The news is by your side.

کباب (لنډه کیسه)

لیکوال: نعمان دوست

0

د تنګې خامه کوڅې په اخر سر کې خټین کور و. کوڅې ته راوتلي دیوال یې درز کړی و او په درز کې یو موټی ویښته ایښودل شوي و. د همدې دیوال په یوه برخه کې د کوچني ور په اندازه ځای سوری شوی و او تاري بوجۍ ورته د پردې په بڼه راځړیدلې وه. د دې کورنۍ له فقره خبر وم؛ خو وروسته یو بل خبر لاپسې خواشینی کړم. خبر دا و چې دلته یوه مور له یوه لپه یتیمو بچيو سره د ژوند په نوم د عمر لاره لنډوي. دې کور کې د ماشومانو سپین سرې نیا هم اوسیده او د همدې په مرسته مې دا کور لیدلی و. دې بوډۍ به له تورو کالیو سره تور پړونی له ځانه راتاو کړی و، غټې او ګردو ښیښو لرونکي عینکې به یې په سترګو وې، په عینکو کې یې تور ډبل مزي اچولي و او بیا دواړه یې د سر په وروستۍ برخه کې غوټه کړي و. د لکړې په مرسته به د همدې کوڅې مخامخ جومات مخې ته ناسته وه. پلو به یې غوړولی و او کله کله به یې پر ویړ پلو د کاغذي نوټونو څنډې شمال وهلې.

دې کوڅه کې ټولې غریبې کورنۍ اوسیدې. د ځینو نارینه وو ښار کې باروړونکې کراچۍ چلولې چا د سړکونو تر غاړې ترکاري پلورله او چا ورځ مزدوري کوله.

په هغه مازیګر شړقنده باران وریدلی و. لاره خټه شوې وه او د جومات مخې ته ناستې بوډۍ کور ته د تللو توان بایللی و. میرمنه داسې لنده خیشته وه لکه شپه چې یې تر ناوې لاندې تیره کړې وي. چې څنګه له جوماته راووتم، ور پام مې شو. له یخه ریږدیدله. کله به یې ځان را جوړ کړ، لکه د مرغۍ باران وهلی بچی چې د الوت شوق وکړي، خو الوتلی نشي؛ بیرته به کیناسته.

ورغلم؛ له لاسه مې ونیوله او بیا ورسره ورو – ورو روان شوم. تر کوره مې و رسوله، ورته ویل مې: سبا مازیګر په کور کې اوسه، زه درځم.

میرمنې یو لاس پر دیواله ایښی و، په بل یې دعا وکړه. بوجۍ یې، چې باران درنده کړې وه، پورته کړه او په انګړ ننوتله. په هغه شپه هیڅ خوب رانغی. ورځ مې دفتر کې د همدې بوډۍ په چورتونو کې تیره شوه.

مازیګر مې یوه بوجۍ وړه، یوه بوشکه غوړي او څه نوره سودا واخیسته، لاسي کراچۍ کې مې بار کړه او ور روان شوم. کوڅه هماغه شان خټه وه. کراچیوان په ډيرې خوارۍ کراچۍ روانه کړې وه. کله کله به ټایر دومره خټه راټوله کړه چې حرکت ته به یې نه پریښوده.

د پردې له شا مې نارې وکړې. ښپې یبله ماشومان ،چې د ګوتو قاتونه یې له خټو ډک و، راغلل. کراچیوان مخکې شو او بیا کراچۍ چپه شوه. د ور ښي اړخ ته، دیوال ته څیرمه یوه غټه پوله غوندې وه، کراچیوان غوښتل د دیوال بیخ کې کراچۍ بوځي؛ خو چپه شوه. سودا پر همدې پوله ولویده. بوډۍ له برنډې، د وئ ورکه مې کړې، غږ په داسې انداز کې  وکړ، لکه زوی چې یې خوږ شوی وي.

حیران شوم، د کور سودا مې ور وسپارله. یوه خونه کې چې ،کړکۍ ته یې د ښیښو پر ځای خیرن پلاستیک ټک وهلی و، یوه شیبه کیناستم. د دروازې څنګ ته د پولې په اړه مې وپوښتل.

له دې پوښتنې سره بوډۍ داسې لړزې پسې واخیسته، لکه بیا چې ټوله ورځ د جومات مخې ته باران کې ایساره پاتې شوې وي. د هغې له خولې اخ نه خوت، خو هماغې پولې ته یې کتلې. کوچنی هلک له دوه پیالو او یوه چایبر چای سره راننوت. د بوډۍ پام یې را واړو.

بیا مې پوښتنه وکړه، هغې په ریږدیدلیو لاسونو خولې ته پورته کړې پیاله کیښوده. لکړه یې را واخیسته، هماغې پولې ته یې ونیوله، د لمسي پر سر یې لاس کش کړ  او بیا یې له لږ مکث وروسته کیسه پیل کړه:

همدا لمسی مې په توده تبه پروت و. له ډاکټره یې ورته یو پاکټ ګولۍ راوړې وې؛ خو تبې نه خوشې کاوه. په هغه شپه چې کورته راغی، په منډه د همده خواته ورغی، پر ټنډه یې لاس ور کیښود او ویل یې: شکر دی، تبه یې پرې شوې. لمسي مې ویل: پلاره، خوله مې ډيره پیکه ده. لږ کباب راوړه! هغه ته یې ښه کړ او نور غلی د خونې په کونج کې کیناست. پر زنګنونو یې سر کیښود او بیا یې ویل: دا څومه ورځ ده چې د کار په نیت لاړ شم او کار نه وي.ما ته یې مخ راواړو: مورې، دعا راته وکړه چې سبا کار پیدا کړم، دومره وشي چې دې زوی ته مې لږ کباب واخلم. تیره ورځ یې هم راته ویلي و.

سهار وختي ووت. د ماسپښین اذانونه شوي و چې د کوڅې مخې ته دربهار شو. ماشومانو او نږور مې ور منډه کړه. نږور مې ویل: د سوزیدلې غوښی بوی دی. هلک نیغ ځای کې کیناست: لکه چې پلار مې کباب راوړی!

شیبه وروسته غږونه شول، ځړیدلې پرده پورته شوه. یو سړی په وینو رنګ ولاړ و. یوه بوجۍ ورسره وه. له بوجۍ بوی را لټیده. سړي په چیغه وویل:

ښار کې چاودنه وشوه. زه ټپي شوم او دا ملګری مې ټوټه ټوټه شو. وسوزیده، ایله مې همدومره غوښه راټوله کړه.

بوډۍ هماغې پولې ته لاس ونیوه او داسې سلګیو پسې واخیسته، لکه رنځور لمسی چې ترې کباب غواړي.

نعمان دوست

د لیندۍ ۳مه، ۱۳۹۸

(Visited 17 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.