The news is by your side.

اتمر صیب د هیچا په کیسه کې ځکه نه دی

0

 زیارمل /

د اتمر صیب کمپاینران مې اوس هم ملګري دي، که څه هم دوی لا تر اوسه د کمپایني بحثونو په موډ کې دي.

اتمر صیب له طالبانو سره د سولې په کیسه کې ځکه نه دی چې ده ورته په لوی لاس داعش پیدا کړل او د فاطمیون راپیدا کولو ته پاتې نشو.

اتمر صیب د انتخاباتو کیسه کې هم نه دی، ځکه چې ده د موجوده حکومت د ړنګولو او واک ته د رسېدا لپاره له هر غل و غدار سره لاس یو کړ او له ماسکو نه تر اسلام اباده يې منډې رامنډې وکړې.

اتمر صیب د افغانستان کیسه کې هم نه دی، ځکه چې د جوزا پر لومړۍ نېټه يې غوښتل چې د حکومت بنسټونه ړنګ شي، خو دوی ورته تر اوسه کوم بدیل په پام کې نه و، نیولی.

اتمر صیب حتا د ځان په کیسه کې هم نه دی، ځکه چې ده له هغه چا سره هم ایتلاف وکړ چې ورسره په مخامخ جنګ کې يې خپله یوه پښه له لاسه ورکړې وه.

اتمر صیب حتا د خپلو سیاسي ملګرو په کیسه کې نه دی، ځکه چې ده د خپل ایتلاف تر ټولو ستر مالي ملاتړی (عطا نور) په وروستیو دوو اوونیو کې څلور ځله خفه او بیرته پخلا کړی.

او اتمر صیب خپلو کمپاینرانو ته هم بالاخره ژمن پاتې نشو، دوی يې پر کمپاینونو ورګډ کړل، خلک يې پرې خفه کړل، خو پخپله شا ته شو.

نو ملګرو،
اوس هم وختی دی او له مرګه مخکې انسان حق لري چې توبه وباسي او حقه لاره اختیار کړي.

(Visited 187 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.