The news is by your side.

پرون چي له دفتر څخه بهر شوم څه وشول

وجيد الله عرفان

0
“تيره ورځ مازديګر مهال له دفتر څخه ستړي ستومانه بهر شوم، له ځانه سره مي وويل نن کور ته نه ځم، هسي هم نن په تنګ يم، زړه دي نيولي شانته ده، په لار روان وم له ځان سره مي سوچ کاوه چي داسي يو ځاي ولاړ شم چي هلته مي پام بدل شي، خو ځاي نه پيدا کيدو، له ځنډ وروسته مي سوچ وکړ، راځه د ملګرو خواته لاړ شم، چي يو څو قدم وړاندي لاړم بيا مي له ځان سره فکر وکړ ومي وويل نه.! ونشوه نه ځم، ځکه نن د مجلس په موډ کي نه يم، هسي نه څوک رانه خپه شي..!
دا ځل مي له ځان سره سوچ وکړ، نن بايد داسي يو ځاي ته لاړ شم چي هلته څوک نه وي، آرامه فضا وي، له ځان سره خبري وکړم، له طبيعت او پاکي هوا څخه خوند واخلم، تر څو فکر مي آرامه شي، ذهني فشار مي کم شي، نو ايله به خوند وکړي.
له ښار څخه ليري د يوه لوړ غره لمن مي انتخاب کړه، هلته مي حرکت پيل کړ، چي ورسيدم ومي کتل هوا ډيره په زړه پوري وه، د غره لمن کي د مُرغانو آوازونه راتلل، د اوبو شور مي تر غوږو رارسيده، د لمر وړانګي په ورکيدو شوي، د ماښام تياره د غرو په څنډو خوره شوه، ورو ورو د غره سر ته هسکيدم، هوا هم په سړيدو ده، خپلو قدمو ته ګورم خو سوچ مي هماسي ډوب ده.
د يوه لوړ کمر څخه د اوبو چينه بهيږي ورنږدي شوم اودس مي وکړ، له اوږي مي خپل کتاني څادر راکوز کړ مخ مي پري وچ کړ او لمونځ مي ادا کړ، اوس نو خپل هدف (د غره سر) ته روان يم، په لار کښي لرګي هم له ځانه سره د اور بلولو لپاره ټولوم، تر څو چي د غره سر ته لوړيدم، لرګي ټول شول، او ښه تياره شوه، مرغان خپلو کورونو ته لاړل، له لري د شغالانو آوازونه راځي، او زه په خپل اور بلولو لګيا يم، خو سوچ مي هماسي ډوب دي.!
يو څه وخت تير شو، غالباً د شپي لس بجي به وي، يا څه باندي، په سوچونو کي ډوب وم، د اور لمبي په ختميدو وي، د اور انګار مي سره را ټولولو، چي يو ناڅاپه ويرونکي آواز وشو، څوک ييي، څوک يي هه!!!
ما په ډيره ورخطا ئي ځواب ورکړ، ز زززززه زه يم.!
چي ومي کتل يو کس چي باډي ئي ډيره غټه، د مخ رنګ ئي ډير سپين، لوړ قد، آواز ئي ډير ويرونکي، اوږده ويښته ئي په مخ را پراته، جامي ئي سپيني، او يو لوي شمشير “توره” ئي په لاس ده، مخ ته مي کښيناست، زه دا مهال ډير ويريدلي وم، سوچ موچ مي ولاړ، فقط ده ته راڼه راڼه ګورم.
راته ئي وويل مه ډاريږه، زه فقط له تا يو څو پوښتني لرم، ما ويل مهرباني وکړي زه تيار يم!، وي پوښتل دلته څه کول غواړي او ولي راغلي، ما وويل زه دلته يواځي ددي لپاره راغلم چي پام مي غلط شي، فکر مي ډير خرابه وو، ما ويل راځه داسي ځاي لاړ شه چي هلته څوک نوي، نو ځکه دي غره ته راغلم.
بيا ئي وپوښتل، مسلمان ئي!، ما ويل الحمدلله، مسلمان يم، کورني مي مسلمانه ده، کوم ځاي کي چي ژوند کوو هغه ټول مسلمان دي، موږ ځانونه د اسلام اصلي مدافعين بولو، ولي نه.!
