The news is by your side.

“اجیبه ده! 

احمدي

0

“اجیبه ده!
له سهاره راهیسي مې په فیسبوک کې کابو سل لیکنې ولوستې. ټولو د کاناډا انتخابات را اخیستي ول، ليکلي يې دي چې دې ته وايی حکومت. دې ته وايی نظم، دې ته وايي سیستم…سهار انتخابات وشول، ماښام يې نتیجه را ووته. موږ ته راشه.
وه مخلوقه! نو کاناډا خو کاناډا ده. خلک يې خلک دي، تعلیم یافته، په خبره پوه، قانون او خپل هېواد ته ژمن، صاف، ريښتيني، صادق او پر وطن میین…ان سپی يې هم ترافیکي اشارې ته درېږي.
ته له خیره! خپل ځان ته دې کتلي دي! قانون پېژنې، انساني کراماتو ته ژمن يې. درس دې ویلی!
لطفا ساړه خوره. اول ځان وتله، بیا ګیلې کوه.
د دنیا تر ټولو ظالم انسان يې. ټکی دې په مغزو کې نشته. د خولې دې له نصوارو ډډوزې ځي. عاقله خبره دې ( اې ستا د مور ، ستا د خور … څه و څه وکم) په غلا، رشوت، او فساد کې اول يې. وطندوستي دي هم مالومه ده، د خپلو پلرونو هډوکي دې لا پاکستان ته یووړل. لوی ثواب د ورور په وژلو کې وينې. تر ټولو غټ دښمن دې خپله وینه ( د تره زوی) دی. د غوا د لنګون په وخت کې زيرې کوي چې شکر سخوندره يې پیدا کړې ده، خو د لور په زېږون له خدایه خفه يې.
له ادمه تر دې دمه دې خښته په خښته نه ده ايښې، یوازې وراني ته جوړ يې. بدنیته، دروغجن، بې وعدې يې.
د ځمکې په کره کې تر ټولو خوار، نالوستی او بدبخته موجود يې.
همدا دولت خو له تا جوړ دی. له اسمانه خو نه دی راغلی. په دې شپږو- اوو لکو مامورینو کې به دې لا تره وي، یا ورور یا پلار…
څه يې!!!
یو کمال خو دې راوښیه.
اوس به بیا څو کسه راته وليکي چې شکر مسلمانان یو.
په خدای په دې کې هم شک لرم. نه به یو.”

احمدي

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.