The news is by your side.

نوم -لنډه کیسه

لیکوال: ګل رحمن رحماني

0

د خپل نوم له اورېدو سره په منډه له څوکۍ پاڅېد، کوچنۍ غرفې ته مخامخ ودرېده، د وېش مامور بوخت و، د خپلې تذکرې د تر لاسه کولو پاڼه یې د مسوول مامور مخکې کېښوده، نوم یې بیا تکرار شو:

 – عبدالستار ولد عبدالشکور

– زه یم، حاضر صیب…

مامور د عینکو له پاسه ورته په ځير وکتل

– راکړه د معلوماتو د پاڼې کاپي دې

– همدا مخکې دې اېښې صیب.

    مامور د پاڼې په څنډه کې د انفرادي تذکرې د معلومات د ثبټ پاڼې سریال نمبر ته وکتل او بیا مخکې اېښې کارت ته ورته تذکرې ته ځير شو، عبدالستار ته یې وکتل

 -ښی لاس دې راکړه او بټه ګوته دې له پاکولو وروسته پر دغه ښېښه کېږده.

 د تورې درېشي له جیبه یې نرم کاغذي دستمال را ویوست، بټه او د شهادت ګوتې یې ورباندې ښې پاکې کړي، د بایومټریک پر ماشین یې ګوته کېښوده، په کمپیوټر کې د ټیو ټیو غږ اوچت شو، د تایید مانا یې ورکوله، د مامور پر شونډو موسکا وغوړېده او شاته یې تکیه وکړه.

 مبارک شه! دلته امضاء وکړه او تذکره دې واخله .

  عبدالستار موسکی شو، لاسلیک یې وکړ او بیا یې د بانک کارت ته ورته تذکره د مامور له مخې را واخیسته، خپل ملګري او موټر چلوونکي پسې یې وکتل، نه و، سیده د مخامخ کړکۍ رڼا ته ورغی، لومړی یې عینکې د نېکټايي په څنډه پاکې کړې او بیا یې خپله نوې تذکره سترګو ته ونیوه، همدا وخت یې چا پر اوږه لاس کېښود

-مبارک شه د کاکا زویه، خو اخر دې د کاکاناوې نوم ټولو ته رسوا کړ، اوس به په ګور کې ډېره نا ارامه وي.

 له څه غبرګون ښودلو پرته یې تذکره تر پایه ولوسته، بیا په خندا شو او په ټیټ غږ یې وویل:

-قدوس جانه! زه تاته دومره ساده ښکارم، موږ هم په هګۍ کې چوڼېدلي یوو، ته وا هغوی وویل موږ ومنله، واخله خپله یې وګوره.

 د تره زوی یې تذکره ترې واخیسته، د پلار نوم یې ولوست او لاندې یې په نا اشنا نوم سترګې ولګېدې.

د مور نوم: بي بي نېکبخته

  په تندي کې یې کرښې زیاتې شوې او عبدالستار ته یې په تعجب وکتل

  • هم، دا نېکبخته بي بي یې لا څوک ده د تره زو، حیران دې کړم؟

په خندا کې د عبدالستار وړې سترګې  په وروځو کې سره ورکې شوې، په لویه ګېډه یې لاس را تېر کړ او خوله یې د هغه غوږ ته ورنږدې کړه.

-ساده ګله! درته وایم چې خپله ډرېوري کوه، ته په دې تاکتیکونو څه پوهېږې

-تاکتیک؟

-هو، نو ستا زړه و چې دلته به مې د بي بي خدیجې مور نوم لیکم چې ځان او کورنۍ دواړه د خلکو په منځ کې وشرموم، دا خو پخوانۍ کاغذي تذکره نه ده، ډېټابېز لري، په هر دفتر کې به دې یوه کاپي وي، پخوا خو یوازې یو درې کتابچې وې، څه خبره نه وه.

 د قدوس حیراني زیاته شوه او عبدالستار ته یې په اوږه زور ورکړ

-رښتیا چې د شیطان مغز لرې، ومې منلې

-د شیطان نه، د انجنیر ظالمه، نور نو ځو له خیره.

   د قدوس لاس یې ټینګ کړ، په تګ کې یې د تذکرو د وېش  مامورینو  خواته وکتل او په فاتحانه انداز یې له ځان سره وویل

-دوی به خوشحاله وي چې دې ساده ګل هم لکه چې د خپلې مور اصلي نوم ثبت کړ.

دواړو وخندل او د تذکرو د وېش له څانګې روان شول

۱۳۹۹، د وږې ۳۰ مه

(Visited 52 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.