The news is by your side.

د الکترونیکي تذکرو د ویش بهیر چټک شوی

خوشال خلیل

0
د الکترونیکي تذکرو د ویش بهیر چټک شوی، کله د قوم او کله د مور په نوم به د وړو وړو خنډونو جوړولو اوازونه اوچتېږي. خو حکومت ژمن دی چې هره ستونزه اواره کړي او دا بهیر لا چټک کړي.
دا مهال تقریبا یو میلیون خلکو دغه تذکرې ترلاسه کړي، که دا بهیر لږ نور چټک او بشپړ شي، دا به د هېواد له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ثبات او امنیت سره ډېره مرسته وکړي.
له سیاسي پلوه به د قومونو، ولایتونو او ولسوالیو نفوس معلوم شي او سیاسي قومی ټیکه دارانو بازار به خراب شي، ځکه اوس هره ډله دعوه کوي چې دوی تر نورو زیات دي.
اقتصادي ګټه یې دا ده چې که هرې سیمې ته مکتب او روغتون جوړېږي، د هغې سیمې نفوسو ته په پام به بودجه او امکانات ورته برابریږي.
له امنیتي پلوه هم د تذکرو ویش د مجرمینو په نیولو کې ګټورې تمامېږي او دا به ډېر زیاته اسانتیا راولي او خدمات به ورسره چټک شي.
(Visited 32 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.