The news is by your side.

چې مرګ يې شي مېلمه/ حیات ژوند

0

سر يې پورته کړ او د دېوال پر ټټر ځوړند ساعت ته يې وکتل. وخت د شپې پوره دولس او اووه ویشت دقیقې وې. ساعت ته يې لاس وروغځاوه؛ خو ورونه رسېد: «قومندان صاحب! یو وړه څوکۍ راکړه، ساعت له دېواله راټيټوم.»

پولیس په قهرجن غږ ورته وویل: «دا زندان دی، په زندان کې یوازې موږ د خپلې خوښې کارونه کولای شو او بس! ستا يې له ساعت سره څه؟»

ــ د دې لپاره چې وگورم، چې وخت چټك تېريږي كه په كرار.

پولیس د ده له مخې پناه شو. بندي بېرته ساعت ته ورنژدې شو. د پښو په ګوتو ودرېد؛ خو بیا هم ورونه شوای رسېدی. ساعت پاس تر چت لاندې پر دېوال راځوړند و. د پنجرو له منځه په بنده خونه کې دوه خښتې ګوزار شوې، مخ يې د پنجرې پر لور واړاوه، پولیس له بندي ځان پناه کړ.

په چټکۍ يې ګامونه ورواخیستل، له ځمکې يې دواړه خښتې پورته کړې او د دېوال تر څنګ يې کېښووې. دواړه خښتې يې سر پر سر کړې. پر خښتو ودرېد، بیا یې هم سم لاس نه ورسېد، د پښو په سر ودرېد، ساعت يې راواخیستلی شو. ساعت د شپې پر دولسو او شپږدېرشو ولاړ و.

پر غولي کېناست، ساعت يې پر زنګونونو کېښود. تر ساعت لاندې يې لاس تېر کړ، د ثانیه ګر حرکت ورته منظم وښکارېده؛ خو پام يې شو، د ساعت ښيښه پيکه شوه، سیوری پرې ورغی.

ــ وخت ته وارخطا یې؟

بندي پولیس ته وکتل: «پاکوم يې، هسې نه چې ودرېږي، ځکه ما ته وویل شول، چې په دغه ساعت کې چې د سهار شپږ بجې شي؛ نو په اړه به مې پرېکړه کېږي.»

بندي پولیس ته دا خبره وکړه او په لمنه يې د ساعت پاکول پيل کړل. د ساعت له ښيښې او دېوالونو دوړې لاندې پر خاورین غولي تويېدې.

بندي له ځان سره وبوگنېد: «كاش چې يو كال مې وخت شا ته اچولی شواى او دا ساعت مې هم دوه ورځې دمخه شېبو ته بېولی شواى.»

ـــ د مرګ سزا مرګ دی!

بندي د پولیس پوښتنې ته په ځواب کې وویل: «هو، دا سلسله له پخوا راروانه ده؛ خو تل نه.»

پولیس د پتلانه په جېبونو کې لاسونه دننه کړل او ويې ویل: «چې خبر هم وې، نو ولې دې په دار کړ؟»

ــ پخپله يې ځان په دار کړ!

ـــ مطلب، ځان يې وواژه!

ـــ هو.

ـــ ټول مجرمان همدا خبره کوي. بیا درته وایم، ولې دې وواژه؟

بندي ساعت دېوال ته ودراوه او د ساعت تر څنګ يې ډډه ووهله: «ما مرسته ورسره وکړه. هغه پرون مازدیګر زما د خونې ور راوټکاوه، رنګ یې تښېدلی و، له لاسه يې سپينه ټوټه تاو کړې وه، ټوټه په تازه وینه ککړه ښکارېده، زه پوه شوم چې…»

پولیس يې خبره ورغوڅه کړه: «ته پوه شوې، چې ويې وژنې!»

بندي د پولیس خبره نااورېدلې وګڼله او خپله خبره يې لا پسې وغځوله: «زه په شوم، چې څه ستونزه شته. خپلې خونې ته يې بوتلم. د وینو دارې پر ځمکې لیکه جوړه کړې وه، وینو سر نیولی و. یوه څوکۍ د خونې په منځ کې اېښوول شوې وه. یوه پښه يې ماته وه او سړی پرې ډاډه درېدلی نه شوای.»

پولیس یو ځل بیا د بندي خبرې غوڅې کړې: «ګوره راز مامده! زه نه څارنوال یم او نه هم د جنایتکارو د رازونو د موندنې دنده راسپارل شوې، څه مه رانه پټوه.»

ــ زه څه نه شم پټولی، اړتیا هم نشته. ما ته يې وویل، چې مرسته ورسره وکړم، ان زما زنې ته يې لاس راواچاوه، چې خبره يې رد نه کړم.

