The news is by your side.

جنرال یحیا نه ژورنالیست پوښتنه وکړه

0

جنرال یحیا نه ژورنالیست پوښتنه وکړه،
_ستا د پوځ سرتېرو په بنګال کې په بنګالي مېرمنو جنسي تېری کړی او خلکو ته بې ناموسۍ ور اړوي. څه ځواب ورته لرئ؟

جنرال یحیا خان په سپکه پنجابۍ لهجه ځواب ورکړ،
_زما پوځ له خپلو کورونو زرګونه کیلومتره، له سمندر تېر د بنګالیانو د بغاوت په ځپلو بوخت دي. په جګړه کې دي. هغوی نشي کولی د یوې کوچنۍ غریزې سړولو لپاره بېرته پنجاب ته راشي. هر څه چې کوي، و دې کړي.

نن بیا هماغه ورځ. هماغه پنجابیان دي. هماغه ستم دی. یوازې جنرال بدل دی. پرون جنرال یحیا و، نن جنرال باجوه دی. پرون د بنګال د بغاوت غږونه و، نن د پښتنو د ازادي خواهۍ او ستم ضد نارو انګازې دي.

دا مور د لوی وزیرستان ده. دا په کاغذ جوړ کرښې، کرښې نه دي. دا د دې مور او د دې د کورنۍ په مېرمنو د پنجاب د وحشي اوځناور پوځ لخوا د جنسي تېریو، د ناموسي توهین او پښتنو ته د پيغورونو تریخ او تور داستان دی. پښتانه ته نن یوه لاره ور پاتې او هغه د بنګالیانو په څېر په نره د ازادۍ اخیستل دي. خبره چې د مور او خور د عزت د تالان شوه، هغه وطن په اوسېدو نه ارزي. له پنجاب سره ګ‌‌‌‌‌‌ډ ژوند نور پښتنو ته له ناموسه د تېرېدلو په مانا دي.

نجیب ننګیال

(Visited 82 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.