The news is by your side.

تریخ حقیقت / اجمل ستانکزی

0

د مقر خلک یوه هفته کیږي مظاهره کوي، نه د کوم جنګسالار خلاصون غواړي او نه هم کومه بله ناروا غوښتنه لري خو دولت داسې پرې ځان غلی اچولی لکه چې هیڅ هم نه وي. که دا هزاره ګان وای او حتا کومه ناروا غوښتنه لکه د یو جنګسالار خلاصون، یې هم درلودای نو دولت به ان په اوله ورځ مثبت ځواب ورکړی وای.
ځینې هزاره بیا وايي چې دا دولت له دوی سره متعصب دی. خو حقیقت دا دی چې دا دولت چې څومره ددوی په خدمت کې دی دومره د پښتون په خدمت کې نه دی.
هو د دې موضوع حل دا نه دی چې هزاره ته کنځا وشي او یا هم د دولت په مخالفت کې د ټالیب لمنې ته ځان وغورځول شي. خپل حق باید د قانون په چوکاټ کې په هر ډول چې وي له دولته واخیستل شي. پدې باید پوه شو چې خپل حق غوښتل تعصب نه دی بلکې یو مقدس کار دی ځکه نو په سالمه طریقه د خپل حق په غوښتلو کې د هیچا پروا مه لرئ.

(Visited 38 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.