The news is by your side.

دغه عکس کې ناستو خلکو له یو بل سره د چوکۍ په سر داسې جګړې وکړې چې لکونه افغانان پکې ووژل شول

اجمل ستانکزی

0

دغه عکس کې ناستو خلکو له یو بل سره د چوکۍ په سر داسې جګړې وکړې چې لکونه افغانان پکې ووژل شول او هیواد پکې وران شو. خو جګړه دوی او د دوی کورنیو نه کوله بلکې د دوی ړندو شخصیت پرسته پلویانو کوله. د دوی پلویانو د دوی لپاره د مړو له ګډاګانو نه تر جنسي تیریو پورې په یو بل هر ډول وحشتونه وکړل. ځکه نو څومره چې دا قصابان ملامت دي همغومره یې ړانده پسونه هم ملامت او د سزا مستحق دي.
د نن سیاستوالو پلویان یې باید د پرونيو سیاستوالو له پلویانو زده کړي او د خپلې خوښې د سیاستوال تر هغه ځایه ملاتړ وکړي کوم ځای کې چې سرې کرښې شروع کیږي. نه دې د خپلې خوښې د سیاستوال لپاره قانون ماتوي، نه دې د نورو حقوق خوري او نه دې یې په سر له نورو سره جنګونه کوي.
تاسې به سرونه وخورئ او کورنۍ به مو خیراتو ته کیني خو دوی به لکه دې عکس غوندې بیا یو بل سره ناست وي او په تاسې پسونو پسې به خاندي.
یوازینی ملاتړ مو د هیواد او نظام وکړئ. د دولتي مشرانو ملاتړ هم تر هغه ځایه وکړئ تر کومه ځایه مو چې هیواد او ملت ته ګټه وي. کله چې دوی هم غلطي کوي نو انتقاد پرې وکړئ.

(Visited 219 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.