The news is by your side.

درې ډلې افغانان دي

اجمل ستانکزی

0

یوه ډله افغانان ټالیبان او د وحشي ټالیب کلک ملاتړي دي. دوی ته دولت دښمن، په غلطه، اشغال شوی، کافر او پردی ښکاري او په هر حالت کې د وحشي ټالیب ملاتړ کوي او غواړي دولت له پښو وغورخوي او ټالیب کامیاب شي. دوی د افغان ځواکونو او دولت پلوو افغانانو په مرګ خوشالیږي او که د دوی په وژلو کې بیګناه خلک هم مړه کیږي نو ټالیب یې په مرګ نه ملامتوي او په هر ځای کې د وحشي ټالیب وحشتو ته توجیهات لټوي.
دوهمه ډله افغانان د نظام کلک پلویان دي. دوی په هر حالت کې له خپل نظام سره دریږي. له خپلو امنیتي ځواکونو او نورو ادارو ملاتړ کوي. ټالیب د پاکستان ملیشه او د افغانانو دښمن ګڼي. او هیڅکله هم د دښمن صفت نه کوي.
دریمه ډله افغانان لکه زانګو زنګیږي. کله د ټالیب صفت کوي او کله د خپل دولت. بدبختانه اکثریت افغانان بالخصوص پښتانه په همدې ډله کې دي. دوی یو ثابت دریز نلري. د دوی همدې مذبذب دریز دا جګړه دومره اوږده کړې. که دا ډله د پاکستاني ټالیب په ځای له خپل دولت سره ودریږي نو د ټالیب ورکول هیڅ مشکل نه دي. لکه څنګه چې په بامیانو کې نن ان لرې لرې سیمو کې شپه او ورځ امن دی دغسې به په ټول افغانستان کې امن راشي. خو برعکس که همدا مذبذب دریز وي نو دا جګړه اوږده بوله.
زمونږ د نن جګړې مسولیت تر ډیره د دغو مذبذبو په غاړه دی. په یاد ولرئ چې هغه خراب دولت او نظام هم تر یاغیانو بالخصوص د پاکستان تر ملیشې ښه دی. هغه ملتونه چې له یاغیانو سره همدردي لري هغه به تل د جګړو ښکار وي.

(Visited 54 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.