوی، په میلونونه انسانان معیوب شول، ماشومان یتیمان شول، ښځي کونډی شوی، پلارنو بی اولاد شول ، ددغه سیمی څخه ټول خلک وتښتیدل کوچ وکړ ، زما د شنی سینی په هر انچ باندی ددی خاوری د بی ګنابچیو زرکونه لیتره وینه څاڅیدلی، د غرونو په هره تیږه زرګونه بمبونه او مرمی لګیدلی، هر تیږه د باروتو بوی لری ، نو اوس تا ووایه چی ولی به زما رنګ سور نه وی او د غر رنګ به دود نه وی وهلی؟ ما ځواب نه لره ، دډیری ورخطای نه می ټکان وخوړ چی ومی کتل په خپل ځا ی کی ناست یم ، نه د خیال وزری شته او نه هغه غر او نه غونډی ، ولی ټولی خبری رښتیا وی، اوس هم دغه سلسله نه ده ختمه شوی ، اوس هم له خلک پردی پاله دی ، اوس هم خلک خپل ورورکافر کڼی ، اوس هم خلک خپل هیوا د ورانوی ، اوس هم د بی ګنا انسانانو وینی تویی وی . اوس هم ،ورور وژنه روانه ده ، اوس هم خلک نه دی راويښ شوی ،اوس هم خلک نه دی هو ښیار شوی ، اوس هم خلک د بدو او ښو ترمینځ فرق نه شی کولی ، اوس هم فساد دی ، او اوس هم همغه ظلم دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.