The news is by your side.

افغانستان څلور لسیزې په دغسې جګړه کې ښکېل دی

0

څو ورځې وړاندې مې، د ملګرو په یوه مجلس کې، عجیبه کیسه واورېده:
دوه وروڼه په دې سره وران شول، چې یو یې په کور کې د پردي مېلمه ساتنې پلوي و او دا یې د غیرت حکم باله چې مېلمه باید وساتل شي ولو که په بدۍ کې یې کور و کورنۍ هم تباه کیږي. مېلمه باید وساتل شي او له دوښمنانو سره یې جګړه وشي، که په دې جګړه کې ستا معصوم ماشومان ووژل شول، نو پروا نه کوي.
خو بل ورور ویل :
مېلمه پالنه ښه ده، خو د عقل حکم دا دی، چې خپله کورنۍ او خپل خلک د مېلمه تر ساتنې او پالنې ډېر حقداره دي او که د مېلمه لپاره کورنۍ تر ګواښ لاندې راځي، نو د داسې مېلمه ساتنه د هوښیار انسان کار نه دی. ښه مېلمه هغه دی، چې د کور په ودانولو او ستا د ګټې وټې په کار کې درسره لاس وکړي.
دا بحث تود شو او وروڼه سره لاس و ګریوان شول، د حجرې په کونج کې د اوبو بوشکه ایښې وه؛ د غیرت پلوي ورور وویل :
بس داسې وګڼه چې دا بوشکه زما مېلمه دی، نو ته نر شه څه ورته ووایه کنه !
د عقل پلوي ورور یو ناڅاپه پخپله عقل هېر کړ او تومانچه یې راوویسته او په بوشکه یې ډزې وکړې، د غیرت پلوي ورور هم تومانچه خپل ورور ته ونیوله اوسړه خوله یې د خپلو وینو ډنډ کې راوغورځاوه. په دې توګه د عقل و غیرت په جګړه کې ورور خپل ورور وواژه .
څو ورځې مخکې مې د ( عقل) او ( غیرت) پر دیالېکتیکي ټکر لیکنه کړې وه، چې ځینې دوستان یې پا مانا نه وپوه شوي، هیله ده چې اوس پرې پوهېدلي یاست. افغانستان څلور لسیزې په دغسې جګړه کې ښکېل دی.

عبدالغفور لېوال

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.