بيا ئي وپوښتل، چي مسلمان ئي ولي دي فکر خرابه ده، ما په ځواب کي ورته وويل، چيرته چي ژوند کوو هلته امنيت نشته، عدالت تر پښو لاندي شوي، د رزق پيدا کول هم آسانه کار ندي، وظيفه کول هم ډير له ستونزو ډک وي، له همسايه ګانو سره ژوند کول هم سخت دي، ملګري هم نه دي پاتي، اعتماد کول هم لوي زړه غواړي، يو خوا بل خوا ټول يتيمان او کونډي دي، فسق او فحشا ډير شوي، جنګ دي او سل داسي نور مشکلات، څه وکړو، آيا د چا فکر به نه خرابيږي! هه، څه وکړوو!
هغه په ځواب کي راته وويل، دا ستاسي خپل عملونه دي، چي په دي حالت ياست، الله ج خو تاسې داسي خوار او ذليل نه ئي پيداکړي، د نړي تر ټولو غوره قانون يي در کړي، ستاسو لپاره يي ځمکه، اوبه، پاکه هوا، معدنونه او هر څه درکړي، د رزق وعده ئي در سره کړي، خير او شر د هغه په لاس کي دي، عزت او زلت د هغه په لاس کي دي، مرګ او ژوند د هغه په لاس کي دي، بيا نو ولي او څه ته فکر کوي؟
زه حيران شوم، ما ويل دا سړي ريښتيا وائي، لګ سوچ ته لاړم، زما په فکر کي يوه پوښتنه را پيدا شوه، ما ويل صايبه زمونږ.!!، ويي ويل وايه وايه چي څه په زړه کي لري هغه را ته ووايه، پوښتنه به دي نه پريږدي، زه ستا د فکر جوړولو لپاره دلته راغلم!
ما ورته وويل، مونږ له مشرانو خرابه يو، هغوي په دي حالت کي لوي لاس لري، معامله ګر دي، هغه په غوصه شو، مشراااان، ما ويل هو، هغه په تنده لهجه ځواب راکړ، آيا تاسو سم ياست، په څه چي لاس مو بر وي صرفه مو کړي، غلا، فساد، دروغ، غيبت، د يو بل پښي وهل، د بل حق خوړل، غوړه مالي، زنا، شراب..آيا دا له تاسي پاتي دي.!
ما ويل هو، همداسي ده، چي توان مو وي په هيڅ صرفه نه کوو، هغه په ځواب کي راته وويل خو همدا علت ده، چي په تاسو داسي مشران حکمراني کوي، خپل ځانونه مو سم کړي، هر څه به جوړ شي.
بيا مي تري وپوښتل، څنګه ځان سم کړو، هغه په ځواب کي راته وويل ولي قانون نه لري، قرآن کريم درته ښيم، ما ويل شُکر لرو ئي، هغه راته وويل فقط په همغه قانون عمل وکړي، تا سي هر يو د خپل ځان لپاره لارښود او مشر جوړيږي، ژوند به مو هوسا شي، له فکرونو څخه به خلاص شي، هم به دا دنيا درته ګل او ګلزار شي هم هغه.!
زه بيا په سوچ کي لاړم، تر څو بله پوښتنه ترينه وکړم، هغه مُسکي شو، ويي ويل، ځوانه نور څه نشته فقط عمل وکړي، را نږدي شو، په ښي لاس ئي په اوږه زور کړم، او جګ شو.
د روانيدو په حالت کي ئي توره له پوښ څخه په ډېر شدت ويئسته، د توري شرنګ ئي له خواږه خوب را پاڅولم، چي ومي کتل په خپل اوطاق کي يم، و جود مي خوله شوي وو، د سر هر يو ويښته مي ولاړ وو، د وجود هر اندام مي لړزيده، له ځان سره مي وويل، په ريښتيا چي حقيقت يواځي په خوب وينو اوبس.”
په درنښت
وجيد الله عرفان
د افغان سباوون مينوال
(Visited 81 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.