The news is by your side.

د افغانستان سياسي قشر او د دوی په ژبه سياسيون څومره سپک او فاسد خلک دي

0

د افغانستان سياسي قشر او د دوی په ژبه سياسيون څومره سپک او فاسد خلک دي. د لويې جرګې د تحريمولو لپاره يې ويل چې دا د اشرف غني کمپايني جرګه ده، هغه د واک غځول غواړي، د سولې لپاره خنډونه تراشي او ….
له دې بده يې لا دا چې هغه يو جلالت‌ماب يې په اعلامیه کې وايي چې د دې جرګې پايلې مالومې نه دي نو چې د جرګې پايلې مخکې له مخکې مالومې وي ايا هغه هم جرګه بلل کېدای شي؟
نن لويه جرګه پای ته ورسېدله، تاسو ټولو وليدله آيا داسې کوم څه مو پکې وموندل چې د دې هېواد پر زيان وي؟ اشرف غني دې د کمپاين لپاره کارولې وي؟ د واک د غځولو بحثونه پکې شوي وي؟
دې سياسيونو تل ولس ته دروغ ويلي دي، تل يې د ولس او هېواد پر ګټو سوداوې کړې دي، ويې رټئ او نور يې په خبرو مه تېروځئ.

بهیج عثمانی

(Visited 56 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.