The news is by your side.

تر هغو چې د حقيقت موندنې يو بې طرفه کميسيون د افغانستان په تېر څلويښت

خوشال خلیل

0

تر هغو چې د حقيقت موندنې يو بې طرفه کميسيون د افغانستان په تېر څلويښت کلن جنګي تاريخ يو بې طرفه تحقيق ونکړي، د ټولو ښکېلو غاړو جنايتونه مستند او له هغې يو داسې ملي روايت جوړ نکړي چې د اکثريت مظلوم ولس اجماع پرې راشي، داسې يو روايت چې هر قوم او هر افغان فکر وکړي چې په ټولو يو رنګ ظلم شوی او ټول ګډ درد لري، تر هغو د تاريخ په اړه فيسبوکي قضاوت يوازې د ورځې څو تشې خبرې او د يو او بل د ملامتۍ هوايي ډوزي دي چې په درد نه خورل کېږي.
د ثور د اوم او اتم وحشتونه، د طالبانو د حکومت وحشتونه او له ۲۰۰۱ نه بعد دلته د طالب، داعش، مليشو او بهرنيو قواوو او نور روان ورځني جنايتونه چې د ټولو عاملان معلوم دي، که په دغو څلورو دورو په اړه د مظلومو په ګټه ملي قضاوت رامنځته نشي، او بيا يې په رڼا کې عاملان محاکمه، يا معذرت ونه غواړي، د قربانیانو په زخمونو پټۍ کېنښودل نشي، نو د هری ډلې پلويان به خپل جنايت کار مشر اتل ګڼي او د بلې جنايتکارې ډلې مشر به خاين او دا د موږک او پیشو لوبه به روانه وي.

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.