The news is by your side.

بيا هم سوله/ نجیب ننګیال

0

زلمي خليلزاد شپږ ورځې له طالبانو سره خبرې وکړې. د قطر حکومت چارواکي او پاکستاني استخباراتو هم ګډون پکې درلود. امريکا دا مني چې د ځواکونو د وتلو لپاره به مهال وېش اعلان کړي. طالبان به له تور ليسته وباسي. اوربند دې وشي او نور. خو تر ټولو مهمه خبره دا چې طالبانو دا شپږ ورځې په همدې ټينګار کاوه چې د همدې خبرو لوظنامه دې ور سره لاسليک شي. خو برعکس امريکا له طالبانو سره هيڅ ډول ليکلې لوظنامې ته چمتو نه ده. دليل دا دی چې امريکا يو هېواد دی او د نړۍ زبرځواک هېواد دی. طالبان يوه ډله ده. جنګيالۍ او نامشروع ډله، چې هيڅ ډول حقوقي شخصيت، رسميت او هويت نلري. دا نه د امريکا قوانين ايجابوي او نه نړېوال قوانين چې يو حکومت يې له يوې غير رسمي او پردۍ ډلې سره ليکلې لوظنامه ولري. خليلزاد وايي مونږ ته د اعتبار وړ رسمي مرجع او حقوقي شخصيت لرونکی طرف د افغانستان حکومت دی. يوازې د افغانستان حکومت سره لوظنامه لاسليک کېداشي شي. بله خبره دا چې امريکا عملا د افغانستان حکومت سره دوه اړخيزه ستراتيژیک تړون لري. د ځواکونو د وتلو، کمولو او زياتولو موضوع به د همدې تړون په چوکاټ کې تر بحث لاندې نيول کېږي او هر ډول تعديل به د همدې تړون په چوکاټ کې يوازې د افغانستان د حکومت سره لاسليکېږي. نو بناء طالبان مجبور دي چې لومړی د افغانستان حکومت سره خبرې پېل کړي. سوله يقيني او تضميني شي، نو بيا به د افغانستان حکومت د امريکا سره د ځواکونو د وتلو او مهال وېش اعلانونو په اړه کار کوي. له دې د افغانستان د حکومت حيثيت ډېر ښه واضح کېږي چې ښاغلی خليلزاد له شپږ ورځو چنو وهلو وروسته کابل ته راځي او ولسمشر غني ته راپور ورکوي او هدايات يې اخلي. برعکس طالبان په پي ای اې کې اسلام اباد او کراچۍ ته ستنېږي.

مونږ تاسې پوهېږو يو عادي مکتوب چې صادرېږي، لس ځايه ثبتېږي او ارشيف ته سپارل کېږي. رسميات او مقررات لري. کله چې بيا لوظنامه کېږي، طبعا مقابل جانب باید يو حقوقي شخصيت ولري او نړېوالو قوانينو ته ژمن وي.

په دې هيله چې طالبان له خپلې سرتمبګۍ او کاذب غرور را کوز شي او په ځان رحم وکړي. که په جګړه کې زمونږ سل مري، د دوی پنځه سوه ضرور مري. د پاکستان کمپونه د طالب جنګياليو له کونډو او يتيمانو ډک شو. په وطن کې د کونډو شمېر تر نيم مليون واوښت. سوله د ګذشت او انعطاف نوم دی او د زورګويۍ له ادرسه سوله نه کېږي. طالبان دومره قوي نه دي، چې حکومت سقوط کړای شي او د ټولې نړۍ په موجوديت کې په کابل د امارت خوب وويني. حقيقت دا دی چې اتلس کلنه جګړه هيڅ ګټونکی نلري، او بايلونکي يې یوازې بېچاره افغانان دي.

(Visited 54 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.