The news is by your side.

دا په هندوستان کې د بابري مسجد یو ړنګونکی وو

0
محمد عامر

دا د بابري مسجد یو ړنګونکی وو……
دی هندو وو چې بابري مسجد یې وران کړ… بیا مسلمان شو اوس یې ۹۰ مسجدونه اباد کړې….
وحشیانو او ټیکدرانو…دین د الله تعالی دی..او الله یې ساتنه او پالنه داسې کوې.نه څوګ وژل کیږي او نه کړول کیږي..الله تعالی د دین دوښمن نه ددین داسې خادم جوړوي … لاندې د الله د وحدانیت معجزه کیسه ولولئ..
« نه په هند کې او نه په نړۍ کې به دا د چا په خیال کې ګرځیدلې وي، چي یو هندو چې د بابري مسجد په ورانولو کي یې تر ټولو ستر لاس درلود، بیا دی نه یواځي دا چې مسلمان شي ۹۰ مسجدونه دې هم جوړ کړې…
همداسې یو نادره او د اسلام د عظمت ډکه حقیقي کیسه هند کې پيښه شوي، کارسیفاک هندو ۲۵ کاله مخکي په هند کي د مشهور مسجد بابري په ورانولو کې لوی لاس درلود، دی وايي: زه د بابري مسجد د ورانکارو د سر سړی وم، او د مسجد مرکزي ګومبزې ته هم زه اول وختلم او د ملګرو سره په ګډه مو ړنګه کړه، دی وایی: زه ډیر خوشحاله وم چي ما غټه توره کړې، خلکو هم زما ستاینه کوله،کلي ته چې راغلم نو خلکو اتل پشان ونازولم، خو د کور خلکو ورټلم، زما کورنۍ سیکولره وه، او دا ډول تعصباتي او سختدریزې یې نه منله،
خو زه د هندو سختدریزې ډلې غړی وم، زما فکر بدل وو، دی وایي: د کورنۍ غبرګون یو څه په فکر کې واچولم، ما د اسلام په اړه پلټنه پيل کړه ، او په ورو ورو مې اسلام قبول کړ، دی وايي زه ډیر سخت خفه وم، ځکه ما ډیره لویه ګناه کړې وه، نو د دې ګناه د کفاري لپاره ما او زما یو بل ملګري چی هغه هم هندو وو او اسلام یې قبول کړ، مونږ د سلو مسجدونو د جوړولو ژمنه وکړه، تر دا دمه مو په ټول هند کي ۹۰ مسجدونه جوړ کړي، دی یوه مدرسه هم لرم سلهاو ماشومانو ته دیني زدهکړي ورکوو 


د ده نوم محمد عامر او د ملګري یی محمد عمر دی. دواړه ډیر خوشاله دي، وایي: ایله مو سکون او د ژون خوند ولید……
وحشیان ایله مسلمانان وژني..؟ په وژنو او تباهۍ د دین خدمت کوي..؟ الله تعالی دین د انسان ملکیت نه دی بللی، نو ځکه یې انسان ته د ساتنې دنده هم نه ده سپاري ، در رسولو پیغام د انسان دنده ده، او په ځان عملی کول د یو مسلمان دنده…نور الله تعالی د خپل دین خپله ساتنه کوي او د ساتني ژمنه یې هم کړي… که زمونو په لاس وای…. نو نن به تر یهودیت او نصرانیت لا اخوا تحریف شوای وای… لکه څنګه چي مونږ نن په زرو ډلو او مذهبونو مسلمان ویشلی…………

 

نجم شینواری

(Visited 122 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.