له دې زلزلې د روغ وتلو امکان څومره دی؟
افغانستان د روس او امریکا د ټکر په منځ کې

سرخط ورځپاڼه
امریکا او روسان لا هم په داسې سرحد کې نه دي چې مخامخ جنګ ته زړه ښه کړي، خو رواني او نیابتي جنګ یې له سوریې تر افغانستانه په څو حوزو کې دوام لري.
طالبان اوس د روسانو د توجه په محراق کې دي، هغوی تر اوو زیات سفرونه مسکو ته کړي او د کندوز د جګړې ترڅنګ نوې روسۍ وسلې ان تر هلمنده طالبانو ته رسېدلې دي.

له طالبانو د روسانو ملاتړ یوازې تسلیحاتي نه دی، هغوی ته ډیر امکانات ورکوي، هغوی ته نوې نقشې ورکوي او دغه راز طالبان له تېرو اوو میاشتو راهسې د روسانو له پلان سره سمه په افغانستان کې جګړه کوي.

په سوریه کې د اسد رژیم په ننګه د روسانو پوځي مداخلې امریکا حیرانه کړه، په دې مانا چې هیڅکله امریکا تصور نه کاوه چې روسان دې بیا له امریکا سره بالقوه مقابلې ته راودانګي. امریکا د روس د غبرګون معلومولو لپاره په عراق هم داسې له ډنډورو غږولو سره جګړه پیل کړه، خو روسانو خپله له مجبوریت ډکه خاموشي وساتله اما په سوریه کې د اسد د رژیم پرضد د ناراضیانو، داعش او ترهګرو جګړو روسان په دې پوه کړل چې د اسد نسکورېدل له کور دباندې د پوتین د نظام لپاره شکست دی او دا د کرملین لپاره د حیثیت جګړه شوه.

روسانو په نړۍ کې دوه د وسلو د پلور مارکیټونه لرل چې لومړی یې عراق دویم یې سوریه وه، که په سوریه کې روسانو څه عملي‌اقدام نه وای کړی، ښايي نور نو روسانو ته په روسیه کې دننه هم ژوند یو کړاو او تقریباً‌ناممکن وای.
اوس هرڅه اپوټه دي، امریکا او متحدینو یې منلې چې روسیه یوار بیا میدان ته راوتې او په همدې اساس په حلب کې د روسانو بری د امریکا لپاره له درده ډک نااټکل شوی داستان و.

روسان په سوریه کې له جنګ وروسته اوس له امریکا سره په ډیرو میدانونو خپړې لګوي، د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د امریکا نهه پوځي اډې د روسیې یو معتبر دیپلومات په توندو ټکو نقد کړې. دا د نااعلان شوي جنګ په اعلان شوي جنګ بدلیدل دي.

البته چې دا خبره غلطه تعبیر نه شي، امریکا او روسان لا هم په داسې سرحد کې ندي چې مخامخ جنګ ته زړه ښه کړي، خو رواني او نیابتي جنګ یې له سوریې تر افغانستانه په څو حوزو کې دوام لري.

روسانو له حلب وروسته پرافغانستان خپل تمرکز زیات کړی دی. روسان غواړي په افغانستان کې د امریکا ښکیلتیا او ګټې وننګوي. روسان فکر کوي چې امریکا به داځل د روس پرضد نوې جګړه له افغانستانه ورپیل کړي.

له ډیره وخته روسان داعش ته د امریکا د نیابتي جنګیالیو په سترګه ګوري، دوی فکر کوي چې داعش په افغانستان کې ورځ تربلې تقویه کیږي، د بهرنیو جنګي روزونکو له خوا تربیه کیږي او سوکه سوکه د افغانستان په شمال کې ځای نیسي چې منځنۍ اسیا ته لاره پیدا کړي.

په مینځنۍ اسیا کې د مذهبي سخت دریځۍ خورا پریمانه عوامل او ظرفیت شته، که اندک رابطه د امو له سیند وها خواته جوړه شي، په مینځنۍ اسیا هیوادونو کې به د مینځنۍ خپل ترهګر انفجار وکړي.

روسان له دې احتمالي پلانه په ویره کې دي، روسان نور نه شي کولای داسې جګړې ته خاموش کیني، ځکه چې هغوی بې له جنګه بل انتخاب لرلی نه شي.
له دې کبله چې د روس او امریکا ترمینځ ټکر تل له دواړو هېوادونو د باندې او غیرمستقیم دی، نو د روسانو په باور د روسیې پلوه داعش پرضد په افغانستان کې یوازې پرطالبانو تمرکز او حمایت کولای شي روسان د داعش له خطره وژغوري.
طالبان اوس د روسانو د توجه په محراق کې دي، هغوی تر اوو زیات سفرونه مسکو ته کړي او د کندوز د جګړې ترڅنګ نوې روسۍ وسلې ان ترهلمنده طالبانو ته رسېدلې دي.

روسان عملاً د طالبانو ترشا ولاړ دي او کټ مټ د افغان مجاهدینو په څیر چې امریکا د روس په مقابل کې حمایت کول، اوس روسان طالبان د امریکا د احتمالي قوت داعش پرضد کاروي.

روسان دطالبانو په اړه له پخوا ښه نظر نه درلود، اما اوس د ګټو اشتراک هغوی مسکو ته ګران کړي دي. روسان پلان لري چې طالبان حمایت کړي، دداعش مخه ورباندې ونیسي، په افغانستان کې اوسني امریکا دوست دولت ته سرخوږی جوړ کړي او که احتمالا داعش او نور ترهګر د افغانستان شمال ته ځان رسوي طالب به داجګړه لااقل په شمال کې جاري وساتي او داعش به مینځنۍ اسیا ته اوښتو زر او بې مزاحمته لاره ونه ایستلی شي.

له طالبانو د روسانو ملاتړ یوازې تسلیحاتي ندی، هغوی ته ډیر امکانات ورکوي، هغوی ته نوې نقشې ورکوي او دغه راز طالبان له تېرو اوو میاشتو راهسې د روسانو د پلان سره سمه په افغانستان کې جګړه کوي.

داسې معلومات په وروستیو کې لیک شول چې هم طالبانو د روسانو په ملاتړ دوه ځله پرکندوز حمله وکړه، هم د طالبانو وسلې او ټانکونه په تاجکستان کې ترمیمیدل، هم روس له یو شمیر غیر افغان طالبانو سره لین لري او هم په مزارشریف کې د المان پرقونسلګرۍ د طالبانو د برید موخه د روسانو په هدایت د هغو دستګاوو له مینځه وړل وو چې روسان ادعا کوي د امریکا لپاره یې په روسیه او مینځنۍ اسیا کې استخباراتي معلومات راغونډول.

په کومه برخه کې روسان په طالبانو باور نه لري هغه د نشي توکو کرکیله، تجارت او تریاکي طالباني امارت دی چې مستقیم تاوان یې روس ته رسیږي، خو روسانو دې د زهرو ګوټ ته هم زړه ښه کړی دی.