The news is by your side.

پوخ نوم _لنډه کیسه

حنیف حیران

0 198

يخني وه، سهار مهال وختي له کوره راووتم. شمايلې لاسونه په تخرګونو منډلي وو. رامنډه يې کړه، ويل يې:
ـــ نن به مکتب ته نه ځې، درسره معلوموم يې چې څوک يې ګټي.
ومې ويل:
ـــــ ته خو بختوره يې مکتب نه وايې، ما مې په مور وژنې.
ــــ کاش ما هم ويلای، شوق مې ډېر دی؛ خو نه کيږي.
ـــــ کيږي خو پلار دې ملا دی، رښتيا نه کوي.
ــــ ښه پرېږده، داسې وکه کتابونه دې راواخله، ورته ووايه چې مکتب ته ځم، د هغه پورې ويالې د ونو تر شاه به چندروګانې وکړو، هلته مو څوک نه ويني. غرمه به کورونو ته لاړ شو.
کتابونه مې راواخيستل، شمايله راته ولاړه وه، هماغه ځای ته لاړو. بکسه مې په ونه کې راځوړند کړه. تر غرمې مو چندروګانې وکړې. شمايله په دې يخ کې په خولو لمده خيشته شوه؛ خو چندرۍ يې رانه ونه ګټلې. دواړه بېرته کور ته راغلو
نور به نو هره ورځ له نورو ماشومانو لرې ما او شمايلې چندرۍ کولې. ما به ټوکې ورسره کولې چې دا د نجونو لوبه ده؛ خو زه هسې پکې تکړه يم. ده به ځورېده. يوه ورځ يې په پلاستيک کې ميده سکاره او دوه درې د جامو ګنډلو نرۍ ستنې ميداني ته راوړې وې. راته يې غږ کړ:
ــــ ګلابه! دلته راشه، قلم درسره شته؟
د څنګ جېب ته مې لاس کړ، د مات قلم نلکۍ چې رنګ هم ترې بهېدلی و، راواېست.
ومې ويل:
ــــ هو ولې نه، مکتبي يم، چټي خبره خو نه ده
ـــــ ښه زما نوم دې زده ده؟
ــــ هو ولې نه، شمايله.
ــــ هاهاهاها نه دغسې نه، په ليکلو باندې.
ـــــ خود په شپږم صنف کې يم.
ـــــ ښه زما په څنګل زما نوم وليکه، بيا يې زه داغي کوم او پخوم يې.
نوم مې ورته وليکه، يو دم مې وويل:
ــــ وه لېونۍ! نجونې خو خالونه وهي، ولې خال نه وهې.
ـــــ خال مې نه خوښيږي، بيا به خلک راته وايي چې شين خالۍ.
دواړو په کټ کټ وخندل. شمايلې د ونې له څانګې دوه درې ژېړې پاڼې چې نورې خزان غورځېدو ته جوړې کړې وې راپرې کړې. ميده سکاره او پاڼې يې ښه سره وټکول بيا يې په ليکلي نوم لږ لږ کېښودل او په غبرګو ستنو يې هغه ځای واهه. شېبه وروسته يې له سپينې څنګلې سرې وينې راوخوټېدې او ګوتې يې په رپېدو شوې. زما زړه رابد شو، ترې پورته شوم. شمايله په زړه کلکه وه، راته يې وويل:
ـــــ راشه که نور نه وي دا وينه خو راوچوه.
ـــــ زه يې د ليدو تاب نه لرم او ته……
شېبه وروسته په خولو کې جبه جوبه وه، ګڼ خيرن وېښتو يې غوږونه او اوږې پوښلې وې. نوم يې وداغه، يوه خيرنه او د ګردونو ډکه د رخت ټوټه يې پرې وتړله. ويې ويل:
ــــ مرسته دې راسره ونه کړه، دا به دې يوه دايمي نښه راسره وه. ما ويل زه به ستا په څنګله نوم وليکم او ته زما؛ خو ته ډېر نازک يې.
څه مې ونه ويل او دواړه کور ته راغلو.
