The news is by your side.

ديني عالم (؟) مُلا(!) مُجيب انصاري

ډاکټر شیر حسن حسن

0
ځان نومولي ديني عالم (؟) مُلا(!) مُجيب انصاري د بيان له آزادۍ او د نظام له امکاناتو څخه په استفاده د نظام په دننه کې د منځنيو پيړيو د جهالت، بربريت او وحشت ژبه ور مبلغ دی. دغه مُلا د سقاوۍ د دورې د ګوډ مُلا(!) او په اوس وخت کې د مُلا(!) صبور وارث دی چې د استقلال ايمانداره ناجي آمان الله خان يې تکفير کړ.
ضرورت نه شته چې دولت ته وويل شي چې ددغه مُلا(!) خوله د بربريت له تبليغه بنده کړي. د هرات د رستاخيز او بيدارۍ نوی نسل دې ددغه مُلا ګريوان ته لاس ورواچوي، او د هيواد د ملي هستيو د ساتونکي سرباز د رزمي مورال او روحيې د ماتولو پوښتنه دې ورڅخه وکړي.
د هيواد ځوان نسله! په کابل کې د فرخندې د شهادت پوښتنه له همدغه شيطان صفته څخه وکړئ. خپل رسالت خپله ادا کړئ. دولت يا حکومت ته انتظار مه باسئ، چې ښايي د دينې عالم او مجاهد په نامه د انسان په جامه کې همدغه شان ابليسان يې د فساد پر کرسۍ ناست وي.
(Visited 28 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.