The news is by your side.

دواړه نه کېږي چې هم سر وهه، هم د سولې غومبر

0

خليلزاد تازه ويلي چې که طالبان له افغانانو سره اوربند و نه کړي، وروستۍ هوکړه نه ورسره کوي. دا د طالبانو يوه لويه سياسي ماته ده چې د تفاهم مقابل لوری د درېيمګړي په څېر غوښتنې ته اړ کېږي او ورته وايي چې په نړۍ کې د سولې د سياست ابتدايي اصول دا دي چې ميداني جګړې ته لږ تر لږه موقتي وقفه ورکړل شي. دواړه نه کېږي چې هم سر وهه، هم د سولې غومبر.
دلته په افغانستان کې د سولې مشورتي جرګه روانه ده، ګډونوال يې د کرزي د مشورتي جرګې برعکس جګړه‌مار نه دي، ځوانان دي، لاسونه يې سپين دي، مخونه يې سره. هماغه وخت قباوې سپینې وې، خو لاسونه سره.
پر طالبانو له هرې خوا را ماته ده، دلته استاد سياف د احاديثو توره پرې را ايستلې، ورته وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې د مسلمانانو تر منځ سوله تر لمانځه، روژې او نورو ګڼو عباداتو ستر ثواب لري.
هلته اسلامي نړۍ دايره پرې را ګرځولې چې “د خدای دا لښکر په غلطه جګړه کې” ښکېل دی.
بل ځای هوايي ځواک د مخ له ګرځېدو وتلی دی، محشر يې جوړ دی.
ښه نو يوه جګړه چې له پنجابه پرته بله پایه نه لري، د يوه اسلامي ثقافتي مرکز، پوهنتون او بنسټ د جواز فورمه نه لري، ولسي محبوبيت يې د جباريت په وسيله يرغمل کړی وي، سياسي او ډيپلوماټيک اخلاق او اصول‌نامه نه لري او له وچې نغارې سوا بله مفاهمه نه لري، يوازې اخطار او انفجار وي، هغه به افغانان څنګه قبلوي؟ د هغې جګړې لوبغاړي به څنګه د ملت او شريعت د تاييد مُهر تر لاسه کوي؟ دلته جګړه نور پر هر څه ريشخند وهل دي، خپلې پښې او د ارزښتونو ريښې وهل دي.

نقیب احمد عزیزي

(Visited 70 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys