The news is by your side.

نیمګړې مینه

لیکونکی: محمدنور شاهین

0

 

وریځو خپله سینه خلاصه کړې وه او نرۍ ملغلرې یې د ځمکې په زړه راپریښودې موټر په تیزۍ سره روان ول داچې خلک له داسې موسم سره ډیره مینه لري ما هم خوند ترې اخیست او روان وم.

نن مې سپینې جامې له تورې کورتۍ سره اغوستې وې په داسې حال کې چې بار بار مې دهمغې ښاپیرۍ سترګې مخ مخ ته کیدې له ځان سره مې ورته د اړیکو جوړولو پلان طرح کاوه.

څو پوښتنو مې د ذهن په سمندر کې څپې وهلې ددغو پوښتنو ځواب مهم وه چې ځینو کسانو راته وویل خو مشکل دا وه چې عمل زما لپاره پرې سخته وه  هغه دا وې چې:

څنګه ورسره لومړی خبرې پیل کړم، څه ورته ووایم، کومه موضوع ورته یاده کړم، که هغه راته ووایې چی بغیر له سلام نه دی نور څه ندي زده نو زه به څه ووایم.

همدا فکرونه مې کول چې د پوهنتون دروازې ته را ورسیدم ساتونکې د کارت ښکاره کولو غوښتنه وکړه، له کارت ښکاره کولو وروسته ننوتم په پوهنتون کی هر څوک په خپلو خیالونو کې ډوب ول ، چا له خپل ملګري سره خبرې کولې، څوک تنها روان ول او ځینې داسې کسان ول چې د خپل راتلونکي ژوند ملګري ته یې انتظار کاوه.

دا چې زه په خپله موضوع کی ډوب وم له شا نه مې په اوګه چا لاس کیښود او زه یې د یادونو له سمندر څخه را وویستم، ګورم چی ټولګیوال مې وه روغبړ مې ورسره وکړ په تندې کې یې ګونځې نه ښکاریدې په ارامه یې وویل: نن زما ورسره ملاقات دی

ما وویل: ښه غلنیه ځکه خوښ ښکارې.

ټولګي ته ننوتو ښه وه ډک ښکاریده هر چا خپل نږدې  ملګري ته خوله ښوروله خو زما هغه ملګری چې دزړه حال مې ورسره  شریک وه لانه وه راغلی.

شورماشور زیات وه زړه مې تنګ شو نو راووتم، په زینو کی له ښکته کیدو سره سم ګورم چې شبنم را روانه ده له لرې مو یو بل ولیدل سترګې یې را څخه نه اړولې وشرمیدم، مسکی شوم، سترګې مې ټیټې کړې په څنګ کې می  تیره شوه.

سترګې، آه سترګې یی ډیرې غټې وې او دا بڼو یې ورته د غلامانو په شان ساتنه کوله.

دا لمړی ځل نه وه چې داسې سره مخامخ شولو بلکه ستونزه دا وه چې هغې پر ما غږ نه کاوه ما پر هغې دا جرات نه شولو کولای.

له دیپارتمنت څخه راووتم ګورم چې زما نږدې ملګری وحید له یو بل کس سره ولاړ وه، ورغلم روغبړ مې ور سره وکړ، ګوښه مې کړ، ورته ومی ویل: چی د شبنم نظر بیا له ما سره ټکر شو.

وحید راته په تریو نیولي تندي وکتل، یو خو تا رشخند کړه خبره خلاصه کړه او زر خبرې ورسره وکړه.

په بدن کې مې وینې یو ځل بیا تیزه منډه وکړه ما ورته وویل: نن مې ځان ښه جوړ کړی ورسره خبرې ونه کړم.

وحید وویل: سمه ده وروسته به ورسره خبری وکړو.

ما وویل: سمه ده

ټولګې ته ننوتو، یو ساعت تیرشو، بل تیر شو چی ګورم څلورم ساعت هم تیر شو په داسې حالت کې رخصت شولو چی هغوی یو ساعت مخکی له مونږ څخه رخصت شوي ول سر مې ټیټ کړ شونډې مې ښکته او پورته کړې، لاندینی شونډه مې د غاښ لاندې کړه ډیر زیات درد مې احساس کړ او بیا خپه له ملګرو سره د کور په لور روان شوم.

