The news is by your side.

دا اوسنې ټولې ستونزې ستا له برکته دي

ډاکټر محمد فرید بزګر

0

پخوا د جوماتونو خټينې غټې کوټې وې، په منځ کې به يې يو نغری وو چې د ژمي به يې په کې اور بلاوه. يو کليوال به هميش د نغري په لرګو کې ګوتې وهلې، کله به يې اور مړ کړ او کوټه به له لوګو ډکه شوه، دا يې هميشنی کار وو، کليوال ورسره په تکلیف وو، هر څومره به يې چې منع کاوه چې له اور سره کار و نه لري، خو سړی نه قراریده. يو ماښام کلیوال اړ شوي چې سړی د جومات د يو ستنې پورې وتړي چې په اور کې ګوتې و نه وهي. له تړلو وروسته سړي په نورو کليوالو غږ کړی: چې زه خو مو وتړلم خو دغه لرګی په دې بل مخ واړوئ. اوس دا ځینې پخواني تپل شوي مشران چې له سياسې صحنې ګوښه شوي، همهغه کليوال ته ورته کارونه کوي چې زه خو مو له صحنې ويستلی يم خو د بيان ازادۍ، سولې… لپاره دا دا کول پکار دي. سړيه ته چې په قدرت کې وې، ټول ملت او نړيواله ټولنه دې تر شا ولاړه وه هر څه دې مردار کړل، دا اوسنې ټولې ستونزې ستا له برکته دي، که تا هغه وخت دوه درې اساسي کارونه کړي وو، نن به مو دا ورځ نه درلوده. اوس د يو سپينږيري په صفت په خپل ځای کښينه او نور ځان مه سپکوه!

(Visited 62 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.