The news is by your side.

دا ولې؟ ولې؟ ولې ولې؟

مجید قرار

0

ښه یې ولولئ، والله بالله د زړه له درده یې لیکم، نه ګمراه یم، نه بې دینه یم، نه چپی یم، نه والله بالله که جاسوس یم. د یوه غریب افغان زوی یم. شل کاله مې دیني درس لوستی، لس سیپارې قرآن مې حفظ کړی، خو دا څه چې لیکم، د خپل شعور او وجدان غږ مې د لاندې پوښتنو ځواب نه ځان ته او نه بل ته لرم.
دا ورځې ‌‌‌‌‌‌ډېرې سختې ورځې دي. له ټول افغان وجوده وینې څاڅي. له یوې خوا کرونا پنجې خښې کړي دي. د چا د پلار، د چا د ځوان ورور، د د چا تره، خور او ترور جنازې روانې دي، په هر کور کې یو کس په کوما پروت دی،له بلې خوا مو د پنجاب مجاهدین د لومړۍ شپې ماشوم او لنګه میندې را وژني، له بلې خوا مرموز لاسونه په ترور او ترهګرۍ ښکېل دي، له بله اړخه د کابل لن‌‌‌‌‌‌ډه غرو په غلا، شوکو او ‌‌‌‌‌‌ډاکو توره ورځ جوړه کړې ده.

د نړۍ ملتونه خپلو اتباعو ته په کور معاشونه ورکوي، د تفریح کمپنیو تفریحي مواد ارزانه کړي، دولتونه خپل ولسونه نازوي، روغتونونه سمبالوي، واکسینونه جوړوي، تجارتونه حمایه کوي، دلته زموږ دیني قیادت په وینو ککړه چاړه په لاس دی، پوز یې د ملتانۍ لنګۍ په بوینه او خیرنه شمله تړلی، د الله اکبر په نارو د الله په پناه کې مسلمان وژني او وحشت کوي.
له بل پلوه فقر په دې حد کې دی چې د اتیا او نوي کلونو سپین ږیرو کراچۍ له کوره را ایستلي، د ورځې د پنځوسو افغانیو د ګټې په هیله را وتلي، میندې اولادونو ته وچ اتامونه وړه کوي، د نړۍ د ککړترینو هېوادونو سرحدونه مو هم پر مخ تړلي، د اسلامي انقلاب سپاه مو ژوندي سوځوي او د غوښو په بوی مو د کباب دکه ماتوي. نړۍ د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو کېمپونه مو له ځوانانو ‌‌‌‌‌‌ډک دي، د نړۍ د هرۍ بدبختۍ د لیست په سر کې افغانستان یادېږي، جنګ سالار یې هم د دین له دستارخوانه خوري وایي ما جهاد کړی، ټالب هم خېټه مړوي وایي زه جهاد کوم، داعش هم ځان د ژوند او مرګ مالک بولي وایي زه خلافت را ولم، ایران هم لکه لېونی سپی داړې را اچوي وایي زه د صلیبانو او صهیونیانو خلاف د سرزمین های اسلامي دفاع کوم، نور خو یې لا پرېږده، د بنګلادېش د سپینو وریژو ریخن نسل هم راځي، دلته آفت ځپلي افغانان وژني.
په دې جهنمي حالاتو کې چې شکایت ولیکې، د کندهار د کون‌‌‌‌‌‌ډو رن‌‌‌‌‌‌ډو او عاجزو د سولې د لاریون وي‌‌‌‌‌‌ډیو خپره کړې لاندې سلو تنو درته لیکلي وي چې دا خو د اسلام د مبارک دین په احکامو نه چلېږي، دا ښځې رن‌‌‌‌‌‌ډۍ دي، دا سرتېري مرتد دي، دا قرار د دین دښمن دی، دا اداره مرتده ده، د دې خلکو اعمال خراب دي، د اسلام مبارک دین نه عملي کوي.
د اسلام مبارک دین خو اوس د رحمة للعالمین دین دی خو په الله قسم چې وینې خوړونکی لېوه هم وای اوس به د افغانانو په وینو موړ شوی و. د خداې پار دی، څلوېښت کاله په خوله یادېږي. له هغې ورځې چې مسعود په پنجشېر او ګلبدین په زېړوک کې د اسلام د مبارک دین لپاره د افغانانو وینې بهول پیل کړي، بیا د دشت برچي د نوي ماشوم تر قتله پورې د دې هر انسان وینه د اسلام د مبارک دین په فرضي کومي کې وڅڅول شوه. د اسلام په مبارک دین مو دوه ملیونه مړي، په ملیونونو معیوب ورکړل، همدومره کون‌‌‌‌‌‌ډې رن‌‌‌‌‌‌ډې، یتیمان شوو، کور مو لوټه لوټه شو. د اسلام د مبارک دین په نامه مو د لن‌‌‌‌‌‌ډه غرو سل نسله و زغمل. د اسلام د مبارک دین په نامه مو کرنل امام غوندې عصري شیطان صفته جاسوس هم خپل امام کړ. د اسلام د مبارک دین له امله مو څېرې مسخه شوې. په نړۍ کې د اوږدو ځبړو، خیرنو او سپږنو ږیرو او څڼو یواځېنی ملت یو. د چادرۍ د لعنت یواځینی ملت یو. د ستر په نامه د تظاهر له امله جنسي فقر ځپلی یواځینی بچه باز ملت یو. والله چې د افغان څېرې ته وګورې د صحابه وو څېره دې مخې ته درېږي. دا اوس چې عربان تاریخي فلمونه جوړوي د اوسنیو افغانانو څېرې ورکوي.زموږ د مدرسې یو مدیر و، هلکانو به د الرساله د فلم ابوجهل باله. د اسلام لپاره مو آن د جاهلیت د مشرکو عربو څېرې، نومونه او دودونه خپل کړي دي، په دې ټولو سربېره هم د اسلام خادمانو ته تر هر چا موږ ‌‌‌‌‌‌ډېر ګناهګار او د مجازات او حدودو مستحق ښکارېږو. دا ولې؟ ولې؟ ولې ولې؟

(Visited 631 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.