هره ورځ ناکامه تر کله به داسې په چپه خوله سره ګورو ورځې تېریدې زما هم هره ورځ مینه ورسره زیاتیدله شپه او ورځ به مې د هغې سترګې را یادیدې نه پوهیدم چی څه وکړم پدې خبر وم چی ډیره مغروره ده خو دا مغروره ما ډیره راماته کړې وه او په دې خوښ وم.

نن له یو ډیر غټ پلان سره روان شوم او له الله ج څخه مې کومک غوښته په پوهنتون کې له وحید سره یو ځای شوم په چمن کی ورسره ودریدم او خپل پلان می ورسره شریک کړ.

وحید د خبرو لپاره خوله جوړوله، چې ما شبنم ولیده، وحید ته مې وویل ما پسې راځه.

ما چې وحید ته وکتل وحید د فکرونو په ټال کې زنګیده او ویې ویل: خو ته تنها ورشه ما څه کوې.

ما قدمونه ور اوچت کړل، خو هغه ډیره لرې وه، له ځان سره وبونګیدم، خو چې ګورم ځای پر ځای ودریده، د ښي لاس ګوته یې سر ته پورته کړه، څو ځله یې سر پرې وټکاوه، ښی پښه یې په ځمکه په ځوره ووهله، بیرته راتاو شوه، زما قدمونه سست شول، زړه مې په درزا شو، د بدن هرې برخې مې ځان ښوراوه، د ځان آرامولو کوښښ مې کاوه خو وخت تیر وه ځکه هغه اوس رانیږدې شوې وه.

سترګې یې را کې خښې کړې، لاړې مې تر ستونې ښکته شوې، په هماغو خمارو، غټو سترګو یې را کتل، ما هم ورته حیران، حیران کتل، خبرې مې له یاده ووتې، په اخر کې یې د سترګو له کونجونو را وکتل، تیره شوه او ما ورپسې تر ډیره وکتل.

وحید رانږدې شو، تندی یې ګونځې وه راته ویې ویل: همدومره دې زور وه.

ما ته خپله نه وه معلومه چې دا څه وشول او یو ځل بیا له یوې لویې ناکامی سره د کور په لور روان شوم.

په لاره او کور کې مې ډیر فکر وکړ خو نتیجه یې نه ورکوله.

په سبا مې هغه په پوهنتون ونه لیده، دغه کار تکراري شو او هغه مې څو ورځې ونه لیده، له ما سره وحید هم اندیښمن وه او یوه د حل لار مو ورته کتله.

په څلورمه ورځ له وحید سره د ونو لاندې په شین چمن خپه ولاړ وم، ونې ته مې وکتل، پاڼې يې نه ښوریدې، شاید زما سره به اندیښمنه وه، نن هره خوا چپه وه او دې چوپتیا بل څه ویل.

په سوچونو کې ډوب وم چې وحید راباندې غږ وکړ:هغه ده راغله

ما زر هرې خوا ته وکتل، ومې لیده، د خپل پوهنځي خواته په تیزی روانه وه، خو چې زه یې ولیدم خپل مسیر یې بدل او زما په طرف را روانه شوه، وحید مې څنګ ته شو، دا چې زه هم ورپسې اندیښمن شوی وم یو څه ور مخکې شوم.

د لومړي ځل لپاره مې د هغې د خولې خبرې د سلام په ویلو واوریدې.

ما هم ورته د سلام ځواب ورکړ.

اوبیا یی پیل وکړ دا واخله خو چې حتمن راشې ما چې خوله د خبرو لپاره خلاصوله هغه زمونږ څخه جدا شوه، په لاس کی می د واده کارت ته وکتل؛ وحید وویل: زر یی خلاص کړه، ما هم پرانیزه سترګی می ددې په نامه ولګیدې ټکان مې وخوړ لاندې یې لیکلي وو له تاسو ښاغلي بې نومه څخه هیله کیږي، چې … .

(Visited 36 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.