************************************
وختونه وتل، د مهاجرت خوږې او ترخې شپې تېرېدې، خلکو به عموما ‎‎ٍٍپه کمپونو کې خوشاله وخت تېراوه. زمونږ او د شمايلې دوی کورونو سره څنګ په څنګ وو. شمايله نوره غټکۍ شوه، مور به يې له کوره د باندې نه راپرېښوده، زما هم بريتونه راوټوکيدل. يو وخت له لېسې هم فارغ شوم. په دې وختونو کې مو کور کابل ته راغی. شمايله دوی همالته پاتې شول. خو په هر څه کې به شمايله رايادېده. کله کله به چې کور کې زما د واده کيسه ياده شوه، ټولو به په يوه خوله وويل:
ــــ شمايله هلته درنه پاتې شوه، کوچني والي کې ښه ملګري وۍ، کاش هغه مو درته کړې وای.
زه به په ځان کې ووهل شوم، وبه شرمېدم. ويل به مې:
ــــ چې پوهنتون مې نه وي خلاص، واده نه کوم.
وخت راغی، ازموينه مې ورکړه، طب ته بريالی شوم. کرار کرار له طبه هم فارغ شوم. کلونه ووتل، خبر شوم چې شمايله يې يو بېسواده سړي ته واده کړې ده او يو دوه اولاده هم لري. د ماشومتوب ټولې خاطرې يې سترګو ته راته ودرېدې.
يو روغتون کې مې دنده واخيسته، خوشاله شوم چې د خپل زحمت مېوه خورم او د خلکو خدمت هم کوم. مور مې راته ويل چې زويه اوس خو دې دنده هم واخيسته، عمر دې هم زيات دی، ښه ځای درته وګوره او زما په ژوند کوژده وکړه، زما په ژوند کې تر ټولو دا يو لوی ارمان دی او بس.
يوه شپه روغتون کې د شپې نوکريوال وم، يو دوه ډاکټران ملګري مې هم راسره وو. يو ځوان يې عاجل واټ ته راووړ. ترافيکې پېښه کې ټپي شوی و. يو اته کلن کلک، يو بل وچکی ځوان، يوه مېرمن او موټر چلوونکی ورسره وو. ځوان ته د وينې اړتيا وه. مېرمنې مخ پټ و،چادري په سر وه، وارخطا ښکارېده، په زړورتيا يې وويل:
ـــ ډاکتر صاحب! که وينې ته ضرورت وي، زه وينه ورکوم.
ومې ويل:
ـــ سمه ده که مو د وينې ګروپ ورسره برابر و، ستاسې وينه به ورکړو او که نه ، د وينې په بانک کې به يې درته بدله کړو. بله دا چې تاسو راځئ زه مو فشار وګورم او يو څو د وينې معاينات هم بايد د وينې له ورکولو وړاندې وکړئ چې کومه ناروغي ونه لرئ.
ورو يې وويل:
ـــــ سمه ده ډاکتر صاحب.
د فشار آله مې راواخيسته، مېرمنې په تور او ځيږ لاس لستوڼی پورته کړ. وار له واره مې پر پاخه ليکل شوي نوم ( شمايله) سترګې ولګيدې. چغه مې له خولې ووته:
ــــ ته شمايله يې؟
ـــــ وو ډاکتر صاحب، ته څوک يې؟
ــــ زه دې د کوچنيتوب همځولی او ملګری ګلاب.
چادري يې له مخ لرې کړه، دواړه يوه شېبه هيښ پاتې وو او په يو بل کې مو له اوښکو ډکې سترګې ښخې وې.
ناڅاپه دروازه خلاصه شوه، وچکی ځوان وارخطا راننوت، څېره يې له قهره ډکه شوه، په لوړ غږ يې شمايلې ته مخ ورواړاوه:
ــــ خدای دې وشرموه، له پردي ډاکتر سره بې غمه او لوڅ مخ ناسته يې، ژر راځه، مېړه دې په حق ورسېد.
شمايلې چغه وکړه او په منډه له کوټې ووته.
پای.

Leave A Reply

Your email address will not be published.