The news is by your side.

دلته ولې جګړه نه ختمېږي؟

0

رباني په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره د واک څوکۍ کله یو ولایت ته وړله کله بل ته. په دې مهال کې لسګونه زره هېوادوال ووژل شول، خو له څو کلونو وروسته بېرته راغی، یوه بښنه یې وغوښتله، تېر وحشت هېرېدل لا څه چې وروسته ورته د سولې شهید لقب هم ورکړل شو.
د ګلبدین او دوستم چې کله قدرت او ګټې سره شریکې وې، دواړه ښه غاړه غړۍ وو، خو کله چې یې ګټې په ټکر کې شوې، لارې یې جدا کړې.
ګلبدین تر هغې ورځې پورې چې واک یې له حکومت سره په مخالفت کې خوندي و، مخالف اړخ یې نیولی و، خو اوس چې یې د قدرت بقا په کابل کې خوندي ولېدله، د ده لپاره چې چا ځانونه وژلي وو، د هغوی پر خېټو یې پلونه کېښودل کابل ته یې رامنډه کړه.
طالبان نه د دې خاورې، هېوادوالو، اسلام، افغانیت او نورو ارزښتونو په کیسه کې دي. دوی هم کټ مټ سیاست پر مخ وړي، نن چې یې د افغانانو تدریجې وژنې ته د جهاد نوم ورکړی، په همدې کې خپله بقا ویني، بله هېڅ موخه نه‌لري، سبا یا بل سبا به دوی هم د خپلو غافلو ملاتړو او مذهبي روبوټانو له زیارتونو پښې راواړوي او کابل ته به د خپل قدرت د خوندیتوب لپاره رامنډه کړي.
له دې خو ټول خبر یو چې د قدرت غوښتلو لپاره دا ډول حرکات دښمنو ګاونډیانو او نورو هېوادونو ته چې خپلې سیمه‌ییزې ګټې په بې‌ثباته افغانستان کې ویني، د لاسوهنې ښه فرصت برابروي.

ضمیر صافی

(Visited 25 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.