The news is by your side.

حیران یم ځکه لاهم ګلبدین ته ځینې خلک د یو رهبر او سیاستمدار په سترګه ګوري

0

حیران یم ځکه لاهم ګلبدین ته ځینې خلک د یو رهبر او سیاستمدار په سترګه ګوري. دا چې دومره خلک په ګلبدین پسې روان دي دا د ګلبدین کمال نه دی بلکې د دې پسونو کمعقلي ده چې لا هم د هوښیار رهبر او خاین یا نااهله مشر تر مینځ توپیر نه ویني.
ګلبدین لمړی لوی خیانت هغه وخت وکړ چې د پاکستان له غیږې یې د خپل دولت په ضد جګړه شروع کړه. لمړۍ سیاسي ناکامي یې هلته ښکاره شوه چې له نجیب سره یې سوله ونکړه. لمړۍ نااهلي یې هلته معلومه شوه چې سره له دومره زوره بیا هم جمیعت ترینه ارګ ونیو.
ګلبدین نه یو ښه لیډر دی، نه یو ښه مشر، نه یو تکړه سیاستوال، نه یو پوه ستراتیجیست، نه یو ښه افغان او نه یو ښه انسان دی. ورپسې روان خلک تر ده هم بدتر دي.
د ګلبدین په اړه به مې د حمید ګل هغه خبره هیڅکله هم هیره نشي چې وايي ګلبدین هم لکه ده غوندې پاکستانی دی.

اجمل ستانکزی

(Visited 93 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.