ــ څه مرسته؟

راز محمد له دېواله رامخکې شو، د ساعت پر ښيښې يې لاس تېر کړ، څه کم نیم ساعت اوښتی و: «لیکه وینه نیم نیم ځای وچه شوې وه، د وړوکي ټوکر تر څنګ پلنه چاړه پرته وه. دی هم پر ځمکه ګوزار شوی و، زنګون يې ژوبل شوی او ملا يې هم ټپي شوې وه. له ما یې پړی وغوښت او تر څنګ يې راته وویل، چې تر ټولو ښه لار چې دی په اسانۍ ځان ووژني، وروښيیم.»

ــ او تا پړی وروړی و او بیا دې په چت پورې راځوړند کړی و؟

ــ جنایت په ما مه اړوه. ما نه و ځوړند کړی. ما د ځانوژنې لار وروښووله. زه چې کله په پړي پسې خپلې خونې ته لاړم، د تناب پړی چې نوی مې اخیستی و، ورته را مې وړ او تر څنګ مې د کتابونو له المارۍ ځینې قوانین او برابر بوتل شراب هم راوخیستل.

پولیس په غوسه شو، د دېوال له څنګه يې خښته اوچته کړه او پر غولي يې په زوره وویشته، خړ ګرد له ځمکې پورته شو: «قوانین؟! تا غوښتل، چې د قتل لپاره دليلونه پيدا کړې، چې بیا له ځان نه دفاع وکړای شې؟»

راز محمد ځان غونج کړ او په ترهېدلي غږ يې وویل: «موږ د دغو قوانینو كرښې كرښې تفسیر او بیا مو ترې كار واخيست.

هو، رښتيا! په قانون کې راغلي و، چې د یوه کس په جرم بل کس نه نیول کېږي. دا مې د ځان لپاره ښه وګڼله، ځکه هغه په خپل لاس، له فشار او زور پرته او په خپله خوښه ځان واژه.»

راز محمد یو دم غلی شو، تر پنجرې ورهاخوا یوه پيشکه دوی ته ځیره ناسته وه، ده ګومان وکړ، چې پيشو روزل شوې او هسې نه د ده پيغام په ناسمه تر لوړ مقامه ورسوي. دی تر هغې ونه وغږېد، چې بهر د سپي له غپېدو سره پیشکه ترۍ تم شوې نه وه.

راز محمد یو ځل بیا پولیس ته وکتل، ده ته مخامخ ناست و: «مثلاً، موږ دا ماده هم تفسیر کړه، چې که سړی په نشه حالت کې ومري، نو مرګ يې پخپله غاړه دی. د مرګ پړه ځکه د مقتول په خپله غاړه ده، چې په مرګ نه شي پوهېدای او په ویده حالت کې له دې نړۍ کوچېږي. ما له همدغه تفسیر نه ګټه واخیستله او د ده او له ځان سره راوړي بوتل څخه مې درې پيالې ورته ډکې کړې.»

د پولیس تندی تریو شو: «ښه! پيالې دې هم ورته ډكې كړې او ته لا مجرم هم نه يې؟»

پولیس له جېبه لاسونه وایستل او په همدغه وخت کې له پنجرې ها خوا غږ وشو: «وطن ۳! وطن ۳»!

پولیس پاڅېد او مخابرې ته يې په منډه ځان ورساوه؛ خو مخکې تر هغې يې د بندخونې دروازه کولپ کړه او له زندانه ووت.

راز محمد په خونه کې پرلتۍ ووهلې او پر خاورې يې یو پړی او ورسره دوه کتاب د ماتې شوې خښتې په ټوټې رسم کړل، له بهر نه د کرړیو غږ راته، اسمان نه ښکارېده، بندخونې یې کړکۍ نه لرله، په دهلیز کې ګروپ روښانه و.

ساعت ته يې وکتل، ثانیه ګر په خپل حركت روان و، وبوګنېد: «ګومان کوم چې ګاونډي ته مې هم لکه اوس چې دلته د ثانیه ګر حرکت ما ته ورو ښکارېږي، هغه ته هم زمان په ټپه ولاړ و.» بیا يې سر وڅانډه او په کراره يې وویل، چې وخت هېڅکله نه درېږي، د ساعت ستنې يوازې د ساعت پر تخته نه چورلي؛ بلكې د يو چا د مرگ شېبي هم لنډوي، زمان روان دی، خپل ابدیت ثابتوي.

راز محمد په سوچونو کې ډوب و، پام يې شو، چې ساعت د شپې دوه او ۲۲ دقیقې دي. په زندان کې له نورو خونو د خلګو ګونګسی راته او ګوڼېدل.

هغه ساعت ته وکتل او له ځان سره يې وویل: «زه يې بايد نه وای بندي کړی.»

