The news is by your side.

اوس د انسان حیثیتي وژنې په لویه پېمانه ترسره کېږي

عماد دوران

0
سمه ده چې د طالبانو په دې څو ورځو کې به مړينه ډېره نه کېږي، د انسان وجودي وژنې به کمې شوې وي؛ مګر د انسان حیثیتي وژنې په لویه پېمانه ترسره کېږي.
د افغانانو او په ځانګړي ډول د پښتنو د تعریف شوو ارزښتونو له مخې ناموس او حیثیت ورته تر بل هر ارزښت مقدم دی. حتی تر ژونده هم.
نن مې د کورنۍ یو کس تر هوایي ډګره بدرګه کړ، هلته مې د افغانانو د حیثیتي زوال فلم وکاته، یو ګړنګن طالب، چې عمر به یې تقریباً ۱۷ کاله و، مرداره سندۍ خولې یې پر سر، ټوپک په لاس، مسته لېونغرته څېره، سرې سپږمې چې دقیقه په دقیقه به یې په لمن پزه پاکوله، لکه د کلي کور د ماشومانو د ریشخند ځوانکی (د پېښوریانو په اصطلاح ګوګشتو) سلګونه انسانان به یې یو خوا بل خوا په منډو کړل، لکه د رمې پسه چې په شپنو پسې لکړه راواخلي. ډاکټران او ماسټران به یې په کُنداغونو وهل، په ښځو به یې بې رحمه وارونه کول.
یو باسلیقه او مهذب ځوان یې زما په مخ کې ډېر وران ووهه، وجود به یې دومره دردمن شوی وي یا نه؛ خو له څېرې یې ښکارېده چې حیثیت یې ارې ارې شو، بس د مایوسۍ او بېوسۍ په غر ودرید او حیران حیران یې کتل. زه ورغلم او ډاډ مې ورکړ، ما ویل مه خفه کېږه، دا د ټول ملت مشترکه بدبختي ده. ورته ویل مې څه کاره یې؟ ویل یې په آرټیفیشیل انټیلیجنس (مصنوعي ځیرکتیا) کې مې ماسټري کړې.
نوټ: په رب قسم که به مې د دغه ځوانکي په کوایفو کې مبالغه کړې وي.
Leave A Reply

Your email address will not be published.