The news is by your side.

وروسته پوى شوم، چې د تهليسيميا ناروغ و

فرید هدایت

0
د روغتون په انتظارګاه کې څو کوچنيان د خپل مور او پلار سره کوم چاته منتظر وو. ما خپل پلاستيک ته لاس کړ، يوه کوچني ته مې د چاکلیټونو پاکټ ورکړ، هغه په ډېرې خوشالۍ سره واخيست. بل ته مې د کيسو يو کتاب ورکړ، هغه هم په ډېرې خوښۍ سره واخيست.
بل يو ته مې د لوبو یو شی وړاندې کړ، د انکار سر يې وښوراوه.
د کيسو کتاب مې ورته وړاندې کړ، د دويم ځل لپاره يې بيا د انکار سر وښوراوه. بالاخره، ومې غوښتل چې د ټافيانو مکمل پاکټ ورکړم، ښايي دا خو قبول کړي.
مګر، بيا يې هم د انکار سر وښوراوه.
اخر مې ورته کړل :
ګرانه! څه غواړې چې در يې کړم؟ غږ يې نه راخاته، ور نږدې شوم او لږ مې وړقاوه.
ګورم، چې په ډېرې سختۍ يې وويل چې د ” وينې بوتل”
وروسته پوى شوم، چې د تهليسيميا ناروغ و.
زه مې په خپلو ټولو هيلو وشرمېدم، د افسوس سوړ اسوېلى مې وکېښ او نهيلى را روان شوم.
(Visited 110 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.