 تر پنجرې هاخوا د پښو ترپی شو، ده سر پورته کړه. قومندان یو کس چې تر شا يې پنځه نور پولیس هم راروان وو، له تخرګه نیولی و او د ده بندخونې ته يې په زور ټېله کړ. له دې سره سم قومندان هم بندخونې ته دننه شو او په لوړ غږ يې وویل: «راز مامده! ستا داستان باید پټ پاتې شي او سبا تر لمرخاته مخکې باید اعدام شې.»

راز محمد په غمجن انداز وویل: «خو ما ولې اعداموې. ما خو جنایت نه دی کړی، هغه پخپله غوښتلي و…»

په مخابره کې شاهین ۱۳، شاهین ۱۳ ناره وشوه، خو قومندان يې غږ ورټيټ کړ او ويې ویل: «څو وارې درته ووایم، چې هر مجرم همدا خبره کوي. تا خو په خپله خوله اقرار هم وکړ. پړی، درې ګیلاسه شراب، قوانین… ستا د مجرم ثابتېدا لپاره بس دي. نه دي؟»

د قومندان تر شا پنځه نور پولیس په شا شول، او دی هم له بندخونې ووت.

پولیس بېرته د وسپنیزې پنجرې ور پرانیست او دننه بندخونې ته ننوت او ويې ویل: «نوی ملګری دې په دې جرم ونیول شو، چې یو ملګری خانمیر يې وژلی. دی هم وايي، چې مقتول له ده څخه د وژلو غوښتنه کړې وه. دا غوښتنې څه مانا لري؟»

د راز محمد له خولې ناڅاپه چیغه ووتله: «اوه!!! خانمیر، هغه مې هم ګاونډی…» خو وروسته غلی شو او له ځان سره وپوسېده. له دې سره سم پولیس د بندخونې ور په ځان پسې وتاړه.

راز محمد خپل بندي ملګري ته وکتل: «پخپله يې وغوښتل؟»

ــ هو!

ــ څنګه؟

نوي راغلي بندي ودرېد، په بندخونه کې یې دواړه خښتې راواخیستې، یو خښته لږ و زیاته ماته شوې وه او تر کوناټي لاندې يې کېښوولې: «هغه ویل، چې هېڅ شی تلپاتې نه دی. یوازې دوه څيزه تلپاتي دي: “کړاو او مرګ”. کړاو د روح تر پایه او ښايي تر مرګ وروسته هم دواړه سره یو شي او خپل ابدیت ثابت کړي او د مرګ وېره چې په ژوندوني مو هم ساه ته نه پرېږېدي.»

راز محمد د ساعت ستنو ته كتل، داسې برېښيده چې چټكتيا يې لكه منډه داسې ده. وخت له ستوني تېروي، زمان نور نه درېږي او پرون ته هم نه ورستنېږي.

له خولې يې ناڅاپه ناره ووتله: «کټ مټ زما ګاونډ هم همدا…» خو بېرته غلی شو.

راز محمد ساعت ته وکتل، پنځه نیمې بجې وې. شپه ورو ورو په وتلو وه؛

راز محمد نوي بندي ملګري ته وویل: «دوی ولې مرګ غوښته؟»

ــ د رنځ او کړاو ابدیت…

پولیس بندخونې ته دننه شو، سترګې يې خوبوړې ښکارېدې: «زه سهار پر شپږو رختصېږم، خو تر رخصتېدو مخکې باید تاسې رخصت شئ.»

دواړو بندیانو یو بل ته وکتل.

پولیس بهر ووت او څه ځنډ وروسته بېرته بندخونې ته دننه شو: «ما مخکې هم وویل، چې د مرګ سزا مرګ دی؛ خو که یو څوک نورو ته د مرګ لارښوونه یا وسایل برابروي، بیا هېڅ پوښتنې ګروېږنې یا تحقیق، قاضي او محکمې ته اړتیا نشته. موږ ته امر شوی، چې دا ډول لارښوونکي سملاسي تري تم کړو.»

پولیس دا خبره وکړه او بېرته له بندخونې ووت.

راز محمد نوي بندي ته مخ واړاوه او نرم غږ يې ورته وویل: «موږ یوازې له هغه چا سره چې پخپله يې غوښتل ونه اوسي، مرسته کړې، د هغوی هیله مو ورپوره کړې او د دوی په خپله خوښه مو ورپوره کړې ده، په داسې ډول چې ان د مرګ درد هم احساس نه کړي.»

په دهلېز کې کښ كښ شو، د بندخونې دروازه پرانیستل شوه؛ خو دوی پخپلو کې سره غږېدل. ناڅاپه څلور ډزه وشول، د ساعت ښيښه ماته شوه او ثانیه ګر کلک ودرېد. بل اړخ ته خښتې تر یوه جسد لاندې شوې وې او د راز محمد د بدن تودوخه يې زبېښله. قومندان وویل: «تر اعدام د مرمۍ مرګ اسان دی، دا خبره د مجازاتو په قانون کې راغلې ده.»

۱۳۹۸/تله/۲۵

کابل، وزیر اکبرخان

(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.