cheap nfl jerseyscheap jerseys from chinacheap mlb jerseyscheap nhl jerseyscheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nhl jerseys
پوسته – afghansabawoon
The news is by your side.

پوسته

لیکوال: محمد سمیع صادق

0

مونږ نه وو… هغوی به شاید تر شلو هم زیات. پر غونډۍ له پوستې دباندي پيره  زما وه. د ‌ډوډۍ وخت وو، هغوی ښايي خبر ول چي دا مو د ډوډۍ وخت وو. زه بیداره وم… دواړو خواوو ته مي کتل، لاندي مي کتل، پاس په آسمان کي مي هم کتل… همدغه وو چي مخ مي واړاوه اوس مي شا ته کتل… حاجي بابا، یو خنجر مي په ملا کي ښخ سو…

ــ هغوی دوه وه، یوه توپک راڅه حمله کړ او بل پر سر په يوه تېره کاڼي وهلم تر څو د غونډۍ لمن ته ګېل سوم. چا چي په کاڼي وهلم د هغه څهره راته خښینه او د مخ دوه غاښونه ئې…

سرتېری چپ سو، مخ ېې سره کش کړ، سترګي ئې پټي کړې، درد ئې ډېرسو او زګېروی ئې را پورته سو.

دی د شپې په دې آخري حصه کي له پوستې څخه لږ لیري په دې کیږدۍ کي پروت  دئ. په بوټو او یو زوړ پټو ئې ملا تړل سوې ده او اوس ئې پښو ته ناست کوچی بوډا د هغه د غبرګو ماتو پښو څخه خړي پوځي موزې کاږي.

یو څراغ د کیږدۍ په منځ کي ځوړند او بل د سپین ږیري په څنګ کي پروت دئ. بوډا د ځوان پړسېدلي او په وينو ککړي پښې په ګودړو کي وپېچلې. د کیږدۍ په یوه کونج کي د بابا مېرمن د څادر پلو پر مخ را کش کړی ناسته ده. هغه یوه سترګه تر پلو را ایستلې ده او دې ځوان ته ګوري. هغه چار زانو ناسته ده، پر یوه زانو ئې یو ماشوم هلک او پر بل زانو ئې یوه ماشومه نجلۍ ناسه ده. د هیڅ چا پر مخ د خوب څرک نه ليدل کیږي.

ــ زما له رالوېدلو سره سم په پوسته کې ضربې سوې. د پوستې ګروپان مړه سوه، تیاره سوه، مرمۍ ودرېدي او ږغونه د ملګرو مي خپه سوه. لا مي ډم اوښکي نه وې څڅېدلي چی یو غړم سو… له پاسه یو بم وو… نور نو سنګر نه وو پاته… صرف یو ګرد و او چوپتیا وه. قاتل او مقتول دواړه قتل سوه… ټوله مړه سوه… زه پر یوه، دوو، څلورو او په څکېدلو راغلم … د تورو برېتو او ګني ږیري په مابینځ کي د هغه د منځ دوه غاښونه… له سترګو می نه اسیته کیږي… په قهر کي غاښونه چیچل، په کاڼي وهل… دهغه د سرو زرو غاښونه…

د کيږدۍ سره نښتي د کوچنۍ خیمې څخه د یوې شځي چیغې را پورته سوې. ماشومانو ور منډه کړه ؛ «مور، مور، مور.» د بوډۍ انا ئې پلو ایله سو او مخ ئې په دواړو لاسونو کي ونيوی. بابا سرکښته کړله ځان سره وبڼېدی، «خیرو…» د ځوان تر سترګو اوښکي توی سوې. د شپې سینه وچاودېده، سپېدی وچاودېدې او سهار د دوی په اوښکو او ژړا را ویښ سو.

(Visited 105 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.