The news is by your side.

د انتخاباتو د کمیسیون دنده انتخابات کول او نتیجه یې اعلانول دي

اجمل ستانکزی

0

د انتخاباتو د کمیسیون دنده انتخابات کول او نتیجه یې اعلانول دي. دا چې څوک یې مني او څوک نه په دوی پورې هیڅ تړاو نلري. دوی باید خپل کار وکړي. دوی حق نلري چې د ناراضو کسانو د راضي کولو کوښښ وکړي یا د دوی په خوله نتیجه وځنډوي. د انتخاباتو کمیسیون یو ازاد کمیسیون دی چې نه د دولت او نه هم د اپوزیسیون تر اختیار لاندې دی. دا چې دوی نتیجه نه اعلانوي خامخا ځانته پکې ګټې ګوري کنه د کاندیدانو منل او نه منل دوی پورې کوم تړاو نلري. که څوک یې نه مني محکمې ته دې لاړ شي او هلته دې سپین او تور سره معلوم کړي د ټاکنو کمیسیون دې خپل کار دوی ته نه ځنډوي.

(Visited 20 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.