The news is by your side.

دوه مخی واقعيت

ډاکټر شیر حسن حسن

0
امریکا او متحدينو یې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان بريد وکړ، د ساعتونو او ورځو په ترڅ کې يې د طالبانو رژيم نسکور کړ او پر ځای يې د خپلې خوښې افغانان قدرت ته ورسول.
څوک يې ښکېلاک بولي او څوک يې د نړيوالو دوستانو مرسته، خو حقيقت دا دی چې بلواکي پيل شوه او ددې هيواد د برخليک ټاکلو اساسی مسئله د پرديو لاس ته ولويده.
که له نورو جزياتو يې تېر شو ، نو د حقيقت يو مخ دادی چې بلواکي خپله کرغېړنه او کرکجنه مقوله ده، او د هر چا پر خاوره د بل د واک پر وړاندې نارضايت او بغاوت د حيرانتيا خبره نه ده.
خو د دغه حقيقت بل مخ دادی چې د همدغه بلواکۍ په وجود کې (له ډیرو ستونزو او نيمګړتياو سره سره!)د انتخاباتو پنوم يوې پروسې رواج پيداکړ. په بلواکۍ کې دا خبره درې، څلور واره تمرين او تمثيل شوه، چې پاچاګشتي څنګ کېدای شي له وينې تويدو پرته ترسره شي.
بهرنيان به ووځي، اشغال يا بلواکي به پای ته ورسيږي.
ايا موږ افغانان به ددې صلاحيت او اهليت ولرو چې قدرت ته د رسېدو او پاچاګشتۍ دغه رسم خپل کړو، د واک ترلاسه کولو لپاره د خلکو د وينې تویولو مخه ونيسو، او د خلکو رایه قدرت ته درسېدو مرجع وبولو؟ «رښتینې خپلواکی!»
که موږ لاتراوسه هم ددغه ساده فورمول د تمرين صلاحیت او اهليت نه لرو، نو بويه چې د نورو په لاس زموږ د برخليک ټاکل«بلواکي!» حتمي ده.
(Visited 57 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.