The news is by your side.

ایا مونږ تر پاکستانیانو هم بدتر شولو؟

اجمل ستانکزی

0

په ۲۰۱۱ کال کې افغانستان ته په چکر تلم او د اتلانتا په هوايي میدان کې مې د دوبۍ د طیارې انتظار کاوه. ما سره خوا کې د امریکا د اردو یو عسکر ناست وو. ما له خپل تلفون سره لوبې کولې چې یوه امریکايي میرمن زمونږ خوا ته راغله او دې سرتیري ته يې وویل چې ((ستاسو له خدمت نه ډیره مننه!)). په هغه څو ساعته انتظار کې څو کسو لدې ځوان نه د امریکا په اردو کې د خدمت په وجه مننه وکړه. دا لمړی ځل نه دی چې امریکایان وینم چې له خپلو سرتیرو نه مننه کوي. ډیری امریکایان چې خپل عسکر په هر ځای کې په یونیفورم کې ویني نو همدا خبره ورته کوي چې ستاسو له خدمت نه ډیره مننه. دا یوه جمله د هغوی د اردو مورال ډیر لوړوي او ډاډ ورته ورکوي چې ملت يې شاته ولاړ دی او د دوی قرباني د ملت د هوساینې لپاره ده. لدې نه علاوه په ډیرو مغازو، ریستورانتونو، کلبونو او نورو ځایو کې د خپلو سرتیرو لپاره تخفیفونه لري. د هغوی سرتیري د دنیا تر ټولو پرمختللې وسله، وسایل، تریننګ، ګټوره غذا، ښه تنخواه او بل هر سهولت لري. او د افغان سرتیرو په مقایسه د دښمن په مقابل کې يې تلافات هم د نیست برابر دي. خو د امریکا ملت يې بیا هم ډیر نازوي. خو زمونږ سرتیري بیا په ډیرو کمو وسایلو لدې خاورې نه دفاع کوي. احترام خو په ځای پریږده ځینې افغانان په ځانګړې توګه پښتانه ورته د مرتد، کافر، اجیري اردو او نورو نومونه اخلي. کله چې دغه ځوانان د وطن د دفاع په خاطر ځان قربان کړي نو بیا پرې جهنمي، مردار او نور بد نومونه ږدي او په وژل کیدو يې یو بل ته مبارکیانې ورکوي. ان ډیری د دولت په سیمو کې اوسیدونکي ملایان یې لا د جنازې مونځ هم نه کوي. خو د دوی په پرتله هغه عرب، پنجابۍ، ازبک او نورو ته که څه هم ډیر بیګناه افغانان به يې وژلي وي د مجاهد، غازي، شهید او نورو لقبونه ورکوي. په خپل کور کې يې پټ ساتي، ډوډۍ ورکوي، هدف ته د رسیدو لنډې لارې ورته ښايي، جاسوسي ورته کوي، ان تر دې چې د ضرورت په وخت کې ورته د خپلې ښځې کمیس او پرتوګ ورکوي تر څو د افغان امنیتي ځواکونو نه يې پټ وساتي. امریکا ته خو هسې هم نشو رسیدای ځکه ډیر راغورځیدلي یو، راځئ چې له پاکستانیانو نه يې زده کړو. پاکستانیان خپل هغه مردارخور پوځ چې لاسونه يې د بنګله دیش، کشمیر، افغانستان، هند، بلوچستان، پښتونخوا او حتا د فلسطین د مسلمانانو په وینو رنګ دي نازوي، خو مونږ خپل پوځ بد بولو. ایا مونږ تر پاکستانیانو هم بدتر شولو؟
پدې پوه شئ چې که افغان امنیتي ځواکونه نه وي نو افغانستان به هم نه وي، ځکه د افغانستان د استقلال او ثبات لپاره یوازې او يوازې افغان امنیتي ځواکونه کار کوي نه پنجابیان او عربان. آیا هغه کسان چې شپه او ورځ د هیواد په ګوټ ګوټ کې خپل ژوند د دې لپاره په خطر کې اچوي چې عام افغانان هوسا ژوند ولري پدې نه ارزي چې مننه ترې وکړو؟ آیا پدې نه ارزي چې د دوی په اړه د غلط پروپاګند مخه ونیسو؟ آیا پدې نه ارزي چې تر وحشي ټالیبه یې بهتر او خپل وګڼو؟

(Visited 64 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.